922576_489517854435674_2002249740_o

تش کلي او ډک ښارونه ګڼې اقتصادي ستونزې زېږولى شي

په ښارونو کې په بې ساري ډول د نفوس زياتوالى سبب شوى چې له يوه لوري کرنې ته پام لږ شي او له بل لوري په ښارونو کې د بې کارۍ کچه لوړه کړي. د اقتصادي چارو شنونکي وايي که ښارونو ته د خلکو لېږد په همدې ډول دوام وکړي او په کليو کې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته نه شي، خلک له فقر او غربت سره مخ او د وګړو کلنى عايد راټيټيږي.

د دوى په باور حکومت په کلي او ښار دواړو کې د مناسبو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلى.
په داسې حال کې چې په کليو او بانډو کې نا امنۍ او نورو ستونزو ډېرى افغانان په ښارونو کې ژوند ته اړ کړي د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په ښارونو کې د نفوس بې بيسارى زياتوالى په اوږدمهال کې افغان اقتصاد زيانموالى شي.

د دوى په باور تش کلي او ډک ښارونه د دې لامل کېږي چې له اقتصادي عواملو نه په سمه ګټه پورته نه شي او په دواړو ځايونو کې ټولنه زيانمنه شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حميدالله فاروقي وايي سره له دې چې ښارونو ته د خلکو راتګ يو طبعي بهير دى، خو که په اوسنۍ بڼه پاتې شي او خلکو ته وړ کاري فرصتونو رامنځته شي، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې زېږولى شي.
د ده په باور په اوسنۍ کچه ښارونو ته د مهاجرتونو دوام او په ښارونو کې له خلکو نه د توليد په برخه کې د کار نه اخيستنه به خلک له فقر او غربت سره د مخ کېدو ترڅنګ د وکړو کلني عوايد هم راټيټ کړي.

د فاروق په وينا دغه چاره سبب کېږي، چې د ناخالص کورني توليد کچه راټيټه او د خلکو د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

دى وايي په ښار او لرې پرتو سيمو کې د نفوسو نا متوازن حالت په دواړو سيمو کې له ظرفيتونو نه د ګټې اخيستنې مخه نيسي او دا حالت په اجتماع کې نورو ستونزو ته لار هواروي.

ښارونو ته د خلک په راتګ سره د افغان اقتصاد تر ټولو لوى بنسټ زراعت له ستونزو سره مخ کېږي.

افغانستان چې يو زراعتي هېواد ګڼل کېږي او نا کره شمېرې ښيي چې د وګړو ٨٠ سلنه يې يو وخت پر کرنه بوخته وه او کرنه هم تر ډېره په کليو او بانډو کې کېږي، نو ښارونو ته د خلکو مهاجرتونه دغه سکټور له ماتې سره مخ کولى شي.
خو د کابل پوهنتون استاد فاروقي وايي افغان زراعت اقتصادي نه دى او د کليو او بانډو د خلکو اقتصادي ستونزې نه شي حل کولى.

دى وايي ښاورنو ته د هيوادوالو مخه د مجبوريت له کبله ده او په کليو او لرې پرتو سيمو کې حکومت په دا تېرو کلونو منظمه اقتصادي برنامه نه درلوده او د دې حالات دوام ممکن په راتلونکي کې ډېرې ستونزې راولاړي کړي.

نوموړي وويل چې د کار موندنې په موخه کليوال ښارونو ته مخه کوي او له بده مرغه په ښارونو کې کاري فرصتونو دومره نه دي چې ټول جذب شي نو په ښارونو کې د بېکارۍ کچه لوړيږي او ورسره جوخت د جرمونو کچه هم لوړېداى شي.
فاروقي پر حکومت غږ وکړ چې په ښارونو او لرې پرتو سيمو کې بايد بنسټيزې پروژې پلې کړي چې له يوې خوا خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته او له بلې خوا د افغان اقتصاد غوړيدني ته لار هواره شي.

کارپوهان په دې باور دي چې حکومت بايد په ښارونو کې د ثقيله او خفيفه صنايعو د ايجاد او پراختيا لپاره خصوصي سکتور ته اسانتياوې برابرې کړي او همدارنګه په کليو کې د زراعتي سکتور ودې ته پام واړوي چې هم به مو خلکو ته دندې موندلي وي او هم به مو زراعتي اړتياوې پوره شي.

بلخوا خلک وايي د مجبوريت له مخې يې د کار لپاره ښارونو ته مخه کړې ده. د کابل د ميرويس ميدان پر چوک يو تن چې له وردګو ولايت نه د کار په تمه راغلى وايي د سختې مجبورۍ له کبله يې خپله کورنۍ پرې اېښې، ترڅو يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

د محمدهاشم په نوم دغه کس وايي له څو ورځو را پديخوا د کار په موخه چوک ته راځي، خو ډېر لږ داسې پېښيږي چې څوک دوى د کار لپاره بوځي.
ده زياته کړه په خپله سيمه کي يې ځمکه د اوبو د منظم سيستم د نه شتون له کبله شاړه پرته ده او دى توان نه لري، ترڅو د تيلو په مرسته خپلې کروندې خړوبې کړي.

د کابل او ا فغانستان نورو ښارونو کې د بيکارۍ کچه ورځ تر بلې مخ په لوړېدو ده او د کورونو نه شتون بله هغه ستونزه ده چې کرايي ورسره لوړي شوي.
د کارپوهانو په وينا حکومت بايد د ښار نه بهر کاري فرصتونه ايجاد کړي ترڅو خلک لري پرتو سيمو ته زړه ښه کړي او دا کار په هغو سيمو کې د فابريکو رغولو، سړکونو جوړولو او د زراعتي سکتور په پياوړي کېدو سره ممکن دى.
کارپوهان خبردارى ورکوي که چېرې په ښارونو او کليو کې د نفوس ترمنځ توازن رامنځته نه شي د حکومت او خلکو لپاره به په يو ستر سرخوږي واوړي او سملاسي مهار کېدل به يې هم د حکومت له وسې وتلې خبره وي.

په ښارونو کې د نفوس د زياتوالي په اړه د افغان شنونکو دغه اندېښنه په داسې حال کې ده چې نړيوال بانک په دې وروستيو کې د يوې سروې په ترڅ کې ويلي و چې ښارونو ته د خلک راتګ د هغوى ژوند ښه کړى دى.

خو شنونکي وايي په نورو هېوادون کې ممکن تجربه داسې وي، خو په افغانستان کې د خلکو لپاره په ښارونو کې وړ کاري فرصتونه نه دي رامنځته شوي، له دې امله دغه ډول لېږد د خلکو اقتصاد ته د ګټې پر ځاى زيان اړولى شي.