ce9ad663-6309-4a6d-8895-c476c119dfff

انفلاسیون یا د پیسو پړسوب

د نصير کوټوال لیکنه – مونږ په خپل ورځني ژوندانه کې تل د د توکو د پلور بیو د لوړوالي څخه سر ټکوو، همدا پرون مې هم یو خبر ولوستو چې په کابل کې د خوراکي توکو پلور بیې لوړې شوي. د اقتصاد په ژبه د بیو د عمومي کچې لوړوالي ته انفلاسیون وایي چې ځینې خلک بیا انفلاسیون د پیسو د پړسوب په نوم هم یادوي. د انفلاسیون په ترڅ کې د پیسو ارزښت او د پیر ځواک کمیږي او د پیسو د نوموړي ارزښت او یا د پیر د ځواک د کمیدا لامل هم د پیسو ډېرښت دى. په اقتصاد کې طبعاً یو څه چې ډیر شي ارزښت یې رالویږي او د اقتصاد د نوموړي قانون څخه پیسې هم مستثنی نه دي. کله چې د انفلاسیون څخه خبره کوو نو موخه مو باید د قیمتونو په کچه کې دوامداره زیاتوالی وي، د قیمتونو موقتي زیاتوالی انفلاسیون نه شو بللی، ځکه کېدای شي په مارکېټ کې یوازې د کوم لامل له مخې تر یو مهاله یوازې د یو توکي قیمت لوړ شي، خو د نورو اجناسو قیمتونه ثابت وي. په دې اړوند باید ووایم چې د قیمتونو د کچې لوړوالی د انفلاسیون یو شاخص او نښه ده نه د هغه لامل ځکه انفلاسیون نور ډیر لاملونه لري چې دلته به پرې سره خبرې وکړو.

کینز د انفلاسیون د رامنځته کیدو لوی لامل انفلاسیوني تشیال یا خلا ګڼي.

انفلاسیونی خلا د هغه حالت څخه عبارت ده کله چې د اساس د قیمتونو په نظر کې نیولو سره اټکل شوي لګښتونه د موجوده محصولاتو څخه زیات شي یا په بل عبارت دا د یوې ټولنې د وګړو د پولي عایداتو او د شته تولیداتو او خدماتو د مقدار تر مینځ تفاوت دی. نو په یوه ټولنه کې د انفلاسیون د رامینځ ته کېدو لامل هم د کینز په اند همدا انفلاسیوني تشیال دی. د انفلاسیون د مخنیوي یا له مینځه وړلو لپاره باید دا تشیال یا خلا ډکه شي. د انفلاسیون ځینې نور لاملونه عبارت دي له:

لومړی- د مجموعي تقاضا زیاتوالی چې د تقاضا د زیاتوالي لاملونه هم عبارت دي له د پیسو د عرضې زیاتوالی، د شخصي عوایدو زیاتوالی، د مجموعي مصارفو او پانګونې زیاتوالی، له داخلي تولیداتو ته د خارجې تقاضا زیاتېدل چې په ترڅ کې یې صادرات هم زیاتیږي، د مزدونو، معاشونو او د نورو مکافاتو زیاتوالی او د نفوسو زیاتوالی.

دويم – د د غه تقاضا په مقابل کې د اجناسو او خدماتو نه زیاتوالی چې لاملونه یې عبارت دی له:

د سرمایوي اجناسو عدم مثمریت، د تولید د عواملو کم اغېزمنتوب لکه غیر مسلکي کارګر یاد د خامو موادو کمبود او داسې نور، د اسعارو د خارجې تبادلې د نرخ د رالوېدو د مخنیوي په موخه د صادراتو زیاتول چې په ترڅ کې یې د هېواد په داخل کې د محصولاتو عرضه کمیږي، د تجارانو له لوري د تولیداتو احتکار، طبیعي آفات لکه وچکالي سیلابونه او نور

د تقاضا د زیاتوالی له امله رامینځ ته شوی انفلاسیون ته Demand pull Inflation وایي او د یو اقتصادي جریان د هغه عواملو د تقاضا د زیاتوالی له امله رامنځته کیږي کوم چې د مارکېټ د تقاضا یا مصرف په اړخ کې شتون لري چې عبارت دي له کورنیو، د پانګونې د مصارفو او د دولت د مصارفو څخه چې د دوی د تقاضاګانو ټولګه د یو هېواد مجموعی تقاضا هم جوړوي، نو کله چي دغه تقاضا د اجناسو او خدماتو د موجوده عرضي څخه زیاتیږي، نو دا د انفلاسیوني فشار ښکارندوی ده، که د اضافي تقاضا په مقابل کې عرضه زیاتوالی ونه کړي نو طبیعي ده چې انفلاسیون به رامینځ ته شي.

په پرمختیایي یا مخ پر ودې هېوادونو کې انفلاسیون:

پرمختیایې هېوادونه د خپل قتصادي پرمختګ په لړ کې تل له انفلاسیون سره لاس او ګریوان وي، خو د پرمختیایې هېوادونو انفلاسیون د پرمختللو هیوادونو له انفلاسیون سره توپیر لري داسې چې په پرمختللو هېوادونو کې هغه وخت انفلاسیوني حالت رامنځته کیږي کله چې دFull Employment یا بشپړ استخدام حالت حاکم شي خو په پرمختیایي او وروسته پاتې هېوادونو کې اوزګارتیا او انفلاسیون دواړه یو ځای شتون لري.

په پرمختللو هیوادونو کې کله چې دولت وغواړي اقتصادي رکود له مینځه یوسي، نو د بېلابېلو لارو له مخې پانګونه زیاتوي چې ورسره د پانګونې لګښتونه زیاتیږی او دا په خپل وار سره د تقاضا د زیاتوالي لامل کیږي، خو دغه زیاته شوې یا اضافه تقاضا د انفلاسیوني حالت د رامنځته کېدا لامل نه کیږي ځکه چې په دغو هېوادونو کې د تقاضا په مقابل کې عرضه ارتجاعیت لري یعنې د تقاضا په زیاتیدا سره عرضه هم زیاتیږي، ځکه خو په پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي رکود او اوزګارتیا د له مینځه وړلو لپاره د اضافي تقاضا د رامینځ ته کولو کوښښ کیږي داسې چې پرمختللی هېوادونه دا وړتیا لري چې د متناسبې عرضې له مخې نوموړې اضافي تقاضا اشباع کړي. خو په پرمختیایې هېوادونو کې بیا داسې نه ده، په دغه هېوادونو کې پانګونه اضافي تقاضا رامنځته کوي، خو اقتصادي نظام د د پانګې د نه شتون له امله دا وړتیا نه لري چې عرضه ورسره په متناسب ډول زیاته شي. په دغو هېوادونو کې د ملي عاید زیاتېدل او د اوزګارتیا له منځه تلل د حقیقې پانګې د زیاتیدلو سره تړلې دي او د پانګې زیاتیدل بیا د پانګونې پورې اړه لري، نو د دې لپاره چې په دغه هېوادونو کې د پانګونې جوړښت Capital Formation تحقق بیامومي، نو هغوی د خپلو اقتصادي پلانونو له مخې لویې پانګونې تشویق او تر سره کوي دغه پانګونې مصرفي اجناسو په ځانګړي ډول زراعتي تولیداتو ته تقاضا زیاتوي په داسې حال کې چې موجوده امکانات دا ظرفیت نه لري چې د متناسبې او یا مناسبې عرضې له مخې دغه تقاضا پوره کړي چې د عرضې او تقاضا د قانون له مخې دغه حالت د قیمتونو د لوړیدا لامل کیږي.

زموږ د ګران هېواد په څیر ډېری پرمختیایي یا مخ پر ودې هېوادونه په زراعتی محصولاتو متکی وي، ځکه خو د زراعتي محصولاتو لکه غلې دانې او داسې نورو قیمتونه د دغه هېوادونو د قیمتونو په جوړښت کې لویه ونډه لري، نو د زراعتي محصولاتو په قیمتونو کې هر ډول بدلون د قیمتونو د ټول جوړښت د بدلون لامل کیږي د بیلګې په ډول د زراعتي خوراکي محصولاتو په قیمت کې تغیر د وګړو لګښتونه زیاتوي او وګړي له دې امله ډېر ځپل کیږي چې عاید یې دومره نه وي چې د دغه پورته تللو قیمتونو تاب دې راوړي، ځکه خو هغوی د خپلو معاشونو یا مزدونو د لوړیدا لپاره هلې ځلې کوي باالاخره کله چې مزدونه زیات شي نو د تولید د لګښتونو د زیاتوالی لامل کیږی او دا بیا په خپل وار سره د دغه تولیداتو قیمتونه لوړوي. له بل لوري ځینې زراعتي محصولات د صنعتي محصولاتو لپاره خام مواد دي نو د دغه محصولاتو د قیمتونو لوړیدل په مستقیم ډول د صنعتي محصولاتو د تولید مصارف لوړوي. له بله اړخه د زراعتی او صنعتی محصولاتو زیرمه کول او احتکار د انفلاسیون اور ته د پوکي ورکول دي.

د انفلاسیون مخنیوی: د انفلاسیون کنټرول او له مینځه وړل یو څه ستونزمن خو شونی کار دی. د انفلاسیون د مخنیوي تر ټولو غوره لار دا ده چې پولي یا د پیسو مصارف راکم کړل شي. د پولي مصارفو د راکمولو لپاره دولت د پولي سیاستونو څخه استفاده کوي او په ترڅ کې یې مجموعي تقاضا راکموي یعنې کله چې پولي وسایل او کرېډېټ کم وي، نو طبعاً د وګړو د پیر ځواک (تقاضا) راکمیږي او دا خو روښانه خبره ده چې په یو هېواد کې انفلاسیون د اضافي تقاضا (excess demand) څخه رازېږي او د اضافي تقاضا لامل بیا د وګړو په ولکه کې د ډېرو پیسو شتون دی. د لیکنې د حجم کموالی راته د انفلاسیون د مخنیوي د لارو چارو د بشپړ تفصیل اجازه نه راکوي او د انفلاسیون په هکله د لوستونکو د یو څه پوهاوي په موخه په همدومره څه بسنه کوو.