12800256_1136849873006544_3493781333511475845_n

جنرال دوستم له څه ‎کړېږي؟

جنرال له شمالي ټلوالې سره په یوه بده لانجه کښېوتی دی، په دې راز دی او ټلواله پوهېږي، خو یو هم له یوه بل څخه شکایت نه کوي، ځکه چې شکایت د ډارن سړي کار وي او دوی دواړه هڅه کوي، قوي و اوسي.

دوستم په شمال کې له یوه لوی کړاو سره مخ دی، طالب یوه بهانه ده،‌ په شمال کې هم د دوستم لښکرکشۍ د ټلوالې پر ضد او د جنبش د تقویې مانور دی او هم د طالب په نوم پر جنبش بریدونه او تقریباً د نیم شمال ناامنۍ د شمالي ټلوالې دستوري ډرامه ده.

دوستم په دې هم پوهېږي چې د ده پر کاروان برید چا کړی و، ‌خو حال نه وايي، کله طالب او کله امنیت شورا ملامته کړي.

دوستم د بلخ د والي په توګه د عطا د دندې دوام هم قهرولی دی او عطا ته تر دې ښه منصبونه پیشنهاد شول، خو ده و نه منل، ځکه چې عطا هم پوهېږي چې د ده بقا په شمال کې ده،‌ که د ارګ په کوډو کې راحصار شو، بیا به اسماعیل خان شي چې د هرات پر یوه سړک هم قدم نه‌شي وهلای.

دا څووم ځل دی‎ چې جنرال دوستم یو ناڅاپه فاریاب ته لاړ شي، هلته وجنګېږي یا په شکست یا په نسبي توجیه بېرته راستون شي. نه د جنرال په ارګ کې ګذاره شي، نه په فاریاب کې.

چې فاریاب ته لاړ شي، دلته سیاسي میدان د ده له پښو وتښتي او چې کابل ته راشي، فاریاب غوبل شي او د خپلو ملګرو چيغې یې پورته شي.

جنرال له شمالي ټلوالې سره په یوه بده لانجه کښېوتی دی، په دې راز دی او ټلواله پوهېږي، خو یو هم له یوه بل څخه شکایت نه کوي، ځکه چې شکایت د ډارن سړي کار وي او دوی دواړه هڅه کوي، قوي و اوسي.

جنرال دوستم ځکه له غني سره معامله وکړه او د انتخاباتو کمپ یې شریک جوړ کړ چې دا ځل د ټلوالې ځای ونیسي. البته د سیاست د بې‌خونده میراثي معادلې له‌پاره د جنبش کارټ کارول یو لازمي ضرورت و، خو اوس چې د دوی ټیم په ټېلو ټمبو قدرت ته رسېدلی او نیم واک یې د امریکا سفارت وروېشلی، دوستم او ملګري یې هغسې مزې نه‌شي په‌کې کولای چې د ټلوالې زوال د ځان په عروج کې ننداره کړي.

جنرال دوستم څو پلا غوښتنه کړې چې باید مارشال شي. دا د هوښیارو ازبکانو مشوره ده چې دوستم ته یې ورکړې، خو غني غالباً دومره بې‌احتیاطه سړی نه دی، لکه کرزی چې د مارشالۍ لوړ اعزاز د فهیم ماننده بل جنګسالار پر اوږه وټومبي.

دوستم د واک له وېش څخه هم ناراضه دی، د ده نقشه داسې نه وه چې یوازې څلور وزیران دې ولري، د ده نقشه د نیم افغانستان له‌پاره وه، د ده نقشه د نیمې کابینې له‌پاره وه، خو تر دې ټولو هغه مقامونه چې په حکومت کې د ده خوښ‌ وو، ‌پر هغو ټولو ټلوالې او عبدالله عبدالله منګول خښه کړه.

دوستم په شمال کې هم له یوه لوی کړاو سره مخ دی، طالب یوه بهانه ده،‌ په شمال کې هم د دوستم لښکرکشۍ د ټلوالې پر ضد او د جنبش د تقویې مانور دی او هم د طالب په نوم پر جنبش بریدونه او تقریباً د نیم شمال ناامنۍ د شمالي ټلوالې دستوري ډرامه ده.

له کندوزه تر فاریاب، جوزجان او بلخه دوستمیان د ټلوالې له پټو توطیو سره لاس او ګرېوان دي.

دوستم غوښتل په ټول شمال کې ځان تقویه کړي، ځکه ده د کرزي په وخت کې د تجرید ترخه لیدلي وو، نږدې وه چې ازبک وپاشل شي او جنبش له منځه لاړ شي، اوس غواړي له قدرت څخه استفاده وکړي، له مقامه استفاده وکړي او جنبش له احتمالي خطرونو بچ کړي، خو نه یوازې چې دا ارامانونه له ننګونو سره مخ دي، بلکې ټلواله په قوت د ده په نفوذي ساحو کې تخریبي فعالیتونه کوي.

د ټلوالې او جنبش تر منځ مخالفتونه له دې کبله هم سخت شوي چې ټلوالې په لومړي ځل دوستم د خپل احتمالي اینده سیال په توګه په سیاسي میدان کې ولید، د معاونیت میراثي څوکۍ یې د لومړي ځل له‌پاره د دوستم تر کونه لاندې ولیده، نو ځکه هغوی لګیا دي چې دوستم په فاریاب کې مات کړي.

دوستم په دې هم پوهېږي چې د ده پر کاروان برید چا کړی و، ‌خو حال نه وايي، کله طالب او کله امنیت شورا ملامته کړي.

دوستم د بلخ د والي په توګه د عطا د دندې دوام هم قهرولی دی او عطا ته تر دې ښه منصبونه پیشنهاد شول، خو ده و نه منل، ځکه چې عطا هم پوهېږي چې د ده بقا په شمال کې ده،‌ په بلخ کې په اقتدار کې، که د ارګ په کوډو کې راحصار شو، بیا به اسماعیل خان شي چې د هرات پر یوه سړک هم قدم نه‌شي وهلای.

اصلا عطا په بلخ کې د دوستم سیالۍ ته اړولي دي.

اوس دوستم ځان ناراضه نیولی دی‎ او دا نارضایتي ورځ تر بلې ډېرېږي. هغه شمال ته په خپل سر ځي، ‌بیا هلته د لومړي معاون په توګه له اردو او پولیسو غواړي چې په ده پسې شي، د ده قومانده ومني او په فاریاب کې د ده په خطر کې واقع شوی اقتدار ورته وژغوري، خو په فاریاب کې حالات د هلمند، کندوز، روزګان په شان خراب نه دي، جنګونه او دفاع لومړیتوبونه لري، اول باید هلته جګړه وشي او ځواکونه ورشي چې حالات په‌کې ډېر بد دي.

د فاریاب جګړه دوستم ګرمه کړه، ‌کله چې دی هلته لاړ شي، په شخصي عقدو او له جنبشیانو رنځېدلي خلک هم په طالبانو ورګډ شي.

دوی فکر کوي چې دوستم د دوی د ژوند او ژواک پر ضد راغلی دی او باید یې مقابله وشي.

تاسې وګورئ، هر ځل چې دوستم فاریاب ته رسېدلی، طالب پړسېدلی او جنګ خطرناک شوی دی.

وزارت داخله له ټلوالې سره دی، سرحدي پولیس د هغوی تابع دي، اردو خپل جنګي مېکانیزم او لومړیتوبونه لري، نو کله چې دا هر څه د دوستم له فرمایش سره نه تنظیمېږي، هغه قهرېږي او دا قهر بیا په یوه بله بڼه ورڅخه سر وهي، دی چې څه وايي، دا ټوله دنیا اوري او د حکومت اعتبار ته زیان رسوي.

خلک وايي، غني دې دا حکومت ضد غږونه په حکومت کې دننه خاموش کړي، بالا خیر و خیرت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.