2740050819

جرمني کې د اورګاډي بریدګر د داعش د انلاین تبلیغاتو تر اغیز لاندې

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي ، هغه پنا غوښتونکی چې په دې وروستیو کې ددې هیواد په یو اورګاډي کې پر خلکو د تبر او چړو ګوزارونه وکړل ، په یوازې سره دا کار کړی او داسې ښکاري چې د داعش د انلاین تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلی اوسي .

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس مایزیري په برلین کې خبریالانو ته وویل ، له هغو پنځو کسانو څخه چې ددې پنا غوښتونکي په برید کې ټپیان شوي دي ، د دوو تنو وضیعت لا هم خراب دی او دا نه شي ویل کیدای چې دا دوه کسان به ژوندي پاتې شي کنه .

د جرمني د فیډرالي څارنوال دفتر چې د ترهګرۍ دوسیې څیړې؛ ویلي ، دوی ددې برید د څیړنې مسولیت پر غاړه اخیستی ځکه چې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ( داعش ) ددې برید مسولیت منلی دی . دوی وايي په دې اړه څیړنه کوي چې ایا مشکوک بریدګر نور ملګري یا څارونکي لرل او کنه .

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي ، دا تر اوسه روښانه نه ده چې دا ویډیو چې په کې بریدګر د اسلامي دولت سره د خپل ملاتړ یادونه او د بریدونو خبرداری ورکوي کله جوړه شوې خو څیړونکو یې رېښتونولي تایید کړي ده .

دي مایزیري وايي ، که څه هم دا ویډیو د ځانمرګو بریدګرو له خوا دود شویو ویډیو ګانو ته ورته ښکاري خو دوی لا هم دا نه شي ویلي چې دا یو تروریستي برید و او که په رواني لحاظ یو ګډوډ شخص د بلکې کومې روانې او عقديي انګیزې له کبله ترسره کړې دی .

بریدګر چې وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو، په پښتو ژبه خبرې کوې ، خو لهجه یې تر ډیره افغانانو ته نه پاتې کیږي . له دې سره داسې شکونه پیدا شوي چې ښايي بریدګر به د پاکستان استوګن وي چې پښتو یې زده ده او ښايي جرمني کې یې د پناه غوښتنې لپاره خپل هویت بدل کړی اوسي . د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي ، په دې اړه چې ممکن بریدګر پاکستانی اوسي دوی څیړنې کوي او د بریدګر په کوټه کې یې ځینې داسې اسناد موندلي چې د نوموړې پر پاکستانيتوب دلالت کوي.

جرمني کې د فرانسې او بیلجیم په څیر لوی او خونړي بریدونه نه دي شوي . خو د نوي کال په مراسمو کې دغلته د ورغلیو کډوالو له خوا پر ښځو د جنسي تیریو او غلاوو راپورونه خپاره شول .

یوازې په تیر یو نیم کال کې جرمني ته یو نیم میلون کډوال ورغلي چې ډير شمیر یې د سوریې ، عراق او افغانستان دي . دا پېښه کولی شي دې هیواد ته د ورغلیو کډوالو ژوند چې لا د مخه یې په وړاندې مخالفتونه شته نور هم تریخ کړي .

د جرمني د کورنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل ، هیواد یې د داسې سخت دریځو د بریدونو له خطر سره مخ دی چې په یوازې سره عمل کوي . خو نوموړي زیاته کړه دوی چې کله هم د ترهګرۍ سره دغلته د ورغلیو کډوالو د اړیکو په اړه راپورونه تر لاسه کړي ، تل تر څیړنې وروسته دروغ ختلي . خو د دي مایزیري په وینا لا هم داسې معلومات شته چې دوی یې په دې هیواد کې د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره څیړي .

نوموړې وویل ” څوک دا نه شي ویلي چې د ترهګرۍ او کډوالو تر منځ اړیکه نشته خو که چیرې هیڅ کډوال هم جرمني کې ونه اوسي ، دترهګرو بریدونو خطر به همداسې زیات وي . “