اور لیګدنې

اورلګېدنه که اور اچونه؟

اور لګېدنې ټولې د غفلت یا بې‌توپيري زېږنده نه وي، ځینې هغه قصدي یا لاسي غځېدلې وي.

غالباً په ۱۳۴۹ لمري کې د دارالامان ماڼۍ ته چې فواید عامي وزارت په‌کې اړولي وو، لاسي اور ورته کړای شو، دغه اور د درغلیو د اسنادو او دوسیو د له منځه وړلو په موخه اچول شوی و، خو څنګه چې حکومت فعال او ادارې بيدارې وې، اطفايیه پر وخت ورسېده او اور په هماغه لومړیو شېبو کې ووژل شو.

دغسې د ډاکتر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته په تنظیمي حکومت کې دوه ځله شهزاده سرای له لوټ تالان وروسته وسوځول شو او څو ځایه نور هم د زرګرانو او سرو زرو هټۍ په دغه بڼه او کچه وسوځول شوې.

په کابل کې دا څوومه پېښه ده چې د قصدي اوراچونې شک پرې کېدای شي.

د اباسین ځدراڼ مارکېټ په سوځېدو کې دغسې شکونو ځکه د کتونکيو پام وراړولی چې تر برېځر له مخه له اور لګېدنې وړاندې مارکېټ ته د ځانمرګيو د ننوتو اوازه خپره شوه چې له امله یې هټيوالو بې‌له دې چې نغدي پیسې ورسره واخلي، له مارکېټه ووتل.

له دې سره اور په دومره چټکي خپور شو چې په څو شېبو کې یې د مارکېټ اته پوړه په خپلو لمبو کې ونغښتل.

اور لا وژل شوی نه و، پلټنې لا پیل نه وې چې د کابل امنیه قومندان په بشپړه قاطعیت د اورلګېدنې لامل په ګوتو کړ، خو د ده دغه ادعا چې ګنې اور د اوتو له امله لګېدلی خلکو او هټیوالو سم و نه‌شوای بللای.

د پلاسټیکي توکیو او نیلوني ټوکرانو شتون هم د اور لګېدنې د چټکې غځېدا بنسټي لامل نه‌شي ګڼل کېدای.

داسې نه ده چې پلاسټیکي توکي او نیلوني ټوکران نه وای ښایي اور نه وای لګېدلی یا په دغسې چټکي نه وای خپور شوی، دا داسې خبره ده لکه طالبانو چې د دوی په خبره، د فحشا د مخنیوي له‌پاره پر ټلوېزیوني خپرونو له بندیز سره ټلوېزیونونه په دار ځړول.

که داسې وي بیا به څوک پلاسټیکي توکي او نیلوني ټوکران نه پلوري، په ګاډو کې به د ټکر او الوتکو کې د سقوط له اندېښنې سفر نه کوي.

لږ تر لږه په کابل کې درې لویې اورلګېدنې له همدغسې شک سره مخامخ ختلې.

د منډه‌یي د یوه سرای اورلګېدنه د زورواکيو له خوا هورې د یوه بلندمنزل د جوړېدا هڅه یا توطيه بلل شوې چې غوښتل یې هټیوال له هغه سرایه وایستلای شي.

یو مشهور پانګه‌وال حاجي کفتان ځدراڼ کلونه له مخه د سړي‌تښتوونکيو له خوا د ده د زوی پر تښتولو او وژلو سربېره وخت پر وخت له ګڼو ستونزو، ګواښونو او ننګونو سره مخامخ کړای شو.

دغسې نور پانګه‌وال او سوداګر هم له تښتونې په بم د ملکیتونو د الوزولو او سوځولو له ګواښونو سره مخامخ شوي دي.

پوښتنه دا ده چې اطفايیه څنګه په وخت و نه رسېده، یو ټانکر خالي او دوو نورو د مارکېټ لوړو ته د اوبو رسولو وړتیا نه درلوده؟

د مارکېټ په هر پوړ کې د اور وژنې کپسولونو څنګه کار ور نه کړ، که دغسې کپسولونه فعال نه وو، مسوولیت یې د چا پر غاړه غورځېدلای شي؟

د اور وژنې له خوندي سیسټمه پرته دغسې ودانیو ته څنګه د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده؟

دا سمه ده چې د اورلګېدنې مخه په پرمختللیو هېوادو کې هم نه‌شي نیول کېدای، خو له اور ژغورنې او زیانونو د کمولو چاره ناشونې او دومره ګرانه نه ده.

د نړۍ په جګو او څو پوړیزو ودانیو کې لګېدلی اور ډېر ژر او له زیانه پرته وژل شوی دی.

دا اوس د دوبۍ په هوایي ډګر کې د امارات هوایي شرکت الوتکه چې درې سوه سپرلۍ یې لرلې، د کښېناستو پر وخت له یوه معمولي ټکر سره د اورلګېدنې له پېښې سره مخامخ شوه، خو یوه دقیقه کې د الوتکې ۳۰۰ مساپر خوندي ولېږدول شول.

د اور لګېدو پر سبا اباسین مارکېټ ته څېرمه د میرویس میدان پر پله د ولسمشر غني د احتمالي راتلو په هرکلي کې د بیرغونو لګېدو له‌پاره د لوړې ارتفاع کرينګ چمتو و، خو د اور لګېدو پر مهال د دغسې یوې وسیلې له نشتوالي یوه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکړ او اوبه پر وخت لوړ پوړ ته و نه‌شوای ختلای.

د منډه‌يي تر اورلګېدنې وروسته باید اړوندو ادارو ټول مارکېټونه، بلند منزلونه کتلي، ارزولي او د اور وژنې په وسایلو سمبال کړي وای.

دغسې یې د فایر ایګزټ له‌پاره هم بېړني اقدامات سنجولي وای.

دا چې د اباسین مارکېټ سوځېدل اورلګېدنه ده که اور اچونه، پړه او لاملونه یې ښایي څرګند شي چې په راتلونکي کې د دغسې ناوړه پېښو د تکرار مخه ډب و اوسي.

د لوړپوړو ودانیو مالکان باید مکلف کړای شي چې خپلې ودانۍ د اور وژنې په فعال سیسټم سمبال او د فعالیت د کتنې او ارزونې چمتووالی یې باوري کړای شي.

د سرخط ورځپاڼې سرليکنه