_81871534_624xpic-bank-note

ایا پیسې د لاس خیری دی؟

ډېر خلک په دې باور دي، چې پیسې د لاس خیری دی او دوی په مادیاتو پسې نه ګرځي. ډېر داسې کسان مې لیدلي، چې د دندې لټولو پرمهال وايي، (( زه په مادیاتو

پسې نه ګرځم، ماته معنویت مهم دی))، خو لږ وخت وروسته د معاش او نورو امتیازاتو غوښتنه کوي.

په پخوانۍ زمانه کې، چې ژوند او روزګار په کرکیلې او کورني اقتصاد بنا و، دا ډول خبرې به کېدای شي دومره غیر معقولې نه وې، خو په اوسمهالي پېر کې دا ډول خبرې نه یوازې دا، چې معقولې نه دي، بلکې هسې د ځان یا ځان ته ورته نورو کسانو غولول دي.

معاش، امتیاز، یا د کار په بدل کې د لاسباړې ( حق الزحمې) اخستل د ژوند او ژوندي انسانانو اړتیا ده.

هیڅوک هم تاسې ته په وړیا ډول ډوډۍ او نوره متاع نه درکوي. هیڅوک هم دې ته نه چمتو کیږي، چې تاسې له ګټې پرته په خېټه وساتي. فلهذا تاسې هم اړیاست، چې د ډوډۍ د حصول په خاطر کار وکړﺉ او د کار په مقابل کې پیسې واخلﺉ.

پخوا به ټولې چارې د کور د مشرانو پر غاړه وې، ځکه خو دا متلونه هم مشهور وو، چې ((منډې به لالا وهي، مړۍ به عبدالله وهي، یا یو یې ګټي، سل یې څټي))، خو اوس دا هرڅه بدل شوي دي، برعکس اوس یې سل تنه ګټي او یو تن، چې یا ړوند، کوڼ، معیوب او …وي، هغه یې څټي.

پخوا زوی ته واده کول، د هغه د زده کړې لګښتونه، د کور لګښت برابرول او داسې نور ټول د لالا او بابا پر غاړه وو. هغه مهال ځمکو ښه حاصل درلود، ژوند دومره مډرن نه و، لکه اوس، ځکه خو لګښتونه هم خورا کم وو او لږ زحمت د ډېر وخت راحت و. یوځوان، یا پلار به ۹ میاشتې کار کاوه او درې میاشتې ژمی به یې په کور تېراوه، خو اوس وخت توپیر کوي، خلک په ژمي کې د صندلۍ پرځای پر څوکۍ کیني او خپل کار پرمخ وړي. هغوی، چې اوس هم په ژمي کې د (( بېکارۍ)) په پلمه صندلیو یا پیتاویو ته ناست دي، هغوی یوازې او یوازې ځانونه او خپلې کورنۍ غولوي.

که تاسې په کابل او نورو سترو ولایتونو کې د ځوانانو اوسنی ژوند وګورﺉ، د پخوا په پرتله خورا بدل دی. هغوی د خپلو ودونو لګښت پخپله برابروي، د کورونو کرایې هم خپله ورکوي او که پلار او مور یې له کلي نه ځي، کلي ته د هغوی لګښت هم وراستوي. دا په دې معنا ده، چې د ژوند او اقتصاد په تړاو د ځوان نسل فکر بدلون موندلی او هغوی ور ورو د خودکفایۍ پر لور ځي.

تېره ورځ مې یوه ملګري راته وویل، چې غواړي یوې ورځپاڼې ته کالمونه ولیکي، ځکه په دې سره به د خپل منظم معاش ترڅنګ، د کور د کرایې لپاره د عاید یوه بله سرچینه هم ومومي. د نوموړي دغه فکر مې خوښ شو، ځکه په هغه کې تحرک دی او غواړي د (( پنځه ورځې ژوند دی، تېر به شي)) مقوله له منځه یوسي.

په افغانستان کې د پیسه دارو یا شتمنو خلکو په اړه عمومي ذهنیت دادی، چې حرامې یې را ټولې کړې دي، که په لوکس موټر کې څوک وویني یو دوه ښکنځلې هم پسې کوي، خو ایا په دې مو فکر کړی، چې علت یې څه دی؟ زما په نظر ددغه ډول ذهنیت ستر لامل له بېوزلۍ را ټوکېدلی روان دی.

زموږ پر ذهن او روان اوس دغه ذهنیت غالب شوی، چې ډېرې پیسې په حلاله طریقه نه ګټل کیږي، باید حرام یا پاک او مردار سره یوځای شي. خو حقیقت دادی، چې تر څو په موږ کې د بیوزلۍ له امله دغه خودساخته ذهنیت موجود وي، موږ به نه شتمن شو او نه به له شته پیسو او امکاناتو خوند واخلو. دا په دې معنا نه ده، چې معنویت ته شا واړوو او په مادیاتو کې خپل ټول معنوي ارزښتونه له لاسه ورکړو.

که په سمه توګه فکر وکړو، د شتمنۍ او پیسو له لارې کولای شو ټول معنوي ارزښتونه خوندي کړو.

هغوی، چې پیسې او شتمني ونه لري نه خیریه کارونه کولای شي او نه هم بې وزلو ته زکات، صدقه او خیرات ورکولای شي. له دې اخوا دغه بې وزلي ددې لامل هم ګرځېدای شي، چې په ځینو مواردو کې له موږ نه عاطفه او ترحم هم واخلي.