جرمني : کې یو تن چې سینما کې مورچل نیولی و وژل شوی

یو وسلوال کس چې د جرمني فرانکفورت ښار ته نژدې یوې سینما ته ننوتی و د پولیسو په ډزو وژل شوی دی .

د جرمني د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزیر پیټر پیوت د پنجشنبې په ورځ وویل دا کس د پولیسو سره په شخه شولانګه کې وژل شوی .

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو، یو کس چې ټوپک او مهمات ورسره دي فرانکفورت ته نژدې په ویرنیحم ښار کې د سینما یوې ودانۍ ته ننوتی او پر خلکو یې ډزې کړي .

د پولیسو یوې چارواکې کریسټینا کوباس ویلي ، دې کس یو شمیر کسان یرغمل نیولي وو خو هغه په دې اړه کره شمیر ونه ښود.

د نوموړې په وینا په پېښه کې خپل یرغمل نیونکی وژل شوی او نورو کسانو ته زیان نه دی اوښتی .

د کریسټینا په وینا دوی وتوانیدل چې یرغمل نیونکی په نښه او په ډ‌زو له پښو وغورځوي.

د پولیسو دې چارواکي رسنیو ته ویلي چې ددې سړي د بګراوند او انګیزې په اړه معلومات نه لري .

خو په سیمه کې د پولیسو یو بل چارواکي رسنیو ته ویلي دم ګړۍ داسې کومه نښه نښانه نه شته چې وښيي دا سړي دې سخت دریځي اسلامپال و .

د هیسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ویلي دا هم روښانه نه ده چې ایا د مشکو کس سره ټوپک د ريښتیا ټوپک و او کنه . خو د نوموړي په وینا سړی مخ پټی و او ظاهرا د ډزو څلور غږونه اوریدل شوي دي .

ویل کیږي چې پېښه د جرمني په یو توده ورځ ماسپښین مهال شوې او له همدې کبله په سینما کې ګڼه ګوڼه نه وه .

ځینې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي ، د مشکوک کس رواني حالت ورته ګډوډ ښکاریده .
د یادونې وړ ده چې په تیرو میاشتو کې په پاریس او ورپسې بیلجیم کې بریدونو د اروپايي هیوادونو په وګړو کې د سخت دریځو اسلامپالو د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي او رسنۍ یې هر ډول ناببره پېښې تر تحقیق پرته په مسلمانانو پسې تړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.