Human-Trafficking-in-Nigeria

بشري ناورين؛ د نړۍ پر مخ د بحران بله څپه

 

راپور: هېواد رفعت –
د سرخط ورځپاڼې خبريال-

د قاچاق د نوم په اورېدو ټول هغه غیرقانوني خوځښتونه او انتقالات چې د دولت د قواعدو او اصولو خلاف وي، زموږ ذهن ته راځي، خو انساني قاچاق بیا د قاچاق تر ټولو خطرناک ډول دی چې ورته عصري برده‌داري یا غلامي هم وایي.

په انساني قاچاق کې د وګړيو حمل و نقل، وګړيو ته پناه ورکول، د تهدید یا زور په وسیله په خلکو جبري کارونه کول، د خلکو برمته‌کول، د پیسو په مقامل کې د خلکو ترور، فریب، له قدرت څخه ناوړه ګټه پورته کول، جنسي استفاده، د بدن د غړيو پرې‌کول، فحاشي او داسې نور مسایل شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د انسانانو قاچاق چې په نړیواله کچه یو لوی کاروبار دی، د دې سبب ګرځي چې میلیونونه کسان استثمار او یا هم ناوړه ګټه ور نه واخیستل شي.

دا وزارت دې ډول استثمار ته «د نوي عصر غلامي» خطاب کړی دی چې وايي، نجونې او ښځې په بې‌رحمي فحشا ته مجبوروي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نارینه، ښځې او ماشومان د کم مزد او یا هم بې له مزده، کار کولو ته مجبورېږي.

سبحان‌الله د قندوز ولایت اوسېدونکی، یو له هغو ځوانانو دی چې په ۱۸ کلني کې یې خپل کور د خارج په هوا پرېښود، دی وایي؛

«زه په دې فکر چې ګوندې زیاتې پیسې وګټم او ښه ژوند وکړم ایران ته مې زړه ښه کړ، خو له کوره په وتلو مې دا درک کړه چې په غلطه لار روان شوم، د خلکو له شرمه مې خپل سفر ته ادامه ورکړه، په لار کې له زیاتو مشکلاتو سره مخ شوم، د ملګري مې په زړه درد و او هغه مې په شا کړی و، تر سل مټره وروسته مې دمه کوله، تر دې چې عسکر راغلل، زه او ملګری مې یې ونیوو.»

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کومه طریقه له قاچاقبر سره مخ شو او هغوی څنګه خلک وو، زیاتوي؛

« قاچاقبر زموږ و تاسې غوندې خلک دي، خو دوی يو ډول عقده‌یي شوي او همداسې روزل شوي، نه رحم کوي او نه یې پېژني، تقریباً ټول یې په نشه‌یي توکيو روږدي دي.»

په ټولنه کې له انساني قاچاقه تر ټولو ځپلې طبقه ماشومان دي چې د نورو کارونو تر څنګ له ماشومانو د غالیو په کارخونو کې، د خښتو په بټيو کې، په کور کې د مزدوري او د پيسو په مقابل کې د فحشا له‌پاره ترې کار اخیستل کېږي.

هغه ریپوټ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای په ۲۷ مه د انسانانو د قاچاق په اړه خپور کړ، په‌کې راغلي؛

«افغانستان د انسانانو د قاچاق منبع، د ټرانزیټ لاره او مقصد دی.» په ریپوټ کې افغانستان په دويمه ډله هېوادونو کې شامل دی. دا هغه هېوادونه دي چې د انساني قاچاق خلاف یې ټاکل شوي معیارونه پوره نه دي عملي کړي، خو په دې برخې کې یې هڅې کړې دي.

ادریس خان ادریس، هغه ځوان دی چې د اروپا په خاطر یې خپل پوهنتون پرېښود، ده په یوه مرکه کې د سرخط ورځپاڼې خبریال ته وویل؛

«ما غوښتل چې تر اتریش پورې ځان ورسوم او د دې کار لپاره مې تر اخره ۱۰۶۰۰ امریکایي ډالر مصرف کړل، هدف ته ورسېدم، خو وروسته پر دې وپوهېدم چې له ژوند سره مې لوبې کړې، دا راته یوه تجربه شوه، د ژوند سختي مې په سر سترګو ولیده، تر ترکیې هوایي لارې لاړم، هلته قاچاقبر ویل چې تر بلغاریا نیم ساعت لاره ده، خو دا نیم ساعت بیا په عمل کې څلور ساعته شول. بيا له بلغاریا تر سربیا پورې دوولس ساعته پياده ولاړو، له هغه ځایه هنګري ته او ورپسې اتریش ته ورسېدم، هلته مې چې څه ولیدل زړه مې له انسانیته تور شو، انسانانو ته د غلامانو په سترګه کتل کېدل، ځکه مې تصمیم ونیو چې خپل وطن ته راشم، که غلامي هم وي خپل وطن ته، خو به ګټه په‌کې ورسېږي»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي ریپوټ کې د برما، هایټي، پاپوا نیو ګیني، سوډان، سرینام، ترکمنستان او ازبکستان نومونه هم شامل دي.

له دې اتو هېوادونو سره اوس په لېسټ کې ۲۷ هېوادونه شامل دي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.

جان‌کېري په هغه غونډه کې چې د انسانانو د قاچاق په اړه وه، وویل؛

«موږ باید هیڅکله د دې اجازه ور نه کړو چې د یوه انسان د زړه، روح او ازادي نرخ وټاکل شي.»

ده زیاته کړه چې د انسانانو د قاچاق له امله د تجارت اندازه په کال کې 150 ملیارډ ډالرو ته رسېږي.

داسې څرګنده شوې چې په نړۍ کې هر کال ۲۰میلیونه انسانان د قاچاق قرباني کېږي چې په دې سره تر جګړو او لوږې ور ها خوا درېيم لوی بحران همدا قاچاق دی چې بشري ناورين ته يې ادامه ورکړې ده.