14633674_353899008275948_4274574579056041086_o

بې‌خونده پرتلنه

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې ده

د جلال‌اباد پر کوچني ښار له هرې خوا ناتار جوړ و. د دې ښار په سینه کې د اورونو غونډاري سړېدل او د دې ښار پر کورونو توپونو، راکټونو، میزایلو او… خولې خښوولې.

افغان حکومت هغه مهال یوازې و، د وخت زبرځواک «شوروي پوځ» ترې تازه پښې سپکې کړې وې او په تش میدان یې پرې‌ایښی و، همدې یوازیتوب د پاکستان او هلته د مېشتو جهادي تنظیمونو سترګې سرې کړې وې او داسې یې ګڼله چې دغه بې‌ملاتړه حکومت به په کم وخت کې وپرځوي. همدې تصور خو د وخت د ای اس ای مشر جنرال حمید ګل دومره غره کړی و چې د جلال‌اباد سقوط یې «د کیک ټوټه کول» ګڼلي وو؛ خو په دې نرم کیک کې یې تیره چاړه ماته شوه.

د جلال‌اباد ښاریان له هغه وخته عجیبه کیسې لري، د وژنو کیسې، د سختیو کیسې او د حکومت د مېړانې کیسې. له ګڼو ښاریانو مې اورېدلي چې د میزایلو او راکټو په باران کې به حکومتي امبولانسونه کوڅه په کوڅه ګرځېدل، ټپیان یې ځای په ځای تداوي کول او کاري ټپیان یې تر دولتي شفاخانې «صحت‌عامې» رسول.

همدې ښاریانو راته ویلي چې حکومتي ټانکر کوڅه په کوڅه ګرځېدل، خلکو ته یې اوبه رسولې. همدې ښاریانو راته ویلي چې کله د ښار محاصره سخته شوه، خلک له لوږې سره مخ شول او نږدې و چې له راکټونو او میزایلو خوندي خلک لوږه ووژني؛ نو حکومتي موټر ګرځېدل او خلکو ته یې خواړه رسول.

ښاریانو دا هم ویل چې حکومت خلکو ته لرګي ورکول چې په کورونو کې بلنداژونه «تر ځمکې لاندې سمڅې» جوړې کړي او ځانونه خوندي کړي.
عجیبه ده، نن په کندز کې چې د جګړې له پیله یې د ګوتو په شمار ورځې تېرېږي، خلک له لوږې سره مخ دي. مېرمنې یې خیرات غوښتلو ته اړې شوې. جسدونه په لښتیو کې پراته دي او…

هغه مهال د کوچني جلال‌اباد د نیولو له‌پاره تر لس زرو ډېرو افغان مجاهدینو، پاکستانیو او عربانو لاسونه یو کړي وو، تر اوږدې او مرګونې جګړې وروسته یې بیا هم دا ښار سقوط نه‌شوای کړای، خلک یې سوالګر نه‌شوای کړای او خپل هدف یې ترلاسه نه‌شوای کړای.

خو نن چې د وسله‌والو مخالفانو شمېر د هغه وخت په پرتله په لسګونه برابره لږ دی، حکومت د درجنونو بهرنیو هېوادونو ملاتړ لري، پرېمانه پیسې لري او… خو بیا هم وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دا څه کیسه ده؟ د دې پرتلنې پایلې ولې حیرانوونکې دي؟ څه کیسه خو خامخا شته خو د دې کیسې ویل شاید ځینو ته د زغم نه وي.
کیسه دا ده چې اوس په داخل د نظام کې یوه داسې خاصه کرښه نه‌شته چې ټول ورته ژمن وي، یوه خاصه جذبه نه‌شته چې د ټولو په رګونو کې یو ډول حرکت وکړي. دلته فساد دی، دلته شخصي ګټې پالل کېږي، دلتي ګوندي سلیقې پالل کېږي، دلته د امنیتي سکټور مهمې برخې هم د سهم له مخې وېشل کېږي او دلته…

شاید امنیتي مسوولان په خپلو کرښو کې فساد رد کړي، سمه ده خو په ښارونو کې د هغوی ماڼۍ به څنګه تر سترګو پنا شي؟ د هغوی د کورونو بې‌ساري لګښتونه به څنګه پټ شي؟ ایا دا مزې او چړچې په دولتي معاش کېدای شي؟ نه، چې نه نو له کومه یې کوي؟ له کومې سوړې یې را باسي؟ دا خو په حقیقت کې د هغو سرتېرو وینه ده چې مسوولان یې ورته له رګونو زبېښي؛ نو په کوم بدن کې چې وینه نه وي هغه به څنګه مقاومت وکړي؟

دلته پوځي امکانات د اشخاصو په ولکه کې دي. کله چې ځینې جنابان د خپلو سفرونو له‌پاره د ګوتو په شمېر چورلکې بوختې وساتي، کلابندو ځواکونو ته به څنګه په وخت مرسته ورسېږي؟ کله چې په هر جناب پسې د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر تعقیبي موټر روان وي، د جګړې په لیکو کې به څوک پاتې شي؟

د دې وضعیت دوام خطرناک دی. دا وضعیت یوه کرکه پیدا کوي، ناامیدي پیدا کوي او دا وضعیت د امنیتي ځواکونو په زړونو کې دا روحیه شنه کوي چې ولې خپله وینه د یوه مفسد او له اداري فساده مالمال دولت په بقا کې تویه کړي؟

امنیتي ځواکونه د دې ولس بچیان دي، پر دوی رحم په کار دی. د دوی ژوند ته جدي پاملرنه په کار ده او د دوی د وینې قدر په کار دی. هره ورځ تابوتونه روان دي، هره ورځ د پوځیانو شمېر کمېږي، خو هره ورځ د مفسدو مقاماتو شتمنۍ ډېرېږي او هره ورځ یې د فساد اشتها زیاتېږي.