ولسوالی-درقد-تخار

تخار د ښکرورو تر غوبل لاندې بدې ورځې تېروي

د تخار ولايت پر مرکز سربېره، په شپږو ولسواليو کې د نامسوولو وسله‌والو راج او باج خلک د سيمې پرېښودو ته اړ کړي. دغه ډلې او بانډونه له ځمک‌والو په زور د حاصلاتو ونډه اخلي، خپل منځي نښتې کوي، په تښتونو، قاچاق، شوکو او غلاوو کې لاس لري.

دغه ناقانونه وسله‌وال ټول په جمعيت او جنبش ډلو پورې تړلي دي، د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پيرمقل، په درقد، خواجه بهاوالدين او ځينو نورو سيمو کې حاجي کبيري او ملک ستار هغه مشهور قومندانان دي چې هرڅه يې د ځان لپاره رواګرځولي دي.

ځايي خلک وايي، د دغو زورورو تر شا د محلي ادارې او يا هم په مرکز کې د لويو کړيو لاسونه دي، ان دوی اوس په دومره خطرناکو انسانانو بدل شوي چې د مخنيوي له‌پاره يې څوک سپڼ نه شي ايستلای.

تخار ولايت د اور په کرښه بدل شوی دی، خو دا ځل د طالب اورپکو د ناتار له امله نه، بلکې د ځايي زورورو، نامسوولو وسله‌والو، د نشه‌يي توکيو د مافيا، د جنايي جرمونو د سرلارو او پخوانيو جنګي قومندانانو له لاسه.

دغه ولايت نږدې کال مخکې کله چې پر کندوز د طالب اورپکو له لوري بريد وشو، د ځايي نامسوولو وسله‌والو د فعاليتونو او مانورو ډګر وګرځېده.

هغه وخت محلي ادارې او په واک کې دخيلو کړيو د ملي پوځ او امنيتي ځواکونو پر ځای دا ډلې ټپلې او پخواني وسله‌وال راپورته کړل چې د طالب ياغيانو پر وړاندې وجنګېږي او د تخار د احتمالي سقوط مخه ونيسي، خو اوس د دې نامسوولو فعاليتونو بل رنګ غوره کړی دی. ولايت د جمبشي او جمعيتي اورپکو د ورانکاريو په مرکز اوښتی دی.

ځايي خلک وايي، نامسوول وسله‌وال په مختلفو بانډونو پورې تړلي دي، دوی په جنايي جرمونو ککړ دي، خپلمنځي نښتې کوي، ځايي خلک ځوروي، تښتوي، شته او مالونه يې لوټي.
دغه نامسوول وسله‌وال د نشه‌يي توکيو او وسلو په قاچاق کې هم لوی لاس لري.

ځايي مشران وايي، د کوکچې د څنډو په شپږو ولسواليو درقد، خوجه غار، دشته قله، ينګي قلعه، خواجه بهاوالدين او نورو ولسواليو کې زيات فعاليتونه کوي، خو تر اوسه يې پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی شوی.
دوی پرېمانه پرمختللې وسلې لري.

“په دغه ولايت کې د وسلو کمښت نه‌شته، په اسانۍ سره ترلاسه کېدای شي، دلته د وسلو کاروبار کومه پټه خبره نه ده.”

نامسوول وسله‌وال عشر او زکات ټولوي، په روان کال کې يې هم له خلکو د غنمو د حاصلاتو عشر ټول کړی دی.

“داسې هم شوي چې که کوم څوک د دوی له امره سرغړونه وکړي، نو ځورول کېږي، ډېری کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ايستل شوي چې ښه بېلګه يې په خواجه غار کې هغه بزګران دي چې يو ځل طالبانو ترې عشر وړی، خو بل ځل نامسوولو وسله‌والو، خپله بزګرانو ته هيڅ نه دي ور پرې ايښي.”

د نامسوولو وسله‌والو فعاليتونه په مرکز کې هم پراخ دي، دوی په جنايي پېښو کې لاس لري، دلته تښتونې کېږي، د خلکو مالونه لوټل کېږي.

په ولايت کې ځينې پخواني خطرناک کسان دي، هر قومندان تر ۱۰۰۰ زیات کسان پر ځان راټول کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، حکومت د طالب د شر دفعه کولو له‌پاره پر ولس داسې بلا مسلطه کړې چې اوس د دوی له‌پاره هم په سرخوږي بدل شوي، د مخنيوي له‌پاره يې زور نه پرې رسېږي.

“هغه وخت هم اندېښنې وې چې کله نامسوولو وسله‌والو ته د طالبانو پر وړاندې د راپورته کېدو اجازه ورکړل شوه، ملاتړ يې وشو، امکانات ورته برابر شول.”

ځايي خبريالان او د مدني ټولنو غړي وايي، د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د پيرمقل په نوم قومندان چې په تېره دوره کې د پارلمان غړی هم و، دی تر ۱۰۰۰ ډېر وسله‌وال لري.

د ده کسانو د تخار د ولايتي شورا يو غړی هم وواژه، د ده کسان په نورو وژنو او جنايي پېښو کې هم لاس لري، دا يو خطرناک بانډ دی، تر شا يې لوی لاسونه دي، نو ځکه خو يې مخنيوی سخت دی.

د درقد او خواجه بهاوالدين اوسېدونکي بيا په دغو ولسواليو کې د حاجي کبيري په نوم د يوه پخواني قومندان نوم اخلي چې واک يې خلک سخت ستومانه کړي دي.

دی هم ډېر وسله‌وال لري، په غيرمستقيم ډول يې محلي اداره هم له کړنو سر ټکوي.

دی په قاچاق او ناامنيو کې پوره ښکېل دی، ان ځايي خلک وايي، دی طالب اورپکيو ته وسلې ورکوي، ترڅو وکولای شي، په اسانۍ سره خپل قاچاق وکړي.

“په خواجه بهاوالدين او ورڅېرمه ولسواليو کې ملک ستار واک چلوي. دی هم ګڼ شمېر ناقانونه وسله‌وال لري، يو وخت امنيه قومندان پاتې شوی، سپکې او درنې وسلې يې خوندي کړې، اوس يې پر خپلو کسانو وېشي او خپلې ګټې پرې خوندي کوي.”

د دې زورواکانو ملاتړ په خورا لوړه کچه دی، د تخار د مسوولينو زور هم پرې نه رسېږي او له بل لوري مسوولين هم په دې باور دي چې دغه نامسوول وسله‌وال به د جګړې په سختو حالاتو کې په درد ورشي او ځينې ګټې يې هم سره شريکې دي.

له بل لوري محلي چارواکي په بې‌غورۍ او د څوکيو په ساتلو تورنېږي چې پر ګڼو جنايي پېښو پرده غوړوي، دا ځکه چې د ولايتي چارواکو د بدنامي اوازه لاړه نه شي او له دندو يې د ګوښه کېدو پرېکړه و نه شي.

له پرله پسې هڅو سره سره د تخار ولايت د مسوولينو په نظر اخيستلو بريالي نه شوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.