13925969_1043568515719390_8623383762893764500_o

جمهور رئیس غني: د افغانستان نوی نسل د سولې، ثبات او هوساینې د رهبرۍ نسل دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې ”د ملګرو ملتونو ورته والي غونډې“ ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان نوی نسل د سولې، ثبات او هوساینې د رهبرۍ نسل دی.

په دغه غونډه کې چې په صدارت ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د هېواد لومړۍ مېرمن، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو هم حضور په کې درلود، جمهور رئیس ځوانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو موجودیت د افغانستان ولس ته دا ډاډ ورکوي چې د ټولنې مطلق اکثریت ( ځوانان او ښځې) دخاورې د رهبري لپاره تیار دي.

جمهور رئیس غني وویل، نن ستاسو هر یوه په څېره کې امید، اراده، همبستګي، همدلي او د ښځې او نارینه په مساوات باور وینم. هغه زیاته کړه، زه په تاسو کې هغه نسل وینم چې افغانستان له نړۍ سره نښلوي او کولای شي په ښه توګه زموږ د عظیمې خاورې او خلکو استازیتوب وکړي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، نن دا مطرح نه ده چې تاسو ملګري ملتونه تمثیلوئ، له ټولو څخه دا مهمه ده چې تاسو د افغانستان راتلونکی تمثیلوئ.
جمهور رئیس د دغې غونډې د جوړونکو نوښت، تمویل او د ټیم تشکیلول وستایل. هغه زیاته کړه، په مملکت کې هیڅ کار له ټيم پرته نه کېږي.

محمد اشرف غني هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو د وېش نه، بلکې د اتصال نسل یئ. ستاسو د هر یوه وینه د عزت، افتخار او ارادې وینه ده او تاسو هغه نسل یئ چې نوره به نفاق ته اجازه ورنه کړئ. تاسو هغه نسل یئ چې نه یوازې په اتحاد بلکې په مساوات باور لرئ.

جمهور رئیس وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان راتلونکی ستاسو په لاسونو کې مصون دی. زه تلونکی جمهور رئیس یم، زما مسوولیت دادی چې افغانستان تاسو ته تسلیم کړم. نن د افغانستان اداره د خدای په فضل ورځ تر بلې ځوانېږي او مسلکي کېږي.

جمهور رئیس غني وویل، د جمعې په ورځ مې د ۳۴ ولایتونو د کرنې د ریاستونو لپاره ۳۸ نوماندرئیسان وارزول، چې ۷۰ سلنه یې ماسټري او دکتور ا لرله. هغه له ځوانانو څخه له دې امله مننه وکړه،چې هر یو د افغانستان په لیرې نقطو کې خدمت ته تیار دی.

محمد اشرف غني د شل تنه نویو تعین شویو ښاروالانو له جملې څخه د اکثریت عمرونه د ۲۸ او ۳۵ کالو تر منځ وبلل او ځوانانو ته په خطاب کې یې وویل، ستاسو د لیدلوري، تعهد او تجربې له برکته به افغانستان دوامداره سولې، ثبات او هوساینې ته ورسېږي.

>

د ولسمشر د ویاند دفتر

دا د ولسمشر د ویندوی له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه ده . چې ټکي په ټکي له تاسو سره شریکه شوې ده. په اړه یې سپیناوی هم د ولسمشر د ویندوی د دفتر کار دی .

د لیکوال ویب پاڼه
د لیکوال ټولې لیکنې