struggle-with-life

ایا ژوند درسره په جنګ دی؟

ایا تر اوسه مو فکر کړی، چې کله دفتر د غوسې له لاسه پرېږدئ او بېرون ته وځئ، په سړک او آن ملي بس کې مو هم حقوق تر پښو لاندې کېږي؟

که همدې موضوع ته له بله اړخه یا برعکس وګورو، کله، چې تاسو په یو چا مین شئ، نړۍ هم درته بدله او متفاوته ښکاري.

نړۍ آینې ته ورته ده. هغه څه چې په خپل وجود کې حس کوئ په بېروني نړۍ کې یې هم لاسته راوړئ همدا لامل دی، چې تاسو نه شئ کولای په بهرنۍ نړۍ کې د بدلون له لارې خپل ژوند بدل کړی.

که له تاسو سره په بیرون کې خلک سم چلند نه کوي، د تګ لپاره د کوڅو او سړک بدلول هم ستاسو لپاره ګټه نه رسوي.

که تاسو ته په کاري چاپیریال کې د احترام په سترګه نه ګوري، د شکل بدلول مو هم ستاسو دغه ستونزه نه شي حل کولای…

ستونزې درک کړئ!

ډېر کله په ستونزو باندې پوهېږو چې که خپله دنده مو خوښه نه وي کېدای شي بدله یې کړو او یا دې ته ورته مثالونه.

که د دندې له بدلون سره موږ په خپل ځان کې بدلون را نه ولو، نو لرې نه ده، چې په نوې دنده یا نوي کاري چاپېریال کې به هم له موږ سره دغه ډول چلند وشي.

په هېچا پورې هم اړه نه لري

ډېری کسان چې دغه موضوع نه درک کوي، تل پړه د نورو پر اوږو اچوي په داسې حال کې چې زموږ هېڅ شی هم په نورو پورې اړه نه لري.

که مو داسې احساس کړه، چې ستاسو کار بې ارزښته دی او یا هم د کوم کار په بدل کې تاسو ته کم څه درکول کيږي، لرې نه ده، چې پر تاسو باندې به همداسې یو مدیر مقرر شي چې تاسې ته به هېڅ حق نه درکوي.

که مو خپل احساس ته په نه سترګو وکتل داسې همکاران به مو په نصیب شي، چې ستاسو احساساتو ته به د هېڅ شي په سترګه ګوري.

که فکر کوئ، چې زما اندام چندانې اندام نه دی، که واده وکړم مېرمن به مې په کومه سترګه راته ګوري، لرې نه ده، چې خدای پاک به همداسې یوه مېرمن در په نصیب کړي، چې ستاسو په اندام پورې به خندا کوي.

له خاطرو ډکه شپه

ژوند ټول وخت په داسې لوري بدلون مومي چې په هغه لوري زموږ فکر روان وي؛ د مثال په ډول: زړه مو غواړي نن شپه له خپلې مېرمنې سره له خاطرو د یوې ډکې شپې په موخه د ښار تر ټولو ښه او ستاسو د خوښې وړ رسټورانټ ته ولاړ شئ. د مېز د رزرف کولو لپاره د رسټورانټ د خداماتو څانګې سره اړیکه نیسئ، درته وایي چې په بښنې سره ټول مېزونه مخکې له مخکې رزرف شوي دي.
دغه کلمه، چې ټول میزونه مخکې له مخکې نیول شوي دي ستاسو په ذهن کې ځای نیسي.

بیا پوښتنه کوئ، چې له دې خبرې مو مطلب څه ده؟
خدمه بیا ځواب درکوي، چې سمه خبره کوه په بښنې سره ټول مېزونه له مخکې نیول شوي دي.

په ځواب کې ورته وایئ، زه ستاسو همیشنی مشتري یم، هر ډول چې کېږي باید ماته ځای راکړئ!

خدمه: بښنه غواړم!

تاسو هم له غوسې نه د تلفون غوږۍ پر میز وهئ له ځانه سره وایئ« نن شپه مې باید له خاطراتو ډکه شپه وای» اوس نو تاسو سخت په غوسه یئ او په بل رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړلو پرېکړه کوئ. غذا یې ښه نه ده.

له رسټورانټ څخه د بېرته راګرځېدو په وخت کې له خپلې مېرمنې سره جر و بحث کوئ او د دې شپې په اړه ورته وایئ، د نن ورځې ارمان مې پوره نه شو او دا شپه زما په زړه نه وه.

خو که د رسټورانټ د خداماتو له څانګې سره د اړیکې په وخت کې داسې چلند وکړئ، چې:

خدمه: له بدمرغه ټول مېزونه ډک دي او تاسو په ځواب کې ورته و وایئ« ډیر ښه تراوسه مې شل ځله ستاسو په رسټورانټ کې ډوډۍ خوړلې ده، نن غواړم یو بل ځای وټاکم“

د ژوند کولو قایده

که فکر وکړئ، چې ژوند له تاسو سره په جنګ دی له شک پرته چې همداسې به در سره کېږي، خو د ژوند کړلو لپاره بله لار هم شته او په دې خبره ایمان ولری، خدای پاک، چې هر څه پیداکړي ستاسو د خوښیو او ور څخه د ګټې اخیستنې لپاره دي. مینه، محبت اخلاص او هرڅه چې له نورو غواړئ لومړی یې په خپل ځان کې پیدا کړئ. که تاسو خپل ځان ومنلو، له شک پرته، چې نور خلک مو هرو مرو مني، که له ځان سره مینه وکړئ، نور هم دې ته واداره کېږي، چې له تاسو سره مینه وکړي.

تاسو د خپلې دنیا پیداکوونکي یئ

په ژوند کې مو چې څه راځي، څه تر لاسه کوئ، څه له لاسه ورکوئ، پرمختګ کوئ، په شا تګ کوئ دا ټول هغه څه دي، چې مخکې له مخکې تاسو د ځان لپاره ټاکلي دي نه بل چا!

بلاخره داسې وخت به راځي، چې ژوند به مو په خپل لاس کې وي، خوښه او فکر به ستاسو وي، چې د خوښۍ او که د بدبختۍ او بد مرغۍ لوري ته یې بیایئ د هر څه مسؤل به تاسو خپله وئ.

اصلي خبره دا ده، چې ژوند له موږ سره په جنګ نه دی څه مو چې په ژوند کې راځي دا خپله زموږ ذهنیت دی او بس!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.