دیدار رییس اجراییه با سناتور جان مکین ۸

جان مکین وايي له پاکستان څخه یې غوښتي چې د ترهګرو په وړاندې پریکنده اقدامات وکړي

د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر جان مکین چې د یو هییت په مشرۍ اسلام اباد ته له سفر وروسته کابل ته تللی وايي په اسلام اباد کې یې پاکستاني چارواکو سره د تروریزم پر ضد د مبارزې او پرېکنده اقداماتو په اړه خبري کړي دي.

ښاغلي مکین چې د دوشنبې په ورځ یې د افغان حکومت له اجرایه ریس عبدالله سره وکتل ټینګار کړی ، چي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ښه فرصت ایجاد شوی او اړتیا ده، چي له دې فرصت څخه د ګډ کار لپاره استفاده وشي.

نوموړي همداراز یادونه وکړه، چي د حقاني د ترورستي شبکې پر ضد یې د غوڅو او واضحو اقداماتو په اړه له پاکستاني لوري سره خبري کړي او له هغوی یې غوښتي چي، په دې اړه عملي ګامونه پورته کړي.

د اجرایه ریاست یو خبر پاڼه وايي ، د جان مکین په مشرۍ د امریکايي سناتورانو دې پلاوي له ډاکتر عبدالله سره په ننۍ لیدنه کي همداراز وویل، تروریزم تر هغو له منځه نه ځي، تر څو چي یې پټن ځایونه او امن خوني له منځه نه وي تللي ځکه نو، اړتیا ده، چي لومړی د امن ځایونو د ورانۍ لپاره اساسي ګامونه پورته شي .
له جان مکین سره په دغه پلاوي کي سناتورانو لینزي ګراهام، جو ډونلي او بین ساسي هم ملګري دي . دوی تېره ورځ له پاکستاني مقاماتو سره تر لېدني وروسته افغانسان ته تللي .

خبر پاڼه وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکايي سناتورانو له یاد ګروپ سره په لیدنه کې هغوی ته ویلي ، چې افغانستان په تېره یوه لسیزه کي خورا ډېر پرمختګونه کړي خو، د پرمختګونو تر څنګ له ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دی .
نوموړې په دې برخه کې اساسي ستونزه د ترهګرو بریدونه یاده کړې چې د عبدالله په وینا تنظیم او تمویل یې له افغانستان دباندي کيږي.

هغه زیاته کړه، چي افغانان او په افغانستان کي مېشت امریکايي سرتیري د هغه تروریزم قرباني دي، چي ريښې یې په بیرون کي دي او دا مشکل هغه وخت له منځه ځي، چي رېښي یې وچي شي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه چي، تروریزم د افغانستان ترڅنګ د سیمي او نړۍ لپاره لوی خطر دی او ضروري ده، چي د تروریزم پر ضد د مؤثري مبارزې لپاره دوه مخیز سیاست او د ښه او بد ترورست ترمنځ توپیر له منځه ولاړ سي.

ډاکتر عبدالله دې امریکايي پلاوی ته ویلي له تروریزم څخه ملاتړ نه کول د همکاریو لومړی او د ترورستي ډلو پر ضد د عملي قدمونو پورته کول دوهم پړاو دی .

نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې برخه کي یې خپل صداقت په تېر کي هم په ډاګه کړی دی، خو په خبره یې، چي دا اړیکي باید د متقابل احترام پر اساس بنا وي.دیدار رییس اجراییه با جان مکین۳_n

د جان مکین په مشرۍ د امریکايي سناتورانو دې پلاوي ته په اسلام اباد کې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو وویل دوی د ترهګرۍ پر ضد په سخته مبارزه بوخت دي . له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او د سولې په بهیر کې همکاري کوي . پاکستاني پوځ دا سناتوران شمالي وزیرستان کې د میرانشا یوې پوځې اډې ته وروستل چیرې یې چې دوی ته هلته په عملیاتو کې هغه څه چې پاکستاني پوځ یې خپلې بریاووې بولې وښودلې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.