د روژې په میاشت کې هغې د پاکستان د یو وتلي ملا مفتي عبدالقوي سره ځیني سلفي تصویرونه خپاره کړې وو چې پر دې ملا یې د خلکو ډیر انتقادونه راپوروته کړل او د میاشتې د لیدو له ملي کمیټې څخه  د مفتي عبدالقوي د ایستلو سبب شول .

بې‌قنديله مفتي په بل اوښتی

د قندیل او مفتي عبدالقوي د راشه درشي کیسې په روژه کې ګرمه شوه، خو زور يې اوس راووت.

قندیل یې ورور ووژله، خو پولیسو پرېکړه کړې چې له قندیل سره ټولې نیول شوې اړیکې به وڅاري او که څوک مجرم ثابت شو، د تورو تمبو شا ته به یې وغورځوي.

اوس د قندیل ټلېفون پولیسو ته په لاس ورغلی او ښکاري چې مفتي هم له قندیل سره د ټلېفون له لارې زیاتې اړیکې نیولې دي.

پولیسو ویلي، دوی څېړنه کوي چې د دې ټلېفوني اړیکو تر شا کومه کیسه پرته ده.

دوی شک کړی چې شاید مفتي قندیل ګواښلې وي چې کوم کار وکړي او هغې د ده خبره نه وي منلې او یو لامل د پېښې تر شا دا وي.

اوس نو په مفتي خولې راماتې دي او رسنیو ته ویلي، د قندیل په قضیه کې د ده ښکېلول چندان ښه کار نه دی.