امریکايي سناتور جان مکین په شمالي وزیرستان کې د خپل وروستي سفر پر مهال
امریکايي سناتور جان مکین په شمالي وزیرستان کې د خپل وروستي سفر پر مهال

امریکا پاکستان او خطر یې له پامه غورځوي – د جان مکین لیکنه

لیکوال جان مکین د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر
ژباړه : یاران ټکی کام

د جولای د میاشتې په څلورمې نیټې ما افغانستان ته کلنی سفر وکړ ، څو هلته له امریکايي سرتیرو او پوځي قومندانانو سره وګورم . ما همدارنګه پاکستان ته هم سفر وکړ څو دغلته له پوځي او ملکي مشرانو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هڅو خبرې وکړم . دوه شیان په دې سفر کې راته روښانه شول :

لومړی : په افغانستان کې ماموریت نن هم هماغه ماموریت دی چې په ۲۰۰۱ م کال کې و : هغه دا چې دغلته هغه ترهګرې شبکې وزپل شي چې د ( امریکایانو ) پر ګټو او خاوره د بریدونو هڅه کوي او دوی ته د خوندي ځالو د جوړولو اجازه ورنه کړل شي . متاسفانه چې دا ماموریت تر اوسه بشپړ شوی نه دی .

دویم: په افغانستان کې د امریکا ماموریت د پاکستان له همکارۍ پرته ډیر ستونزمن دی . پاکستان باید د هغو ترهګرو خلاف په خوښه اقدامات وکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي . له همدې کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ بهتره همکاري مهمه ده .

په همدې ترتیب ، د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره ستراتیژیکه اړتیا روښانه ده : د امریکايي سرتیرو د خوندیتوب او په افغانستان کې د ماموریت د بریالیتوب لپاره ، د سیمې د ثبات لپاره او د پاکستان او امریکا دواړو د ملي امنیت لپاره .

خو په دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا اړیکې ترینګلې دي . د نورو شیانو سربیره، پر پاکستان د امریکا د مرستو محدودول ، او پر پاکستان د دفاعي تجهیزاتو د پلورلو په برخه د کانګرس له خوا د سبسایډۍ نه تایید ، د دوو حکومتونو تر منځ دا ترینګلتیا نوره هم زیاته کړې.

پر دې او نورو وروستیو ستونزو سربیره د امریکا او پاکستان مشران نه شي کولی چې تردید او شک ته اجازه ورکړي چې نور هم زیات شي . شریکې ګټې ، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ، د اتومي وسلو خوندیتوب ، او د سیمې ثبات ډیر مهم او ډیر بیړنی دي .

له ډیرې مودې راهیسې ، امریکا دې دوه اړخیزو اړیکو ته د افغانستان له منشور څخه کتلي . خو ددې لپاره چې واقعي پرمختګ ته ورسیږو ، امریکا باید د پاکستان ثبات او ددې هیواد اقتصادي ودې ته هم خپل تعهد څرګند کړي .

پاکستان باید په خپله برخه کې د افغان طالبانو ، حقانې شبکې ، لشکر طیبه او جیش محمد د ترهګرو ډولو پر ضد چې د دوی په خاوره کې فعالیت کوي ، په ګاونډیو هیوادونو کې بریدونه کوي او امریکايي سرتیري وژني، اقدامات وکړي او ددوی لپاره خوندې ځالې له منځه یوسي .

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په وروستیو کې ژمنه کړې چې دا کار به وکړ ي. ددې دوام مهم دی .

دا به د پاکستان لپاره سخت وي . دا به سیاسي اراده او همدارنګه مالي او ځاني قرباني وغواړي . له همدې کبله به په دې هیواد داسې شکاکان وي چې د ترهګرۍ د زپنې قاطع هڅو سره مخالفت کوي .

خو نواز شریف او راحیل شریف د ترهګرو په وړاندې د زغم په پلوۍ دا ډول بهانې مخکې هم اوریدلې دي . په پېښور کې پر یو ښونځي له برید وروسته چې په ۲۰۱۴ م کال کې یې ۱۳۰ کسان ووژل ، داسې کسان هم وو چې ویل یې د پاکستاني طالبانو پر ضد به اقدامات ډیر سخت وي .

خو له نیکه مرغه ښاغلي شریف او راحیل شریف هغه ګواښ وپیژنده چې دې وسلوالو پاکستان ته پېښ کړی و او اقدام یې وکړ. د همدې هڅو په برکت د پېښور پر ښونځي د برید عاملان نه نور پاکستان او نه هم کوم بل هیواد ته ګواښ پېښولی شي .

په ۲۰۱۴ م کال کې پاکستان د ضرب غضب په نوم په شمالي وزیرستان کې چې د افغانستان – او پاکستان د پولې په اوږدو کې پرته سیمه ده پوځي عملیات پیل کړل . دا هماغه ځای چې د لسیزو راهېسې ترې وسلوال په پوره خوندیتوب فعالیت کاوه .

میران شا ته زما د سفر پر مهال ما د ښار هغه بازار وکوت چې یو مهال د بمونو د جوړولو فابریکې وې، د وسلو د سوداګرو او د ترهګړو ډلو دفترونه په کې وو.

د پاکستاني پوځیانو د اقداماتو له برکته د مرګ دا مارکیټ نور نه شته . اوس پوځ دغلته په شمالي وزیرستان کې سړکونه ، سرحدي پوستې ، ښوونځي او روغتونونه جوړوي . دا د هغې ناکامۍ پیژندل دي چې په مخکې لسیزو کې ددې قبایلي سیمې اقتصادي پراختیا ته په نه پاملرنه تیروتنه شوې وه .

(خو ) دې عملیاتو د ترهګرو ټولې ځالې له منځه نه دي وړي او نه یې هر ترهګر ونیوه . دا به کلونه پرلپسې تعقیب وغواړي چې دا بریاوې وساتل شي . خو دې عملیاتو په پاکستان کې امنیتي وضیعت بهتره کړ . دې عملیاتو د بم جوړونې فابریکې او هغه تونلونه چې افغانستان ته اوښتي وو وتړل . همدارنګه یې هغه وسلوال هم خواره کړل چې د امریکايي او افغان ځواکونو څخه لږ ور اخوا( د کرښې بلې غاړې ته ) تښتیدلي وو .

اوس پاکستان دا فرصت هم لري چې په همدې انرژي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد یې وکاروله ، هغه شکونه ناسم ثابت کړي چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو په برخه کې شته چې افغان ، امریکايي او هندوستاني ځواکونه په نښه کوي .

د ټولو هغو ترهګرو ډلو خلاف چې د پاکستان خاوره کاروي د پاکستان له خوا په اقداماتو به دا هیواد ومومي چې د امریکا متحده ایالات ورسره د مرستې نیت لري ، او په دې جګړه کې ورسره په کومک سربیره اوږدمهالي ستراتیژیکې همکارۍ ته پراختیا ورکوي .

هر څومره زر چې پاکستان او افغانستان خپل شریک ترهګر دښمن په وړاندې عملي مبارزه پیل کړي ، هماغومره به د دواړو هیوادونو، سیمې او نړۍ په ګټه وي .

د جان مکین دا لیکنه فایننشل ټایمز ورځپاڼې د جولای په ۲۶ نیټه خپره کړې