wawra

جوانا کوانټ؛ د BMW موټر کمپنۍ ونډه واله

نن چې په وتلو څیرو کې څوک درپېژنو هغه د (BMW) کمپنۍ د مشر کونډه جوانا کوانټ ده. دا کمپنۍ چې تر ټولو ستر ونډه وال یې د کوانټ کورنۍ غړي دي په نړۍ کې له نوموتو او بریالیو کمپنیو له خڅه. اوسمهال د کوانت د کورنۍ ټول غړي د همدې کمپنۍ د عایداتو له امله میلیاردران شوی دي.

هغه په ۱۹۲۶ کې زیږیدلې، په ۱۹۵۰ کې د بي.اېم. ډبلیو د کمپنۍ مشر هربرت په دفتر کې سکرتره و ټاکل شوه، په همدې ډول په تدریج سره د هغه شخصي مرستیاله شوه، وروسته يې په ۱۹۶۰ کې ورسره واده وکړ.

چې په ۱۹۸۲ کې د هربرت تر مرګ وروسته د کمپنۍ یو له سترو ونډه والو څخه شوه ، چې تر ۱۹۹۷ له خپل تقاعد مخکې د (BMW) کمپنۍ د سلاکارۍ په بورډ کې یې کار کاوه، اوس په یاده کمپنۍ کې ۱۶،۷ سلنه ونډه لري، دوه بچیان یې د سټیفن کوانډت او سوسن کلاټن په نامه هم د (BMW) ونډوال دي، چې دواړه یې د همدې کمپنۍ له برکته میلیاردران شوی دي. هغه اوسمهال د جرمني په هامبورګ ښار کې فرانکفورت ته څېرمه چې د ښې فضا له اړخه مشهوره سيمه ده اوسيږي.

دمګړی خیریه کارونه ترسره کوي د سرطان ناروغیو له بنسټونو او ورسره سیاسي ګوندونو سره مرسته کوي. جوانا چې له خپل مېړه سره په کاروبار کې ډېره نږدې پاتې شوې، نو ځکه یې د هغه د پیاوړي مدیریت له امله ور څخه ډېر څه زده کړي دي چې له امله یې د کمپنۍ په لا غوړېدو کې ډېره ښه ونډه اخیستې.

د بي.ام.ډبلیو کمپنۍ چې د لوکس او با کیفیته ماشینونونو جوړونکې کمپنۍ ده یو شمېر فرعي کمپنۍ رولز رويیس او میني یې تر چتر لاندې کار کوي، دا کمپنۍ په پیل کې د جرمني په مونیخ ښار کې د هوايي موتورونو په تولیدولو سره خپل کاربار پیل کړ، یاده کمپني په دويمه نړیواله جګړه کې د جرمني عسکرو ته الوتکې جوړولې چې په همدې مهال ناڅاپه د جګړې په ترڅ کې له منځه ولاړه، د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د وارسا د قطعنامې پر بنسټ کمپنۍ مجبوره شوه د الوتکو تولیدول و دروي،وروسته یې په ۱۹۲۳ کې د موټرسیکلونو په جوړولو پیل وکړ او لومړی محصول یې آر ۳۲ یې ډېر ښه و پلورل شو وروسته چې بندیزونه ترې لیري شول د موټرو په تولیدولو یې پیل و کړ، بیا یې د میاشتو او کال په تېرېدو بېلابېل موټر تولید کړل او کار ته یې پراختیا ور کړه.

خو د تاریخ په اوږدو کې (BMW) کمپنۍ له ډېرو ناورینونو سره مخ شوې ده، خو د کوانت د مېړه د پیاوړي مدیریت له امله یې وکړای شول چې نه یوازې له ناورین نه و وزي؛ بلکې لا چټکو پرمختګونو ته پونده ور کړي.

دا کمپنۍ چې له برکته یې اوس د کوانت ټوله کورنۍ میلیاردران شوي دي په جرمني او نړۍ کې له مشهورو او نوموتو کمپنیو له ډلې شمېرل کیږي.

د فوربس د ۲۰۱۳ کال شمېرو له مخې جوانا کوانټ د ۱۱،۶ میلیارده ډالرو په لرلو په نړۍ کې ۱۰۰ ام او په جرمني کې اوومه لویه شتمنه ده، دوه بچیان لري، دمګړی کونډه ده، ۸۷ کاله عمر لري، په جرمني کې اوسي او تر ډېره خیریه کارونو کې ونډه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.