11215770_417576581764507_6373006579621365185_n

جنرال صاحب خپه دی – شهرت ننګيال

دا لیکنه لومړی په سرخط ورځپاڼه کې خپره شوې ده 

وايي، امير عبدالرحمان خان يوه ورځ دربار ته په راوتلو له واره ټوکمار ته په غوسه شو چې هسې يې په دربار کې ګونډې وهلې، مفتي ډوډۍ نغاړي، برناحقه يې دغه مقام برمته کړی دی.

ځکه خو يې د سلطان محمود پاچا د لټانو په څېر درباري ټوکمار ټول د ازمايښت پارچې ته کښېنول.

د پاچا صاحب ازمايښت د لټانو استوګنځي ته په اور ورته کولو پيل شو، جعلي يا نقلي لټانو له واره پښې سپکې کړې، خو اصلي هغو د خدای‌پار چيغې وهلې.

په دې کې يوه لټ پر بل غږ کړ چې که د ده له‌پاره هم يوه چيغه پورته کړي، په دې توګه د پاچا صاحب په دربار کې لټ لومړنی مقام خپل کړ.

څنګه چې د امير په دربار کې هم د ټوکمارو شمېر ورځ تر بلې زياتېده، ده هم دغسې يو ازمايښت اړين باله. له همدې ځايه د امير د خپګان نغاره ووهل شوه، د هر درباري پر خوله د امير د خپګان خبرې ګرځېدې.

امير هم بړوس، ځړېدلې شونډې، توره اېشېدلې څېره ناست دی، ټوکمارو ته ناظر د امير حکم ابلاغ کړ.

دوی ته دوه ورځې وخت ورکړل شو، که په دغو دوو ورځو کې يې په خپلو ټوکو او ظرافتونو امير و نه‌شوای خندولای، په توپ کې به والوځول شي.

ټوکمار لګيا شول چې څه يې زده وو، هغه يې د امير پر وړاندې تجربه کړل، خو د امير خوله په خندا چوله نه‌شوه.

د دويمې ورځې په پای کې چې بيا د امير پر شونډو د خندا کومه څپه تېره نه‌شوه، زموږ يو عزيز ټوکمار توکل پر خدای له ځايه پاڅېده، د امير غوږ ته يې خوله ورنږدې کړه، له څه پسپسي سره امير په کړس کړس وخندل.

د ټوکمارو څېرې وغوړېدې، له مرګه وژغورل شول. امير دغه ټوکمار ته وويل چې خپله خبره د ټولو په غوږ کې تکرار کړي.

ده امير ته ويلي وو چې قربان دې شم، څه مو چې زده وو پر هغه مو چې وس رسېده، ستا په مخ کې را پورته کړل، په خدای که د ټوکو او ظرافت په قلمرو کې داسې څه پاتې وي چې موږ ستا په حضور کې نه وي رابرسېره کړي، چې ته خپه يې، نه خاندې، موږ څه وکړو؟ دا راته ووايه چې … و به خاندې که نه…؟

جنرال دوستم هم لکه امير خپه، بلکې غوسه دی، له هغه حکومته خپه او پر هغه حکومت غوسه دی چې دی په‌کې دويم مقام لري.

موږ ويل ده ته به د خپلې خواشيني غوټه پرانيزو، خو ده تر موږ مخکې د خپل خپګان پنډ پرانيست.

ما ويل زه به درته ژاړم
زما تر سر په ژړا تا وکړو پيلونه

جنرال صاحب د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله له وېشه ځان څنډې يا حاشيې ته ګڼي، خو دې ته يې پام نه دی چې د متن ټول دار و مدار پر حاشيه دی. په نورو ټکيو، متن که هر څه دی، حاشيې ته اړ دی.13406987_492041937651304_122277723331619528_n

څه وشول که سفيران يې و نه لرل، يا يې ايله دوه واليان په پچه رسېدلي دي.

وايي، «يکه باش وتکه» جنرال صاحب کله د سر له پاسه سر منلی، که نه رسول پهلوان او جنرال مومن به اوس د ده څنګ ته ناست وو او په وزير اکبر خان مېنه کې خپل بای ملګری نه وای کش کړی.

د ده پر زحمتونو څوک سترګې نه‌شي پټولای، يوازې اوس نه، د کارمل او شوروي له جګړو د ډاکټر نجيب الله او بيا تنظيمي شخړو پورې چې ده څومره زحمتونه ګاللي، هغه خدای ته مالوم دي او موږ هم په خپلو سترګو ليدلي دي.

البته د جنرال صاحب خبرداری د پام وړ دی، دغه خبرداری د ده په خبره، پر هغه اشتبا يا تېروتنه راټول دی چې څنډې ته يې د ده پر ښوويولو خپلې پښې پر سر اړولې دي.

زموږ يوازې پر جنرال صاحب نه، پر هيچا دغسې زحمتونه نه‌شي لورېدای. خدای دې ټول له دغسې زحمتونو وژغوري.

خو دا به د ده ناشکري وي چې له کارمل او شوروي تر ډاکټر نجيب الله، مجددي، رباني، امريکا، کرزي، غني په ټولو کې د ده واک، چوکۍ او مقام کره دي.

په افغانستان کې د هيچا د واک موده په دومره ګڼو حکومتونو او نظامونو کې نه ده غځېدلې.

ده د نړۍ دواړه زبرځواکونه ولوشل، د مجددي، رباني، حکمتيار د ملګرتيا او دښمني د غبرګو تجربو له خونده يې خوله ډکه ده. څلوېښت کاله يې له طالبانو پرته د هر حکومت، نظام او واکمن څنګ ډک کړی دی.

دا هغه نعمت دی چې تر اوسه په افغانستان کې نه، په نړۍ کې هم د چا نه دی په برخه شوی، ځکه خو جنرال صاحب باید د ده په خبره، د خدای ورکړي عزت کفران نه وای کړی.13528751_497744250414406_3469910343277781272_n

له همدې ځايه افغانستان ښايي په ګينز بوک کې د ده د نامه د داخلولو وړانديز راپورته او د جګړې دغه ډاکټر چې د وچو له زوره د لمدو سوځولو کره تجربه ورسره ده، د خپلو خلکو د وياړ په توګه په نړيواله کچه دومره ځلولی وای چې امريکا د بريتانيا له وېزې ورکولو مخ و نه‌شي ګرځولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.