Torkham-border-gate

تورخم یوازې د ویزه لرونکو تګ راتګ ته پرانیستل شوی

د تورخم ځنځیر د شنبې په ورځ تر یوې اونۍ بندیدو وروسته بیرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شو . دغلته تیره اونۍ د پاکستاني لورې له خوا د یوې لانجمنې دروازې جوړول د دواړو خواوو د پوله ساتو ترمنځ د جګړې سبب شوه چې درې ورځې یې دوام وکړ.

افغان چارواکو په دې جګړه کې د خپلو درې سرتیرو د وژل کیدو او پاکستاني لورې د یو جګړن د مرګ خبر تایید کړی دی .

افغانستان چې د ډیورنډ کرښه یې د ۱۹۸۳ کال راهیسې په رسمیت نه ده منلې پر دې کرښه دې پاکستان ورستیو ودانیزو چارو غوسه کړی دی .

د شنبې په ورځ دواړو لور تایید کړه چې د تورخم دروازه د دواړوو خواوو ترمنځ یو توافق ته تر رسیدو وروسته بیرته پرانیستل شوې .

اوس ویل کیږي چې دواړو خواوو ته د بندو پاتې زرګونو کسانو څخه د ننګرهار د چارواکو په وینا یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده چې قانوني اسناد (ویزه او پاسپورټ ) ولري .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وايي چې د تورخم د بیا پرانیستي لپاره په مرکزي او سیمه ایزه کچه خبرې شوې دي .

عیني شاهدانو ویلي چې دواړو لورو اوس له پولې اضافي ځواکونه چې دغلته یې راټول کړي وو په شا کړي .

پاکستان وايي د تورخم په شمول د افغانستان سره په کرښه د دروازو جوړولو پریکړه به عملي کوي .

که څه هم نن د تورخم دروازه پرانیستل شوه ، خو دغلته د پاکستاني لورې له خوا له ویزې پرته تګ راتګ ته اجازه نه ورکول او د دروازې پر جوړولو ټینګار اوس هم هغه مسله ده چې افغانان پرې غوسه دي او هر وخت د کړکیچ د زیاتیدو سبب کیدای شي .

د تورخم له لارې پر عامو خلکو سربیره هره اونۍ زرګونه باروړونکې لارې هم تیریږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې یوه مهمه لار ګڼل کیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.