45816122

بې کوري، اوسنۍ عصري کډوالي!

پوره ۱۲ کاله کیږي، چې د کور اخستلو په لټه کې یم. په ۱۳۸۲ کال کې په احمدشاه بابا مېنه کې یوه نومره په شپږ لکه کلدارې ورکول کېده، خو هغه مهال زما معاش یوازې ۱۰۰ ډالره و. ډېرو خلکو کورونه واخيستل خو زه لاهم بې کوره ګرځم. څومره مې، چې تنخواه ډیریږي د کورونو کرایې او د ځمکو بیې هم لوړیږي. له ۱۲ کلونو وروسته اوس دې پایلې ته ورسېدم، چې د معاش په پیسو کور نه اخستل کیږي.

خو ایا دغه پرېکړه او قضاوت پرځای دی؟ زه باید کېنم، چې کورونه ارزانه شي او بیا یې واخلم؟ یا منتظر پاتې شم، چې حکومت کورونه جوړوي؟ خو، زه چې دولتي مامور نه یم، نو څوک به په دې نویو ښارګوټو کې ارزانبیه کور راکوي؟ زه خو لا اوس هم اورم، چې د جګپوړو ودانیو پر وروستیو پوړونو ، چې د جامو مینځلو او دا راز نورو چارو لپاره ځانګړي شوي، جګپوړي چارواکي خېټې اچوي او په شنه زور کورونه پرې جوړوي.

بانکونه هم د کورونو لپاره پیسې نه ورکوي او که څوک پیسې هم ورکوي، په داسې شرایطو دي، چې سړی له کور اخستلو پښیمانه کوي.

څه وشي، چې خلک له بې کورۍ خلاص شي؟

په ۲۰۱۴ کال کې داسې اټکل و، چې د کورونو بیې او کرایې به ولویږي. موږ هم ددې متل په مصداق، چې ((داسې شر پېښ کړې، چې زموږ پکې خیر وي)) منتظر وو، چې کورونه به ارزانیږي، خو ترې را وروسته وضع لا پېچلې شوه، ځکه خلک په کورونو کې خپلې پانګې نه بندوي، په ګروۍ هم کورونه نه اخلي، ځمکې ارزانه شوې، خو څوک یې د پخوا په څېر نه اخلي، ولې له دې ټولو مهم څیز کرایې، چې بیوزله کسان پرې په کابل کې د ژوند لارې لټوي، لوړې شوې دي.

د معاملاتو د لارښوونې په شاوخوا ۱۵ دفترونو کې به یو کور پیدا کوې، خو کرایه به یې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ ډالره ټیټه نه وي. مخکې کلونو کې چې کوم کورونه په ۳۰۰ ډالرو کرایه کېدل، سږ کال یې په څلور او پنځه سوه ور کوي او د ۵۰۰ په شپږ او اووه سوه ورکول کیږي. د بلاکونو د جوړونې شخصي رجحان هم مخ په کمېدو دی، ځکه زه، چې په کوم بلاک کې اوسیږم، څښتن یې خرڅلاو ته اېښی، خو د معاملاتو د لارښوونې کسانو راته وویل، چې څوک یې پوښتنه هم نه کوي. خو کرایې څو دي؟ د هیڅ راز معیار له په پام کې نیولو پرته، هر اپارتمان له څلور تر پنځو سوو پورې په کرایه ورکوي.

یو ملګری مې د پېښور په شمشتو کې اوسیږي. د پیغور په ډول یې راته وویل، چې ستاسې له کابل ښاروالۍ خو زموږ د وچ نهر د حزب اسلامي ښاروالي ښه ده.

موټر ترې یوه روپۍ ګران سورلۍ نه شي وړای، ډوډۍ نیم ګرام هم څوک نه شي کمولای او کورونه هم خپلې بیې لري. ما ورته وویل، دلته خو ازاد بازار دی، هرڅوک د خپلې خوښې دی، چې دوه تنه سره جوړ شول، همغه معیار دی.

په ۲۰۱۳ م کال کې رپوټونه ورکړل شول، چې د کورونو بیې ۲۴ په سلو کې پرېوتې دي او کرایې هم ۳۲ په سلو کې ټیټې شوې دي، خو دادی د کلونه تېر شول ، اما کرایې نه یوازې دا، چې کمې نه شوې بلکې لا هم لوړې شوې دي.

اصلي پوښتنه داده، چې حکومت د کورجوړونې په برخه کې ولې پانګونه نه کوي؟ ولې بهرني پانګوال دې ته نه هڅوي، چې د افغانستان د مسکن جوړونې په برخه کې پانګونې وکړي. د ښارجوړونې وزارت په دې کلونو کې ولې په دې بریالی نه شو، چې لږ ترلږه په کابل کې د کورجوړونې ستونزې اوارې کړي؟

په دې کې شک نشته، چې کابل ته د خلکو د راکوچېدو بهیر مخ پر ډېرېدو دی، خو دا د نړۍ د هر اقتصادي ښار وضعیت دی او اړوندې ادارې یې له پلان سره سم په پراختیا غور کوي. زموږ ښار، چې په کومو سیمو کې پراخ شوی، هلته لا هم د ځمکې پر سر جګړې او مظاهرې دي او لا هم تر ۱۰۰ ډېر ښارګوټي غیر قانوني دي، چې د خلکو پانګې یې په خطر کې اچولې دي.

په نوره نړۍ کې بانکونه خلکو ته پورونه ورکوي، چې کورونه وپېري، خو په افغانستان کې خصوصي بانکونه یوازې د پیسو پر راټولولو لګیا دي او دا ډول خدماتو ته یې ډېر لږ پام دی.
خلک د قمبر څلور لارې کډوال یادوي، خو زه وایم په دې ښار کې په سلګونو زره نور کډوال هم شته، چې ژوند یې عصري دی، خو شاوخوا ۳۰ کلونه کیږي، چې کډوال دي.