Untitled

ای ايس ای، سليم ساپی او زموږ قضیه

• ليکوال: نجيب الله ازاد
• ژباړه: احمد فرزان
په نړۍ کې درې ډوله ژورناليسټان دي. لومړی ډول یې بېخي لږ تر سترګو کېږي، دوی عموماً د یوې ځانګړې ايډيالوژي له مخې خپله دنده په صداقت او بې‌طرفي مخ ته وړي. دويم ډول یې د لومړي ډول مطلق برعکس دي، دوی د پیسو زامن دي چې د پيسو پر وړاندې هر څه وایي او ليکي، خو تر ټولو جالب یې دا درېیم ډول دی.

ظاهراً دوی يو پاک او بې‌پرې انځور نقاشي کول خوښوي، د حقايقو او واقعيتونو يوه وړه برخه راخلي او په خپلو مقالو او ليکنو کې ځای کوي، اما په اصل کې دوی په ځان کې يو ژور تور انځور لري چې تل یې پټوي. سلیم ساپی د همدغه درېیم ډول ژورناليسټ دی. دا ډول ژورناليسټان د خپلې چالاکي له مخې هڅه کوي چې ظاهراً ډېر ساده او معصوم ښکاره شي، اما دوی تل له يوې ډلې او يا هم لابي سره ژورې او مانادارې اړيکې لري چې د سليم ساپي په قضیه کې دا ډله ای ایس ای دی.

سليم ساپي خپل سفر د اسلامي جميعت طلبه «د پاکستان استخباراتو جوړه کړې هغه افراطي ډله چې تل یې د افغانستان په جګړو کې مهم رول لوبولی» څخه پيل کړ چې ډېر ژر د جهاد له‌پاره افغانستان ته ولاړ. نوموړی د ډېر ډنګر او بدرنګه جسامت له کبله د خپلو ملګرو له خوا «سليم کارټوني» په نامه ياد شو.

ده د څوارلسم د سند تر لاسه‌کولو وروسته د «پاسبان، د جمعيت اسلامي ځانګړې ډلګۍ» غړيتوب هم واخيست او بيا یې ژورناليسټيک ډګر ته مخه کړه. دی په لومړي سر کې د مردان ښار د يوې علاقه‌داري کوچنی رپورټر شو چې هلته هم د خپل وچ او بدرنګه جسامت له کبله د ژورناليسټانو او سیاسي فعالانو د ټوکو موضوع وګرځېد چې دې سختو، توندو او توهين‌امېزو ټوکو دی په يو ډول رواني ناروغي «د کمتري احساس» اخته کړ او تر ډېره به یې هڅه کوله چې له خپل محدود چاپېرياله بهر و نه وځي، ډېر وارې به داسې هم پېښېدل چې له دغو طنزي مسخرو د ځان‌ژغورنې په موخه يې له خپلو هغو نږدو ملګرو او دوستانو سره هم نه کتل چې د ده ليدنې ته به د ده ځای ته ورتلل.

دی د وخت په تېرېدو وتوانېد چې له مردانه پېښور ته راشي او د يو څو مقالو په لیکلو د پښتونخوا د «مشرق» په نوم په ورځپاڼه کې د ايډيټر دنده تر لاسه کړي. څنګه چې دی له وړاندې لا د جهاد په نوم افغانستان ته راغلی و؛ نو د ياد هېواد په اړه نوموړي خپل لومړی لاس مالومات په خپلو مقالو کې ځای کړل چې د ورځپاڼو او لوستونکيو د پام وړ وګرځېدل.

دی د خپلې چالاکي له مخې ډېر ژر وتوانېد چې خپلې اړيکې په پېښور کې له شته سياسيونو لکه مولانا فضل الرحمان، ولي خان، اجمل خټک، فاروق لغاري، محمد علي دوراني، د پښتونخوا ايالت والي او ارشد وزير سره جوړې کړې او «اسټبليشمنټ» پاکستاني استخباراتو ته لار وموندي چې په دې لړ کې يې د محمد علي دوراني په لاس پروېز مشرف ته ځان ورساوه او د پاکستان په ملي ټلوېزيون کې د تحليلګر په توګه وګمارل شو.

مشرف هغه مهال د ده له‌پاره هر څه و، ان په یوه مرکه کې نوموی له ساپي سره داسې برخورد کوي لکه د یوه ښوونځي مدير چې د لومړي ټولګي له شاګرد سره کوي. پروېز مشرف د نوموړي چالاکي او لاسپوڅي ته په کتو بهرني هېوادو ته په سفر واستاوه او د ايالاتو د بهرنيو چارو او پېنټاګون موضوعاتو د څېړنې او پلټنې له‌پاره يې مالوماتي سرچينې په واک کې ورکړې. ساپی به تل د پاکستاني استخباراتو مرکزي اډې «جي ايچ کیو» خوا او شا ليدل کېده چې وروسته د نورو ژورناليسټانو له لوري د ای اېس ای سړي «ای اېس ای مېن» په نوم ياد شو. (نثار, ۲۰۱۲)

جالبه دا ده، چې ده به تل د «جي اېچ کيو» د دننه خبرې او مالومات پټول او تر دې چې کله کله به یې د اسټبليشمنټ په خلاف ليکنې هم کولې، څو ځان د پاکستاني استخباراتو مخالف وښيي، خو ډېر لږ خلک پر دې پوهېږي چې له پاکستاني او امريکايي استخباراتو سره د ده اړيکې ان تر نامتو نجم سېټي هم ژورې او نږدې دي.

د مشرف د ريژيم تر ړنګېدو وروسته نوموړي په خپل ټول توان د پاکستان د قاضي القضاة پر ضد لېکنې پیل کړې. د ده د ليکلو یو جالب طرز دا دی چې د ليکنې په پای «کنکلوژن/نتېجه» کې تل بې‌طرفي وښيي چې ښه بېلګه یې د ده په وروستۍ ليکنه «افغانستان او زموږ قضيه» کې تر سترګو کېږي «ګيلې مانې بايد شا ته وغورځول شي او له يوه نوي فصل څخه پيل وشي څو دواړه لوري بريالي شي.»

د افغانستان په اړه د پاکستان يوازېنی او لوی شکایت له هند سره د افغانستان نږدېوالی او ملګرتیا ده. پاکستان بايد پر دې پوه شي چې هند تل د افغانستان د دولت يو رښتينی او عملي ډيپلوماټيک ملګری او شريک پاتې شوی، هند د مرحوم ظاهر شاه له واکمني څخه نيولې بيا د مجاهدينو تر حکومته او له اوسني دولت سره خپلو همکاريو ته تر تېر هر وار ډېره اوږه ورکړې، اما برعکس، پاکستان تل د افغانستان د نظام او يا هم دولت مخالفه پاليسي خپله کړې، پاکستان د سردار محمد داود خان د مشروع نظام پر وړاندې د دولت مخالفان «مجاهدين» وبلل او وزېږول، ويې روزل او تمویل يې کړل.

تر هغه را وروسته يې هماغه ډله له بل هر نظام «ترکي، حفیظ الله امين، ډاکټر نجیب» سره تر هغو وجنګول چې دوی خپله واک ته ورسېدل. وروسته بيا څه وشول؟ هغه خلک چې تاسو روزلي او جنګولي وو هم په ارامه پرې‌نه‌ښودل چې په لاهور کې مو په خپل لاس حکومت ورته جوړ کړی و، دا دولت ښه و او که بد خو د افغان دولت نوم پرې پروت و؛ نو تاسې را ولاړ شوئ ان د خپل جوړ دولت پر وړاندې مو بله دولت‌مخالفه ډله «طالبان» وزېږول، وروزل او تمویل مو کړل. ښه بيا دې ډلې «مطلق ستاسې ډلې» واکمني تر لاسه کړه، له هغو سره مو څه وکړل؟ د هغو د نظام د ړنګېدو په موخه هم له متحده ايالاتو سره هر ډول همکاري «له جنګي اډو نيولې تر سړک او کورډيناټه» وکړه. فلهذا دا ښکاره ده چې پاکستان په افغانستان کې هيڅ ډول دولت یا نظام نه غواړي هغه که د خلفاء راشدين هم وي.

پاکستانۍ مقاله زیاتوي چې هيڅ پاکستاني مشر يا د پارلمان استازي تر ننه افغانستان ته د دښمن هېواد خطاب نه دی کړی، اما برعکس، په افغانستان کې پاکستان ته دښمن هېواد ويل د وطنپالنې شرط ګڼل کېږي. زه پوهېږم چې ليکوال ډېره محدوده مطالعه لري، اما که چېرې د ژوندي وجدان خاوند وي؛ نو یو وار دې خپل ګرېوان ته سر ښکته کړي چې افغانستان هيڅکله هم د پاکستان دښمن هېواد نه دی پاتې شوی اما برعکس پاکستان بيا تل له افغانستان سره دوښمني کړې او کوي یې.

د ثبوت په توګه؛ «د افغانستان د دولت پر وړاندې د جګړې له پيل سره سم جنرال عبدالرحمان اختر [وروسته زه هم د همدې ټيم غړی شوم] د افغان مجاهدينو روزنه، دوی ته هر ډول امکانات ورکول او د افغان دولت پر وړاندې جګړې ته هڅول پيل کړل. دا افغانه جګړه او جنرال اختر وو چې نن پاکستان د ځواکمنو استخباراتو څښتن دی، دا د افغانستان جګړه او جنرال اختر وو چې نن پاکستان په لسګونو اېف ۱۶ جېټ الوتکې او ميلياردونه ډالر لري. (يوسف, ۱۹۹۳)»

اضافه، د پاکستان پخوانی ولسمشر چې سليم ساپي به خپل پلار باله پروېز مشرف د ۲۰۱۵ م د اکټوبر د مياشتې پر ۲۸ نېټه د سماچار پلس ټلويزون سره په يوه مرکه کې ومنل چې طالبان او نورې ټولې ترهګرې ډلې د پاکستان اتلان وو او دي.

تر دې ور ها خوا «جلالاتماب ښاغلي ولشمسر ضياالحق دا راپور چې موضوع يې افغانستان نيول ده، تاسې ته نن دېرشم جولای ۱۹۸۸ در واستول شو. څنګه چې شوروي اتحاد له وړاندې لا ستړی او خسته شوی و اوس د جنيوا له ناستې وروسته په ډېره بېړه غواړي له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي. فلهذا، زموږ له‌پاره دا يو تاريخي چانس دی چې افغانستان له موږ سره د اتحاد کولو په پلمه زموږ شي، ما له وړاندې لا اووه جهادي ګوندونه، ترکيه او ايران قانع کړي. په دې ډول به موږ نه يوازې يو لوی پاکستان ولرو بلکې هغو ټولو زېرمو ته به مو هم لاس ور ورسېږي چې زموږ او د نړيوال مارکېټ په کار دي. هېره دې نه وي چې موږ به د پاکستان افغانستان «ايالت» د ۱۹۷۸ او ۱۹۸۸ تر منځ د افغانستان او يا هم د قبايلي سيمو «فاټا» په څېر ساتو. لاسليک، ډګرجنرال حميدګل (ارشد, ۲۰۰۱)

دغو حقايقو او واقعيتونو ته په کتو یو پاکستانی مشر او يا هم د پارلمان استازی ځان ته څنګه دا حق ورکوي چې افغانستان دې د پاکستان دښمن وبولي او له افغان مشر يا سياسيونو څخه دې دا تمه ولري چې پاکستان ته دښمن نه بلکې دوست هېواد ووايي.

پاکستانۍ مقاله په تحليلي توګه هم له نيمګړتياوو ډکه ده، مثلاً ليکوال ليکي چې پاکستان دا احساس کړې چې افغانستان او متحد ايالات بلوڅ ازادي غوښتونکيو ته ځای ورکوي، دوی تمويلوي، د پښتونستان او ډېورنډ مساله یې بيا راپورته کړې او ان د هند استخباراتو «را» ته یې هره ممکنه زمينه مساعده کړې چې په پاکستان کې ترهګري او بې‌ثباتي ته لمن ووهي. خو بله خوا بيا ليکوال وايي چې هو، په پاکستان کې هم ډېر لږ شمېر کسان شته چې د کابل کړنې غندي «کابل ته دښمن وایي» اما هېره دې نه وي چې دا کسان د پاکستان تر ټولو نږدې ملګری او شريک متحده ايالات هم غندي «دښمن ورته وايي.»

پاکستانۍ مقاله زياتوي چې د افغان مهاجرو په برخه کې د افغانستان دولت بايد د دوی منندوی وي، مګر ټوله نړۍ په دې پوه ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو په برخه کې پاکستان تل د هغه قاتل رول لوبولی چې پلار وژني بيا یې يتيم زوی ته سرپناه ورکوي او ځنې غواړي چې د ورکړل شوي سرپناه له کبله د ده منندوی ووسي.

سربېره پر دې پاکستان له افغان مهاجرو نه يوازې د هغو خام موادو کار اخلي چې په افغانستان او کشمير کې یې جنګوي، بلکې د دوی په سر د ملګرو ملتونو د مهاجرت له ادارې «يو اين ايچ سي ار» او نورو ورته نړيوالو ادارو په ميلياردونو مرستې تر لاس کوي، د دوی شمتني په خپله مرکزي خزانه کې څرخوي، وخت نا وخت يې پر افغان دولت د فشار د الې په توګه کاروي «بنديانوي او ځوروي یې» او که خبره د بشري حقوقو شي؛ نو د تېرو درې لسيزو په تېرېدو اوس هم یو افغان مهاجر نه‌شي کولای چې يو عادي بانکي حساب پرانيزي او افغانستان ته د دوی راستنول خو موږ وينو چې څومره بشري او اسلامي برخورد ورسره کېږي.

دا چې د ملا عبدالسلام ضعيف نيول او امريکايي ځواکونو ته سپارل افغان دولت ولې و نه ستايل، بېخي د خندا وړ ده چې په مقاله کې یې يادونه شوې. لومړی خو افغان دولت هيڅکله د نوموړي د نيولو او امريکايانو ته د سپارلو غوښتنه نه وه کړې، بل دا چې دا د هر ډول نړيوال قانون، ډيپلوماټيکو حقونو او انساني اخلاقو خلاف کړنه وه، خو د پاکستان ياده کړنه ځکه ډېره حيرانوونکې نه وه چې دغه هېواد تر دې وړاندې او وروسته خپل تبعه لکه ايمل کاسی او عافيه صدیقي هم لاس تړلي امريکا ته وسپارل چې دې کار امريکايي څارنوال اړ کړ چې پر خپل دولت نيوکه وکړي او ووايي چې «امريکا بې‌ځايه دومره مصرف وکړ، پاکستانيان هغه څوک دي چې خپله مور په څو زره ډالرو پلوري.» (پوسټ, ۱۹۹۷)

د ليکوال په وينا چې پاکستاني استخبارات ادعا کوي چې د حکيم الله مسيد درملنه به د کابل په روغتونونو کې کېده، دا يوه ادعا ده. اما د پاکستان يوه نامتو او په دولت کې برحاله سياستمدار عمران خان له جيو ټلوېزون سره په يوه مرکه کې په ډېر وياړ وويل چې د افغان طالبانو درملنه د ده په شوکت خاهم روغتون کې کېږي. (ټلويزون, ۲۰۱۵)

دا چې افغان دولت د ملا برادر نيول د دې پر ځای چې وستایي ولې وغندل، لامل یې څرګند دی، ځکه د پاکستان دې کړنې له افغان دولت سره د طالبانو د سولې د خبرو مستقيمه پروسه ټکنۍ کړه او بيا افغان دولت په وار وار غوښتنې سربېره پاکستان ملا برادر افغان دولت ته و نه سپاره، بلکې په خپل محبس کې یې د خپلو شومو اهدافو په موخه ساته.

په تاريخ کې په لومړي ځل پاکستان پر خپله خاوره د خپلو خلکو پر وړاندې هوايي بريد ترسره کوي او افغانستان یې نه ستايي؛ نو بله د خندا وړ خبره ده، ځکه چې پاکستان هيڅکله هم پر خپله خاوره د خپلو خلکو پر وړاندې نظامي عمليات نه دي ترسره کړي. هغه چې یې کړي او يا هم لګيا دی په پښتني خاوره د پښتنو پر وړاندې عمليات دي چې دا عمليات په حقيقت کې د پاکستان عمليات، د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پاکستان له‌پاره دي، خو په ورته وخت کې بيا افغان طالبانو «حقاني او ډلې» ته يې د اسلام‌اباد په ايچ ۱۱ کې عصري استوګنځایونه او نور هر ډول امکانات برابر کړي، ولې بايد افغانستان ضرب غضب وستايي؟ د يادونې وړ ده چې د افغانستان يوې مدرسې او يا هم کوم ګوند تر ننه د پاکستاني طالبانو د مشرتابه ټاکنې نه دي ترسره کړې.

فلهذا بلې هو، تورونو لګول د ستونزې حل نه دی، اما د پاکستان په څېر دوه‌مخی هېواد چې يوازې د دې مقصد چې «يا به مرې يا به بل وژنې» له‌پاره جوړ شوی وي، هيڅکله به له تېر وخت څخه زده‌کړه و نه کړي چې د دواړه هېوادونو ستونزې حل شي.

هېره دې نه وي چې دلته د هېواد ځيني رسنۍ او ژورناليسټان «چې اوس د دولت په مهمو ځايونو کې کار کوي» هم په غيرمستقيم ډول د پاکستاني استخباراتو مرسته کوي. زما له افغان دولته غوښتنه دا ده چې هغه ژورنالسټان چې په کابل کې د ساپي کوربه‌توت او مېلمه‌پالنه کوي، وڅاري.

ماخذونه:

• ارشد, م. (۲۰۰۱). پټ راپورونه. لاهور: رحمانيه مطبوعه.
• پوسټ, و. (۱۹۹۷). د ايمل کاسي محکمه. واشنګټن: واشنګټن پوسټ.
• ټلويزون, ج. (۲۰۱۵). افغان طالبان د عمران خان په روغتون کې تداوي کېږي. اسلام اباد: جيو ټلويزون.
• نثار, ا. (۲۰۱۲). سليم ساپی څوک دی. سليم ساپی, ۱-۴.
• يوسف, ډ. م. (۱۹۹۳). خاموش مجاهد جنرال عبدالرحمان اختر. لاهور: جنګ مطبوعه.