Pakistan3

اۍ ‌ايس‌اۍ به یا ځان خوري، یا طالبان

د نړۍ په کچه د پاکستان د دوه مخي سیاست او پالیسو د رسوا کولو یوه لویه څپه راروانه ده، د دې پروګرام او ذهنیت سازۍ د دې بهیر لومړنی مخکښ افغاني الاصله امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیل‌زاد دی، ورسره په ملګرو ملتونو کې افغان ډیپلوماټ وحید وحیدالله او دغه راز په اروپايي هېوادونو کې څو ریسرچ مرکزونه دي چې د پاکستان پر ضد یې دوسیې ترتیب کړې دي.

د تېرې یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې په امریکا کې د پاکستان پر ضد ذهنیت بېخي بدل شوی او له همدې سببه سنا مجلس اماده شو چې د یوې ځانګړې جرګګۍ له لارې د پاکستان اینده او په اینده کې له دغه هېواد سره د امریکا د مرستې او رابطې وضعیت تعریف کړي.

له لسیزې نسبي ډېموکراټیک تمثیلي دولت حاکمیت وروسته پاکستان یو وار بیا هغې مرحلې ته رسېدلی دی چې یا پوځ ته د کودتا په بڼه د واک د انتقال زمینه برابره کړي او یا له طالبانو او نورو سخت دریځو مذهبي ډلو سره د تل له‌پاره مخه ښه وکړي.

نړیوال څارونکي وايي چې دویم امکان مخ په زیاتېدو دی، پاکستان لکه د نازکې ښيښې بوتل چې له ننه یې اوبه ګرمې شي، له د باندې یې د لمر تېزې وړانګې منفجر کړي.

پرون د امریکا په سنا کې د پاکستان په اړه وروستی بحث وشو، دا تر ټولو خطرناک بحث و، په عراق او افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د دې بحث اصلي ویناوال و چې له ډېره وخته راهیسې د سنا په فرمایش یې له ترهګرۍ سره د پاکستان په تړاو مواد راټول کړي وو. دویم مېلمه د امریکایي پوهنتون استاد او درېیم هغه د پروژې د تحقیق ګمارل شوی ریسرچر و.

زلمی خلیلزاد وايي چې پاکستان له امریکا سره د امریکا په پیسو د خاینې دوستۍ لوبه کوي، له یوې خوا ځان د امریکا متحد ګڼي، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په نامه پیسې او امریکایي امکانات تر لاسه کوي او له بلې خوا په افغانستان کې د خپلو نیابتي جګړه‌مارو ‌”ترهګرو” په وسیله امریکایي سرتېري وژني.

د ده په خبرو کې اشاره یوازې حقاني شبکې ته نه وه چې امریکا ته ګواښ دی، بلکې افغانستان یې د امریکا یو متحد وګاڼه، د افغانستان د رغونې پلانونه یې د امریکا لوی اهداف وګڼل او بیا یې ترسیم کړه چې پاکستان په همدې هدفونو پسې راکټ ګرځوي.

د امریکا سنا او کانګریس د هغو پیسو او فیصلو اخري بندوبست کوي چې د امریکا په دننه او نورې نړۍ په تړاو د امریکا په استازیتوب نیول کېږي، بیا دولت مکلف کوي چې د دې فیصلو د تعمیل له‌پاره لاس په کار شي.

ټولې هغه پیسې چې د ترهګرۍ پر ضد پاکستان په تېرو ۱۳ کالو کې ترلاسه کړې، د سنا د بودجې په سیسټم کې شاملې شوې، پاس شوې او د ښه دوست او ملګري په توګه پاکستان ته ورکړل شوې دي، خو برعکس پاکستان دا پیسې د خپل پوځ په قوت لګولې، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته یې وسلې او امکانات پرې برابر کړي او بېرته یې په افغانستان کې د هغو امریکایي او ناټو ځواکونو پر ضد جنګولي چې دوی ته یې د متحد په توګه مالي او معنوي تکیه ورکړې وه.

د نړۍ په کچه د پاکستان د دوه مخي سیاست او پالیسو د رسوا کولو یوه لویه څپه راالوتې ده، د دې پروګرام او ذهنیت سازۍ د دې بهیر لومړنی مخکښ افغاني الاصله امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیل‌زاد دی، ورسره په ملګرو ملتونو کې افغان ډیپلوماټ وحید وحیدالله او دغه راز په اروپايي هېوادونو کې څو ریسرچ مرکزونه دي چې د پاکستان پر ضد یې دوسیې ترتیب کړې دي.

د تېرې یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې په امریکا کې د پاکستان پر ضد ذهنیت بېخي بدل شوی او له همدې سببه سنا مجلس اماده شو چې د یوې ځانګړې جرګګۍ له لارې د پاکستان اینده او په اینده کې له دغه هېواد سره د امریکا د مرستې او رابطې وضعیت تعریف کړي.
د دې ترڅنګ پاکستان ته د امریکایي سناتور جان مکین راتګ او توندې خبرې د دې مانا لري ‌چې په امریکا کې د پاکستان د ډبل ګېم په اړه امریکا خپله تګلاره بدلول غواړي.

دا یوازې د طالبانو او حقاني مسله نه ده چې امریکا او نور هېوادونه یې وقهرول او لابیان یې وتوانول چې په نړیوالو سټېجونو د پاکستان پالیسي تر سوال لاندې راولي، په دې سربېره، په روسانو او ایران د پاکستان له خوا د طالبانو پلورل او نوي چنیلونه پرانيستل نور هغه عوامل وو چې امریکا یې وهڅوله چې له مشهد څخه راستنېدونکی ملا منصور په کوټه کې ووژني او هم پاکستان ته کرښه کش کړي.

دغه راز هندوستان هم چې له امریکا سره یې اړیکې ډېرې په ښه کېدو دي، په دې هڅو لګیا دی چې د پاکستان د منزوي کولو او د ترهګرۍ په ملاتړ برجسته ښوولو سره یې د نړۍ په ډیپلوماټیکو محضرونو کې رسوا کړي.

اوس همدا دوه هېوادونه په اسانۍ کولای شي چې په ټول لوېدیځ کې د خپلو سفارتونو او سیاسي نمایندګیو په مرسته پاکستان ته سیاسي جنايي دوسیې جوړې کړي، ځینې پېښې مستندې کړي، له ترهګرو او سخت دریځو شبکو سره د پاکستان رابطه بربنډه کړي، تحقیقي مرکزونه غونډو او مجالسو جوړولو ته وهڅوي او په ټوله نړۍ کې یو داسې ماحول جوړ کړي چې پاکستان وګڼي چې نور نو د طالب او ترهګر په صدور او تولید ځان نه‌شي تمویلولای او نه له دې لارې پاکستان خپل سیاسي حیات ته ادامه ورکولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.