vladimir-putin-set-to-win-world-war-3-says-pravda-russias-nuclear-weapons-in-ukraine-denied-as-russophobia

ایا نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په درشل کې ده؟

د اکټوبر په میاشت کې د روسیې او امریکا ترمنځ د دریمې نړیوالې جګړې د نښتو په اړه اندېښنې د بل هر وخت په پرتله زیاتې شوې دي .

په دې لړ کې وروستی خبرداری ترکیې ورکړی دی . تر کیې ویلي که د سوریې کړکیچ هوار نه شي روسیه او امریکا یو بلې نړیوالې جګړې ته ننوتلی شي .

تیره اونۍ امریکا او بریتانیا خبرداری ورکړ چې که روسیه او متحدین یې د سوریې پر حلب ښار بمبارۍ پای ته ونه رسوي ، روسیه او ملاتړي به یې له نورو بندیزونو سره مخ شي .

حلب د سوریې هغه ښار دی چې د امریکا د ملاتړ لرونکیو یاغیانو په واک کې دی.

سوریه او روسیه دا ډلې ترهګر ګڼي او ددې ښار د نیولو لپاره یې پراخ پوځي کمپاین پیل کړی دی .

د یکشنبې په ورځ روسیې د امریکا د اینټرنیټي بریدونو ګواښونه وغندل . دا ګواښونه وروسته له هغې وشول چې د اوباما ادارې مسکو د امریکا د سیاسي سازمانونو د کمپویټرونو په هک کولو او د امریکا په انتخاباتو کې د اغیز لرلو په هڅو تورن کړ .

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموس خبرداری ورکړ چې که چیرې په سوریه کې نیابتي جګړه دوام وکړي نو امریکایان او روسان به خپلو کې د نړیوالې جګړې پر کرښه ودروي .

the-long-but-inevitable-road-to-world-war-3-explained
نعمان کورتولموس ویلي د سوریې کړکیچ دریمه نړیوال جګړه پیلولی شي .

ددې میاشتې په سر کې یو روسیې ورځپاڼې خبرداری ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سوریې په کړکیچ کې یوه داسې خطرناکه لوبه کوي چې د دریمې نړیوالې جګړې سبب کیدای شي .

دې ورځپانې خبرداری ورکړی چې په سوریه کې روانې دښمنۍ امریکا او روسیې هماسې مستقیمې پوځې شخړې ته اړباسي لکه د کیوبا د توغندیو کړکیچ چې ورته نژدي کړي وو .

تر دې مخکې ولسمشر پوتین په یوه وینا کې د لویدیځ په رسنیو انتقاد کړی و چې خپل خلک د خپلو حکومتونو له هغو پالیسیو په سمه توګه نه خبروي چې دده په وینا یې نړۍ د یو خطرناک کړکیچ خواته روانه کړې ده .
یوازې سوریه نه ده چیرې چې روسیه او امریکا یو بل سره د ګټو په تضاد کې دې. دا دواړه لوی هیوادونه په اوکراین کې هم سره په کړکیچ اوښتي . امریکا د اوکراین د حکومت او روسیه د بیلتون غوښتونکو پلوي کوي . همدارنګه امریکا او ملاتړي یې له روسیې سره د کریمیا یو ځای کیدل د اوکراین پر مځکنۍ بشپړتیا د روسیې تیری ګڼي .

په ختیځه اروپا کې د امریکا له خوا د توغندیو د ډال نصبول بل لویه مسله ده چې د روسیې او ناټو ترمنځ یې کړکیچ زیات کړی دی .

د ناټو عمومي منشي څو ورځې مخکې خبرداری ورکړ چې روسیه په یو داسې هیواد بدل شوی چې د خپلو ګاونډیانو خلاف د زور له کارولو سره لیوالتیا لري .

همدارنګه په دې وروستیو کې داسې نښې نښانې ښکاري چې روسیې په افغانستان کې هم د امریکا په وړاندې سیالۍ ته رادانګلي دي . د کندز سقوط ، د افغانستان په شمال کې د داعش د وسلوالو د ځای پر ځای کیدو اوازې او له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه خپریدونکې راپورونه ددې لوبې نښې نښانې ګڼل کیږي .

ایران ، سعودي عربستان ، پاکستان ، ترکیه ، اسرایل او یو اروپايي هیوادونه ددې نړیوال کړکیچ دویمه درجه لوبغاړې ګڼل کیږي .

ویره داده چې دریمه نړیواله جګړه به د پرمختللو وسلو جګړه وي . د داسې پرمختللو اټومي او ټیکنالوژیکو وسلو جګړه چې د خدای ج پر دې ارته مځکه د بشر ژوند په ټولیزه توګه ګواښلی شي .