12295304_10153790863813910_2766694136532464453_n

امریکا : پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه مبالغه کوي

په افغانستان کې د هندوستان د رول په اړه د پاکستان اندېښنې پر مبالغې ولاړې دي . دا خبره د ولسمشر بارک اوباما د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ وکړه او خبر داری ورکړ که چیرې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني د شبکې په څیر د ترهګرو ډلو پر ضد ګامونه وانه خلي دا هیواد به روښانه راتلونکی ونه لري .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ریچارډ اولسن په واشینګټن کې د اتلانتیک شورا په نوم یوې څیړنیزې ادارې کې د وینا پر مهال وویل، هندوستان د افغانستان سره یو ملاتړی شریک دی او دې هیواد سره یې کمه خو مهمه پوځي مرسته کړې .

کله چې له ښاغلي اولسن څخه په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه پوښتنه وشوه ، نوموړې وویل :
” زه ډیر وخت فکر کوم چې په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ په اړه ښايي په پاکستان کې له مبالغه کیږي. “

اولسن چې تر دې مخکې په پاکستان کې د امریکا سفیر و د خپلې دندې پر مهال هغه څه ته اشاره وکړه چې دده په وینا ډیره کله یې پاکستان کې اوریدلي ، لکه هلته ویل کیږي چې هندوستان افغانستان کې څلور ویشت کونسلګرۍ لري .

د ریچارډ اولسن په وینا حقیقت دا دی چې د پاکستاني روایت خلاف په افغانستان کې هندوستان یوازې څلور قونسلګرۍ لري .

د پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن وویل تر هغې چې پاکستان د ترویستي سازمانونو په ځانګړې توګه افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اقدام نه وي کړی ، دا هیواد به خوندي نه وي ځکه دا ډلې د پاکستان په ګاونډیو هیوادونو کې ترهګر بریدونه کوي .

اولسن د پاکستان له خوا په وزیرستان کې وروستي پوځي عملیات وستایل او ویې ویل، له دې عملیاتو وروسته اوس په پاکستان کې تاوتریخوالی کم شوی او اقتصاد یې باثباته شوی دی .

خو د نوموړې په وینا پر دې عملیاتو سربیره هم پاکستان د هغو ترهګرو ډلو خلاف په اقدام کولو کې لیوالتیا نه لري چې په ګاونډیو هیوادونو کې یې ورانۍ خپروي او دا ددې هیواد لپاره یوه ننګونه ده . اولسن زیاته کړه :
” پاکستان که چیرې طالبانو پسې ور نه شي ، دا هیواد به روښانه راتلونکی ونه لري . “

د سولې د بهیر په اړه ریچارډ اولسن وویل پاکستان دې بهیر ته ژمن دی او ددې اړتیا ده چې دا کار یې وهڅول شي . نوموړې پر دې هیواد بیا هم ټینګار وکړ چې له خپلو اړیکو کار واخلي او وسلوال طالبان د سولې خبرو ته کینوي .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د اغیز په اړه په بیلا بیلو بڼو خپل اعتراض راپورته کړی دی .

افغان حکومت وايي ، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې په خپله خاوره کې دې د افغان طالبانو تشکیلات له منځه یو سي . خو د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي دوی په خپله خاوره کې پردۍ جګړه نه شي کولی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.