د برید پر مهال خلک له شاپینګ مال او د ښار له واټونو په تېښته وو
د برید پر مهال خلک له شاپینګ مال او د ښار له واټونو په تېښته وو

جرمن چارواکي : د مونشن برید یو ایراني په یوازې سر کړی

جرمني چارواکي وايي ددې هیواد په مونشن ښار کې د جمعې په ماښام هغه بریدګر چې د ګڼې ګوڼې په یو مارکیټ کې یې پر خلکو ډزې وکړې او لږ تر لږه نهه کسان یې ووژل ایراني ټبری المانی و او ښايي په یوازې سره یې دا اقدام ترسره کړی وي.
په ډزوې کې یو ویشت کسان ټپیان شوي دي .

د مونشن د پولیسو مشر هبرتوس اندري رسنیو ته ویلي چې بریدګر د ایران او جرمني دواړو تابیعتونه لرل او وروسته مړ وموندل شو چې ښايي خپله یې ځان وژلی وي .

چارواکي وايي، دا به ډیر وختي وي چې وویل شي ایا دا برید د اسلامپالنې د انګیزې له مخې شوی ترهګر برید وو که بله کومه انګیزه یې لرله . د جرمني چارواکو ویلي دم ګړۍ یې ددې بریدګر او اسلامپالو ډلو ترمنځ کوم تړاو نه دی موندلی .

ټاکل شوې چې د جرمني لومړی وزیره انګیلا میرکل به نن له لوړو پوړو امنیتي چارواکو سره په یوه غونډې کې ددې پېښې په اړه ترلاسه شوي جزییات وڅیړي .

په لومړي سر کې پولیسو ویلي و چې دوی په درې مشکوکو بریدګرو پسې ګرځي او د برید سره د یوې ترهګریزې پېښې په توګه چلن کوي .

خو د شنبې په سهار چارواکو رسنیو ته وویل ، داسې ښکاري چې بریدګر دا برید په یوازې سر کړی دی ، لومړی یې پر یو ریسټورانټ ډزې کړي او وروسته د ګڼې ګوڼې یو شاپینګ مال ته ننوتی دی .

د مونشن د پولیسو مشر وايي ، دوی ددې برید او هغه برید ترمنځ چې اونۍ مخکې د جرمني په جنوب کې یو پناه غوښتونکي پر خلکو د تبر او چړو ګوزارونه وکړل ترمنځ کوم ورته والی نه ویني .

نوموړې وویل تر اوسه دا نه شي ویل کیږي چې د جمعې د ورځې دا حمله تروریستي وه او که کوم خطرناک کس د بلې کومې انګیزې له مخې ترسره کړې ده .

پرون له دې برید وروسته د جرمني د مونشن ښار چې ددې هیواد دریم ستر ښار دی ، په بشپړه توګه د څه وخت لپاره وتړل شو .

د امریکا د استخباراتو د ادارې یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي ، له جرمني شریکانو څخه تر لاسه کړي لومړني معلومات یې ښيي چې دې بریدګر د داعش یا بلې کومې تروریستي ډلې سره اړیکې نه لرلې .

د بریدګر مړی وروسته شاپینګ مال ته څیرمه وموندل شو او داسې ښکاري چې خپله یې ځان وژلی وي .
د بریدګر مړی وروسته شاپینګ مال ته څیرمه وموندل شو او داسې ښکاري چې خپله یې ځان وژلی وي .

 

دا په تیرو اتو ورځو کې د عامو خلکو پر ضد د اروپا په زړه کې دا ډول دریم برید دی . لومړی هغه یې د فرانسې په نیس کې وو چې یو برید ګر د لارۍ موټر په وسیله لسګونه کسان ووژل . ورپسې وروسته په جرمني کې یو پنا غوښتونکي اورګاډي کې پر خلکو د چړو او تبر ګوزارونه وکړل او د جمعې په ورځ دې ایراني په مونشن کې پر خلکو ډزې وکړې . تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې دا ټول بریدونه یو بل سره تړاو لري او که جلا جلا پېښې دي .

د پرون برید د ترسره کونکې مړی همدې شاپینګ مال ته نژدې موندل شوی دی . پولیس وايي نوموړې اتلس کلن دی او تر دې مخه یې پولیس په لټه نه وو .

پولیسو نن سهار په مونشن کې په یو اپارتمان کې د پلټنې عملیات کړي خو دا چې دا ددې مشکوک بریدګر اپارتمان و کنه پولیسو څه نه دي ویلي .

د جرمني پولیسو وايي، د محرمیت د پالیسۍ له مخې دوی د مشکوکو کسانو نومونه ان که ووژل شي هم نه خپروي .

خو ویل کیږي چې بریدګر د یو ټکسي چلونکي زوی و او په یوه مغازه کې یې کار کاوه .

دا شاپینګ مال هغه لوبغالې ته څیرمه پروت دی ، په کومه کې چې د ۱۹۷۲ م کال د المپیک د لوبو پر مهال فلسطیني وسلوالو اسرایلي لوبغاړی لومړی یرغمل کړل او وروسته یې ووژل .