اوباما له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو پلان بدل کړ

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، له افغانستان څخه یې د امریکايي سرتیرو د وتلو په پلان کې بدلون راوستی او د نوي پلان له مخې دده د واک د دورې تر پای پورې په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري پاتې شي .

د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پخواني پلان له مخې باید د روان ۲۰۱۶ م کال تر پای په افغانستان کې د اوسنیو ۹۸۰۰ امریکايي سرتیرو څخه پنځه نیم زره په دې هیواد کې پاتې او نور یې وتلي وی .

اوباما پرون له سپینې ماڼې څخه په یوه وینا کې وویل چې په افغانستان کې به ددیره امریکايي سرتیرو ماموریت کې کوم بدلون نه راځي خو د پخواني مهال ویش خلاف به یو زیات شمیر سرتیري په افغانستان کې پاتې شي .

د امریکا ولسمشر چې د خپل واک په ورستیو میاشتو کې دی ویې ویل د امریکا د وسلوالو ځواکونو د سر قومندان په توګه یې هوډ کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځاله بدلیدو ته نه پریږدي او همدا لامل دی چې وخت په وخت یې د امریکا د ملي امنیت له ادارې سره د افغانستان پر تګ لارې بیا بیا غور کړی .

د نوموړې په وینا اوسنی بدلون د همداسې یو غور نتیجه ده . نوموړې همدارنګه تر دې میاشت مخکې خپلې بلې پریکړې ته هم اشاره وکړه چې په افغانستان کې یې د میشتو امریکايي ځواکونو واکونه زیات کړي وو ، څو وکولای شي په ښه توګه د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي .

اوباما وویل، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د اوږده مهال لپاره قرباني ورکړې نو ځکه باور لري چې دا یې د هیواد د امنیت په ګټه ده چې افغانانو ته د بریا ښه زمینه برابره کړي .

ولسمشر بارک اوباما وویل چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو امریکايي قومندان جنرال نیکلسن د پسرلي راهیسې یې هلته کار پیل کړی د حالاتو جاج یې اخیستي . د اوباما وینا د امریکا دفاع وزیر ، د امریکا د کانګرس غړو ، د ملي امنیت ادارې او د افغان حکومت او نړیوالو ملګرو سره تر مشورې وروسته یې دا پریکړه وکړه چې د افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو جوړ شوی مهال ویش بدل او د وتلو دا بهیر ورو کړي .

د ښاغلي اوباما په خبره طالبان اوس هم د افغانستان امنیت ته خطر دي.

د نوموړي په وینا امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

طالبانو ته د ښاغلي اوباما پیغام دا و چې تاسو کلونه د افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کړې خو دغه جګړه کې به ځکه هیڅکله بریالی نه شئ ځکه چې امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړه ده .

نوموړې وویل په افغانستان کې سوله او له دې هیواد د بهرنیو ځواکونو وتل یوازې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د بریالیو خبرو په ترڅ کې ممکن دي او د همدې لپاره دوی د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو پلوي کوي .

اوباما دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د جمعې په ورځ په پولینډ کې د ناټو د مشرانو غونډه پیلیږي چې په کې به افغانستان او له افغانستان څخه د ناټو ملاتړ د بحثونو د اجنډا په سر کې وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.