15189_676315405755917_1484402122092682759_n-768x530

ایا موسمي او سفارشي تولید ولرو؟!

د پېرونکو پېچلو غوښتنو او د ځینو اقلامو په تولید کې د هغوی سپارښتنو د محصولاتو شمېر په چټکۍ سره ډېر کړی دی. دا چاره به همدغسې روانه وي او تولیدوونکي اړ دي، چې د هغوی له غوښتنو سره سم پرمخ لاړ شي.
تر دې دمه د ډېری شرکتونو چلند دا دی چې د خپلو محصولاتو ټول شمېر راکم کړي او پر هغو محصولاتو پانګونې وکړي، چې ګټه یې ډېره ده. دا چاره خپلې ګټې لري، خو دا اوس یو حقیقیت دی، چې د مشتریانو د سلیقو ډېروالی د سوداګریز ژوند په واقعیت بدل شوی دی. خو تولیدوونکي باید له دې چارې ونه ویرول شي. د مشتریانو له سلیقو سره سم عمل دومره سخت کار هم نه دی. ددې ښه لاره ځنځیري پلورل دي. شرکتونه ددې پرځای، چې په یوه ځای او مشخصه برخه کې کار وکړي، په څو برخو کې کار وکړي.
یوڅوک په کور کې توکي در نه غواړي. دا چاره د توکو بیې لوړوي، خو یوڅوک پلورنځي ته راځي او په ټیټه بیه توکي پیري. دا دواړې برخې سره متفاوتې دي. په لومړني پلور کې مشتریان عاجل عمل غواړي او عاجل کار قیمت لوړوي، خو په دویم کې انتظار کوي او لګښت یې ورسره ټیټیږي.
یو شرکت په کال کې درې ډوله تولید کوي. یو داسې توکي تولیدوي، چې هر وخت یې په بازار کې تقاضا موجوده وي. دویم موسمي موډ دی، چې په هر کال کې څلور ځله تازه کیږي. یانې په اوړي کې یو ډول لباس او بوټان، په ژمي کې بل ډول، په پسرلي او مني کې بل ډول. درېیم تولید د ورځې په حساب وروستی موډ دی، چې خلک یې ډېر غواړي. په دې ټولو کې د سفارش ورکولو وخت، قیمت او نور مسایل سره متفاوت دي. لومړی لاس توکي، چې په بازار کې هر وخت او تل پېرل کیږي، لکه جراب، ټي شرټ او …. په ارزانه بیه او کم سرعت تولید کیږي، خو د ورځې موډ توکي په لوړ قیمت او ډېر سرعت بازار ته وړاندې کیږي، ځکه د ورځې موډ ژر تیریږي او توکي بیا له کاره غورځي.
ممکن شرکت په دغو دریو عرضو کې په یوه هغه کې ښه ګټه ونه کړای شي، خو د بازار غوښتنو ته باید ځواب ووايي. له دې اخوا قیمت هم مهم دی. یو کس ډېر باکیفیته څیز غواړي، خو قیمت یې لوړ وي. دویم کس اوسط قیمت او درېیم ټیټ قیمت غواړي. د توکو کیفیت د مشتریانو د تقاضا پر بنسټ ټاکل کیږي او د دریواړو مشتریانو غوښتنو ته ځواب ویل کیږي. د چینايي مالونو د پراخ خرڅلاو یو شتر عامل همدا دی، چې د مشتریانو غوښتنې په کې په بشپړه توګه په پام کې نیسي. که شرکت د خپلو توکو شمېر محدود کوي، په پلور او بازارموندنه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي. ممکن په دې چارې سره شرکت ته د بازار یوه نوې دروازه پرانېستل شي او ګټې یې یو پر څو شي.
نن سبا اکثریت تولیدات د مشتریانو د غوښتنو پر اساس طرح کیږي.
یو توکی په افغانستان کې یو ډول، پاکستان کې بل ډول او په ایران او ترکیه کې په بل کیفیت او بڼه کار ور کوي. دا ټولې غوښتنې د توکو په تولید کې په پام کې نیول کیږي. د افغانستان په څېر هېواد کې، چې برېښنا پکې عامه نه ده، د لمري پرېښنا لپاره د هغې اړوند برقي وسایل په کار دي. دا د خلکو اړتیا ده او کمپنۍ اړې دي، چې د خلکو د غوښتنو پر اساس تولید وکړي. ( ژباړه او لیکنه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.