14947514_156438421489675_5277197483369665918_n

تداوم تداوم او د څه شي؟ ازمون

لیکوال : لال پاچا ازمون

له تحوله به راتېر شو تداوم ته به راشو، تداوم یعنې څه؟ اوس یې درته وایم:
۱۳۸۵ کال و، د هسکې مینۍ ولسوالۍ د کمالې په سیمه کې پر یوې ورا بنګنې درون بم خطا کړ، په ورا کې زیاتره ښځې او ماشومان وو، د ناوې په ګډون لسګونه کسان په دې پېښه کې شهیدان شول، ناوې او زلمی او دواړه شهیدان شول، دا داسې یوه تراژيدي وه چې دنیا یې هم وخوځوله.

له کابل نه ددې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی و. زه، اصف شینواری، ببرک میاخیل او مولوي عبدالعزیز خیرخواه په ګډه د پېښې ځای ته لاړو، کماله یوه غرنۍ سیمه ده چې د سپین غره په لمنه کې پرته ده، د نښترو، نمنځو او څېړیو شور پرې لګي، واړه واړه قبرونه جوړ شوي وو، چې زیاتره پکې د پېښې دقربانیانو غوښې راټولې شوې وې، موږ ټولو په ګډه په هغه ځای کې سوې چپلکې، د واده رنګین په وینو سره دسمالونه او د ماشومانو شلیدلي بوټان شیندلي پراته وو. موږ دا ټول راټول کړل او د واده په رنګین دسمال کې مو غوټه کړل، ټولو ژړل، کله چې د غونډې ځای ته راغلو، نو یوه تن پلاوی ته کنځلي کولې خو د سیمې مشرانو نه پرېښوده، د سیمې یو عمرخوړلی ملا جګ شو، پلاوی یې مخاطب کړ او ورته ویې ویل:

”دا غوټه کرزي ته یوسئ، ورته ووایئ، په دې غوټه کې د هغې ناوې څپلکې دي چې تاته یې رایه درکړه، نن څپلکې شته خو تنه نشته، نن هغه ماشوم نشته خو سوې څپلۍ یې شته، نو ستا پاچاهي همدا ده، ته یې همدې ته انتخاب کړی وې چې پردوی بمونه وغورځوې، ته هم دې ته پاچا شوی یې چې خلک مړه کړې، تر ده به لویه بدبختي بله کومه وي چې ته دې په خپل ملت باندې بمبار وکړې، دا تحفه واخله، دا د واده نکریزې درواخله، دا پاچاهي دې ستا مبارک وي. “

د ملا خبرې او لفظونو په خلکو دومره اغیز وکړ، چې په سترګو کې اوښکې نه تمیدې.

پلاوي به ضرور ولسمشر کرزي ته دا خبرې را رسولې وي، هغه دې ته اړ شو، چې هسکې مینې ته لاړ شي، فاتحه واخلي، هغه د فاتحې په مراسمو کې د سیمې خلکوسره خپله همرازي وښوده او د ځينو پروژو د تطبیق امر یې ورکړ چې په هغوی کې سرک، روغتون او … شامل وو.

دا وخت نو ما امریکا غږ اشنا راډیو سره کار کاوه، د تراژيدۍ ډک یو رپوټ مې جوړ کړی و، ډيرو خلکو راته د رپوټ مبارکي راکړه او ستاینه یې کوله، خو زما منلي استاد محمد اصف صمیم راته وویل: راځه له دې راډيو تېر شه، استعفا ورکړه. ما د استاد خبرې ته لبیک وایه، خو یو شمیر نورو دوستانو راته وویل چې ته له دې راډیو ډېره ګټه اخیستی شې، دا کار مه کوه.

ځان راته ډېر بد ښکارېده، ما ویل ته ګوره هلته په ولس بم وریږي او زه دلته دوی ته کار کوم، ته لا دا ګوره په همدې غونډه کې چې د امریکایانو پر ضد مرګ ویل شوی و، ما ریکارډ کړی و، په ریپورټ کې همدا د مرده باد شعار خپور شوی و، راډیو والا هم راته اخطار راکړ، خبره مې دې پورې کوله چې ولسمشر کرزي خپل ژور تاثر وښوده تر دې چې په ښکاره یې د امریکایانو په وړاندې یو دریځ ونیوه، ښه داسې پېښې هم تکرار شوې، خو دا دی له امریکا سره نوی تړون امضا شو، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دا تړون ښاغلي اتمر لاسلیک کړ، کرزي ځکه نه لاسلیکاوه، چې ویل یې امریکا دې لومړی په افغانستان کې د سولې تضمین وکړي، خو ولسمشر غني د واک په دویمه ورځ دا تړون لاسلیک کړ، ده ویل په لاسلیکولو کې یې ددې هیواد خیر دی، خیر دا شو چې بمبارۍ بیا پیل شوې، کرزي پر امریکایانو فشار راوړ چې نور له بمباریو لاس واخلي. له امریکایانو سره دکرزي ظاهري مخالفت اوس هم روان دی.

یو کال مخکې د ناټو ړندو بمباریو کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون بمبار کړ
یو کال مخکې د ناټو ړندو بمباریو کندز کې د بې پولې ډاکترانو روغتون بمبار کړ

دا وروستۍ پېښې به یادې کړو، د اچین په سیمه کې پر یو کور بم وغورځول شو، ګڼ شمیر خلک یې په خپلو وینو کې ولمبول. دولت دعوه کوله چې داعشیان یې وژلي دي، خو د سیمې خلک ولایت ته سرې سترګې راغلل او ویل یې تاسو خو موږ ووژلو، بیګناه خلک مو شهیدان کړل.

د یوه یوه شهید نوم یې اخیسته، دولتي چارواکیو پرې سترګې پټولې او وژل شوي یې مخالفین بلل خو ولسي خلکو دسند په وړاندې کولو سره وژل شوي کسان ولسي خلک بلل، په دې پېښه کې هم زیاتره ماشومان شهیدان شوي وو، د اچین پوښتنه ونه شوه، دا پېښه بابیزه وګڼل شوه، هېڅ درک ونه لګېد، ما هم دخپل مسوولیت له مخې ولسمشر ته په لیکلې بڼه د اچین دپیښې راپور وکړ، دا دی په اچین پسې د کندوز پېښه رامنځته شوه، دلته هم بمبار کې زیاتره ماشومان شهیدان شول، د دولت وسله وال مخالفین له ولسي خلکو نه د سپر په توګه کار اخلي او دولت پرې بم غورځوي، دواړه لوري ولس وژنی، که د اچین د پېښې پوښتنه شوې وای او هغه پېښه سپینه شوې وای؛ نو یقینی خبره ده چې کندز پېښه به نه رامنځته کېدای، نو اوس د پېښو تداوم تدام رامنځته شو.

بدلون ورک دی، تداوم جریان لري. تداوم هم د همداسې پېښو، تداوم د خلکو وینه تویول دي او د پېښو زیاتېدل دي. ما د کندز د ماشومانو په حال وژړل، نور مې وس نه کېده یو څو کرښې مې پرې ولیکلې، ځينو یارانو راته زنګونه ووهل چې ته ددې نظام مامور یې ته ولې دا شیان لیکې؟

زما ځواب دا و چې حکومت له خلکو جوړ دی، دا نظام د خلکو په رایه رامنځته شوی دی، موږ چې دلته ناست یو دا ددې خلکو برکت دی، حکومت باید خلکو ته هغه زموږ د کمپاین د مهال شعارونه تطبیق کړي ویل به مو : ( نوی بدلون راځي) تحول یا بدلون دا دی چې د خلکو په دسترخوان به ډوډۍ پیدا کیږي، د تعلیم کچه به لوړیږي، خلک به سوکاله ژوند ته راوبلل شي، سوکالي به وي رڼایي به وي او همدا شیان به دوام پيدا کوي، له بدلون سره تداوم نښتی و، اوس به هغو خلکو ته موږ څه وایو؟ هغوی به راته وایي چې ستاسې تحول همدا و؟ چې موږ رایې درکړې تاسې پاچایان شوئ، زموږ په رایو واک ته ورسیدئ، موږ سرونه په لاسو کې ونیول د رایو صندقونو ته لاړو، ستاسو په شعارونو مو باور وکړ، تاسو ددې پر ځای چې شعارونو ته د عمل جامه ور واغوندئ، په موږ مو بمونه وغورځول، نو تحول همدا و؟

او تداوم خو دا دی دوام لري. نو پرته له دې چې موږ پر ځان لعنت ووایو دې ولس ته بل ځواب نه لرو، حکومت حکومت دی، موږ داعش طالب او حکومت سره باید برابر ونه ګڼو، طالب ته اوس حکومت له دریځه د مرور خطاب کیږي، د سولې دروازه یې ورته پرانستې ده او پر دغه بهیر لګښت کوي، که دا یوه وړه ډله وای نو حکومت به د سولې لپاره دومره چیغې نه وهلی، داعش د حکومت بله مخالفه ډله ده، حکومت هیڅ وخت باید ځان ددې دواړو ډلو سره سیال ونه بولي، حکومت باید په خپلو خلکو بم ونه غورځوي او که دا کار کوي، نو بیا باید دې دسولې دروازه وتړي.

14925255_961322300679261_4626413342670009495_n

ښه خبره داده چې ددغو مخالفینو چینې وچې کړي، ځکه دا وسلې او پیسې مخالفینو له کومه کړې؟ جنګ درون قیمت لري، دولت چې هر څه ورسره دي ددوی په مقابله کې ستړی دی، او اوس زیاتره سیمې دمخالفینو تر ګواښونو او سیوري لاندې دي. نو دا کیسه راته څه ورانه غوندې ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.