14712808_357547734577742_1178671858068126912_o

جنګل باغ او منګل باغ- سرخط ورځپاڼه

ملالۍ رڼا – هوښیاران وايي چې د يو چا نوم د هغه پر ژوند باندې اغېزې لرلای شي، ځکه مو نو پر اولادونو داسې نومونه ږدئ چې ښه مانا ولري.

دا خبره څه نورې ځانګړتیاوې هم لري، ښايي يوه يې دا هم وي، که د يوه چا نوم ښه وي، خاوند به يې لږ تر لږه کله کله داسې سوچ هم له ځانه سره وکړي چې يو بد کار و نه کړي، مثلاً که يې نوم صادق وي، له خپل نامه به وشرمېږي او له چا سره به خیانت نه کوي.

د دې تر څنګ ښه نوم يوه بله ګټه هم لري، ښه‌والی يې په دې کې دی چې پر مخاطب هم ښه لګېږي. له دې سره سره، که يو پلار پر اولاد ښه او مانادار نوم نه‌شي ايښودلای، دا خو دې وکړي چې داسې نوم دې نه ور باندې ږدي چې د خلکو د خندا او حیراني وړ وي، لکه سوټا خان، پیتا خان او داسې نور…

که څه هم د نوم په اېښودنه کې يې خاوند دومره ملامت نه دی، ځکه په هغه وخت کې چې يې نوم ټاکل کېده، هغه دومره ماشوم و چې د اعتراض غږ يې نه‌شو کولای، خو د تخلص په ټاکنه کې ټوله پړه د خاوند پر غاړه ده.

په روان انقلاب کې هم عجیب او غریب تخلصونه انتخاب شول، کفن کش، افت، راکټ‌يار، تندر، انسان‌کش، توفان او داسې نور، چې له هر يوه له یادولو يې د انسان په زړه کې وېره او وحشت محسوسېږي.

د دارنګه تخلصونو يا نومونو په لړ کې يو هم منګل باغ دی. د دې نوم مانا ته که وکتل شي، دومره بد نه دی. منګل د پښتنو يو تورزن قوم دی او باغ خو باغ دی چې شاعران يې ستاینه کوي، يانې د هغه د نوم مانا ده، د منګلو باغ.

خو له دې سره سره يو علمي او کتابي نوم نه ښکاري. که اوس يې پر خاوند اغېزې ته ځير شو، پر خاوند يې هم هيڅ مثبت تاثیر نه دی کړی او د دې پر ځای، چې منګل باغ ښکلي ښکلي باغونه جوړولای یا يې له باغونو سره مینه وای، منګل باغ ناببره کلينري پرېښوده، د امارت پټکی ور پر سر شو او بېدرېغه جنګونه يې پیل او داسې مفتي ترې جوړ شو چې د وژلو سر يې په ټولو و. هغه په لږ وخت کې د شهرت پر بام پلتۍ ووهله او په پوره نالوستي کې نږدې و چې د سرحدي پښتنو امیر المومنین شي. د منګل باغ په دې هم تسل و نه‌شو او په پای کې يې د داعش په نامه په شینوارو کې ظهور وکړ، دا چې اوس له کوم برخلیک سره مخامخ دی، دا به هغو ته مالومه وي چې له يوه کلېنره يې موقتي امیرالپښتنین جوړاوه.

له نېکه مرغه هغه لا د جنګونو له بابه فنا شوی نه و چې په کندوز کې ورته جنګل باغ پيدا شو. د دواړو نومونه د يوه شعر د پنځولو له‌پاره داسې همقافیه دي چې لوی لوی کره‌کتونکي پکې سپڼ هم نه‌شي کولای، خو يوه خبره ده او هغه دا چې په جنګل باغ کې تر منګل باغ ډېر قوت شته. جنګل باغ کېدای شي چې د يوې سیمې نوم وي، خو د مانا له پلوه يوه خطرناکه مانا لري. يانې داسې يو باغ، چې باغ خو دی، خو يو ځنګلي باغ دی، چې ځنګل شو؛ نو دا مانا چې له ډېرو خځلو ډک، د تګ راتګ لار پکې نه‌شته او نه ترې د خوشالي له‌پاره څوک ګټه اخیستلای شي، ځکه کېدای شي چې وحشي ځناور هم پکې وي.

د ځنګل باغ بل توپير له منګل باغ سره دا دی چې منګل باغ به په هره جګړه کې تر پايه ډزېده، ډېرې کورنۍ يې تباه کړې، خو منګل باغ بیا داسې کله هم نه کوي، ځنګل باغ کولای شي چې د حملو پر وخت د سترګو په رپ کې ځان پناه او ځان ځنګل باغ ته ورسوي.

هغه په دې اند دی چې اول ځان پسې جهان، ځکه نو د هغه تر تېښتې د دې خبرې هېڅ پروا نه کوي چې وروسته څومره خلک وژل کېږي او څومره دولتي او پوځي موټر ترې مخالفان وړي، خو د نوموړي دا نظریه ده چې له خرپه ترپ ډېر اړین دی. د جنګل باغ له منګل باغ سره بل لوی توپير دا دی چې جنګل باغ يو څه پوځي زده‌کړې هم لري، خو منګل باغ بیا مسلکي انسان نه دی، خو په ډېرې اساني د جنګ له میدانه نه تښتي او تېښته لوی شرم ګڼي، خو جنګل باغ بیا وايي چې د ځان ساتنه تر ټولو اړین فرض دی.

د هغه تر ټولو ډېر د ستاینې وړ کار دا دی چې تر هر ځل تېښتې يې د بیا راښکاره کېدو په برخه کې چورت هم خراب نه وي، پر ټلوېزيون د کراري پر وخت تر ټولو ډېر راښکاره کېږي او وروسته دې ته هم ډېر کلک په تمه وي چې باید د اتلولي يو مډال سره له يوې پوځي رتبې هم ورکړل شي. دولتي چارواکي هم په دې فکر کې شي چې رښتیا هم د جنګل باغ په څېر تورزن د دې هېواد داسې کدر دی چې باید ستاینه يې وشي.

خو عام ولس ته دا هر څه بیا د حیرانۍ او هک پکتیا وړ وي، ځکه له هغوی سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې پخوا به داسې خلکو ته سزا ورکول کېده، خو اوس ستایل کېږي. هغوی ټول په يوه ځای په زړونو کې وايي چې تر ځنګل باغ خو منګل باغ ښه و، لږ تر لږه يې کله لسو کسانو ته يو میل وسله هم نه ده پرې‌ايښې، خو جنګل باغ ورته هر ځل ټانکونه پرېږدي.