sanliurfa-suructaki-saldiriyla-ilgili-taziye-mesaji

انقرې له اسلام اباد د ګولن د ادارو د تړولو غوښتنه کړې

په ترکیه کې له ناکامې پوځې کودتا وروسته انقرې له پاکستان څخه غوښتي دي چې په دې هیواد کې دې د فتح الله ګولن اړوند ادارې وتړي .

په اسلام اباد کې د ترکیې سفیر صادق بابر ګرکین خبریالانو ته وویل ، ولسمشر رجب طیب اردوغان له ټولو دوستو هیوادونو غوښتنه کړې چې د فتح الله ګولن د فعالیتونو مخه دې ونیسي .

نوموړې زیاته کړې هیواد یې پاخه شواهد لري چې امریکا میشتي ترکي روحاني فتح الله ګولن ددې ناکامې کودتا تر شا لاس درلود .

د ګولن شبکه په پاکستان کې یو ویشت ښونځي او د ” رومي بنسټ “ په نوم سازمان لري. همدارنګه په دې هیواد کې نور سوداګریز فعالیتونه هم لري . دا ادارې په پاکستان کې له لسیزو راهیسې کار کوي .

 

pak-turk

په اسلام اباد کې د ترکیې سفیر ویلي ، انقره له پاکستاني چارواکو سره په دې هیواد کې د ګولن د ادارو د تړلو په اړه په تماس کې ده .

پاکستاني رسنیو بیا د خپل هیواد د چارواکو له خولې ویلي چې د ګولن د ادارو خلاف پر اقدام غور کوي .

په پاکستان کې د ترکي ښوونځیو او کالجونو د سلسلې مشر بیا د ګولن سره هر ډول ارتباط رد کړی دی .