rs_1024x759-161030161526-1024-prince-harry-meghan-markle-2-kg-103016

بریتانوي شهزاده هاري وايي مینه یې ټوکې نه دي

بریتانوي شهزاده هاري په یو بې سارې اقدام کې د خپلې ملګرې میګان مارکیل په اړه یو عامه بیان خپور کړی او په کې هغې کې یې ددې امریکايي اکټرې په اړه ټولینزې رسنۍ په ناسمو خبرو غندلي دي .

شهزاده هاري ویلي چې رسنۍ او خلک په سوشل میډیا کې له دې امریکايۍ اکټرې سره دده اړیکو د راپور د ورکولو پر مهال له کرښې اوړي چې نوموړې دا رسنۍ دده ملګرې په وړاندې په نژادي او جنسي تبعیض ملامتې ګڼلي دي.

دې ۳۲ کلن بریتانوي شهزاده رسنیو او هغو خلکو ته چې په دې اړه په ټویټر او نورو سایټونو کې تبصرې کوي خبرداری ورکړی چې دا ټوکې نه دي .

شهزاده هاري منلې چې په خلکو کې دده د خصوصي ژوند په اړه د پام وړ کنجکاوي شته. خو نوموړې ویلي ۳۵ کلنه مارکیل چې مور یې تورپوستې او پلار یې سپین پوستی دی په دې وروستیو کې د ځورونې او اذیت له یوې څپې سره مخ شوې ده .

دا بیان د د شهزاده هاري او امریکايي اکټرې مارکیل د اړیکو په اړه د بریتانیا د شاهي کورنۍ لومړنی رسمي تایید دی .

تر دې مخکې ګڼو رسنیو د بریتانوي شهزاده او دې وتلې امریکايي اکټرې د اړیکو په اړه راپورونه خپاره کړي وو .

harry-meghan1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.