ویل کیږي چې برید ګر د خپل شا په بکس کې د اوسپنو ټوټي اچول وي چې پولیس ګومان کوي هدف یې د زیاتو تلفاتو رامنځ ته کول وو.
ویل کیږي چې برید ګر د خپل شا په بکس کې د اوسپنو ټوټي اچول وي چې پولیس ګومان کوي هدف یې د زیاتو تلفاتو رامنځ ته کول وو.

جرمني کې یوه اونۍ کې د کډوالو له خوا څلورم برید

یو اوه ویشت کلن سوریايي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه پرون د موسیقۍ د یو فیستوال مخې ته چاودنه وکړه چې خپله په کې ووژل شو .

دا تر یوې اونۍ په کمه موده کې د بهرنیانو په ځانګړې توګه د کډوالو له خوا په جرمني کې څلور برید دی .

جرمني پولیس وايي پېښه د نورنبورګ په جنوب لویدیځ کې پراته د څلوېښت زره نفوس لرونکې ”انس بخ “ ښارګوټي کې شوې ده ، چې بریدکونکی وژل شوی او ۱۲ کسان یې ټپیان کړي دي . د درې ټپیانو وضیعت خراب ښودل شوی دی .

د رویټرز خبري اژانس وايي، دا برید به په جرمني کې د کډوالو خلاف هغه غوسه زیاته کړي چې لا دمخه موجوده ده او ګڼ خلک ددې هیواد د لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د هغې پالیسۍ مخالف دي چې د کډوالو په وړاندې یې دروازې پرانیستي دي .

جرمني ته په تیر کال کې تر یو میلون زیات کډوال ورغلي چې ډیر یې د افغانستان ، عراق او سوریې اتباع دي .

سوریايي برید د موسیقۍ یو فیستوال ته نژدې کړی چې ګڼ خلک په کې راټول شوي وو
سوریايي برید د موسیقۍ یو فیستوال ته نژدې کړی چې ګڼ خلک په کې راټول شوي وو

د جرمني د باوریا د کورنیو چارو وزیر ویلي :

” دا بیخي د نه منلو ده چې یو څوک زموږ هیواد ته راځي ، پناه غواړي او بیا داسې بې ګنا خلک ټپيان کوي چې دلته یې خپل کور دی . “

نوموړې ویلي دا ډول بریدونه زیاتیږي او موږ به د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره هر څه ترسره کړو .

د باوریا ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي، تر اوسه روښانه نه ده چې دا کس چې دوه کاله مخکې جرمني ته راغلی و، یوازې یې ځان واژه او که غوښتل یې نور خلک هم ځان سره ووژني .

نوموړې ویلي دې سړي دوه ځلې مخکې هم د ځان وژنې هڅه کړې وه .

دا په یوه اونۍ کې په جرمني کې څلورم د تاوتریخوالي ډک برید دی چې کډوال یې ترسره کوي .

تر دې مخکې پرون یو بل سوریايي ، په چاړه درې کسان ووهل چې یوه حامله داره ښځه یې ووژله او دوه نور ټپیان شول .

تر هغې مخکې یو ایراني نهه کسان د ګڼې ګوڼې په بازار کې ووژل .

تر دې هم مخکې یو بل تن چې افغان یا پاکستانی و، په اورګاډي کې پر خلکو برید وکړ او پنځه کسان یې سخت ټپیان کړل . نوموړې خپله د پولیسو په ډزو ووژل شو.

ددې ټولو بریدونو انګیزې لا هم سمې روښانه نه دي . خو د جرمني چارواکي وايي په ځینو بریدونو کې د اسلامپالنې انګیزې نه شي رودلی .

369100C700000578-3706063-A_major_police_operation_is_now_underway_at_the_scene_of_the_bla-a-6_1469426262755