تیرو درې ورځو کې پاکستاني پولیسو ۳۴۰ افغانان نیولې دي

پاکستاني پولیسو په دې ورځو کې یو ځل بیا د افغانانو ځورولو ته زور ورکړی او د پاکستاني رسنیو په وینا یې په تیرو درې ورځو کې یوازې په پېښور کې ۳۴۰ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرو په تور بندیان کړي دي .

د پېښور د پولیسو یو چارواکي عباس مجید ویلي ، د ایالتي چارواکو د امر سره سم پولیسو په پېښور کې د ناقانونه افغانانو پر ضد پراخ عملیات کړي او ګڼ شمیر له دوی څخه یې نیولي دي .

د پاکستاني پولیسو ددې چارواکي په وینا په دې څو ورځو کې یې د پېښور او خوا شا سیمو څخه درې سوه څلویښت هغه افغانان نیولي چې په پاکستان کې د پاتې کیدو قانوني اسناد یې نه لرل .

د پولیسو دې چارواکي ویلي د افغانانو پر ضد به دا عملیات تر هغې دوام وکړي څو ټول پېښور له هغو افغانانو تش شي چې د پاکستاني چارواکو په وینا دغلته د استوګنې اسناد نه لري او د پولیسو په وینا امنیت ته یې لوی خطر پېښ کړی دی.

د پاکستان پولیس ناقانونه افغانان په داسې حال کې امنیت ته خطر بولي چې اونۍ وړاندې یو پخواني پاکستاني ډیپلومات ویلي و ، په پاکستان کې په شویو ترهګرو بریدونو کې له سلو له ی و څخه هم په کمو کې د افغانانو لاس لرل لیدل شوي . په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شا مومند په یوه لیکنه کې د پولیسو دا ډول چلند غندلي او ویلي یې وو په پاکستان کې ترسره شوي ډیر بریدونه دننه په پاکستان کې او د پاکستانیانو له خوا شوې دي .

دا په داسې حال کې ده چې په تورخم کې هم اوس پاکستانې ملیشې هغو افغانانو ته له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکوي چې پاکستانۍ ویزه او پاسپورټ ونه لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.