160605164153_sherwali_wardak_afghan_mp_killed_640x360__nocredit

بمي چاودنه کې د ولسي جرګې غړی شیرولي وردګ وژل شوی

بي بي سي پښتو : د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې پایله کې د افغانستان ولسي جرګې یو غړی وژل شوی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې پېښه د يکشنبې په ورځ مازیګر مهال د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې رامنځته شوې.

ویل کېږي، چې د ولسي جرګې غړي شيرولي وردګ دکور مخې ته بمي چاودنې پایله کې خپله نوموړی وژل شوی او یوشمیر نور کسان ټپيان شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه ددغه خبرپخلی کړی او ویلي یې دي، چې پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي هم دي.

عیني شاهدان وايي، چاودیدونکي توکي دښاغلي وردګ دکور مخې ته دبریښنا دمیټر په بکس کې ځای پرځای شوي و ، چې په چاودنه کې یې لومړی نوموړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

شیرولي وردګ د افغانستان ولسي جرګې غړی او د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ کشر ورور و.

ښاغلي صدیقي د دغې پېښې مسوولان ( ترهګر ) بللي، خو تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.