John Kirbey

امریکا تورخم د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې

د امریکا متحدو ایالتونو د افغان او پاکستاني لورو غوښتي چې په تورخم کې دې پر یو بل له بریدونو لاس واخلي .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزات ویاند جان کربي په واشینګټن کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د تورخم د وضعیت په اړه وه وویل : ” موږ حالات له نژدې څارو او له دواړوو خواوو سره په اړیکه کې یوو . “

نوموړې ویلي چې نه غواړي په دې سیمه کې د نښتو ، پر یوبل د بریدونو او تاوتریخوالي شاهدان و اوسي او له دواړو غاړو یې غوښتي چې د مسلې هواري ته دې سوله ایزه لاره ومومي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تیره شپه هم په تورخم کې افغان او پاکستاني لورې تر منځ پر یو بل د توپونو ډزې شوي دي . ویل کیږي چې دواړو خواوو د تورخم سرحدي سیمې ته درنې وسلې او مهمات انتقال کړي دي .
افغان لورې وايي، پاکستاني ځواکونو وروسته له هغې په جګړې لاس پورې کړ چې دوی ترې په صفري ټکي کې د یوې نوې دروازې د جوړولو د کار د بندولو غوښتنه وکړه . خو پاکستاني پوځ ویلي دا دروازه دوی د ډیورنډ له کرښې اغاړه د ناقانونه کسانو د و ر اوښتو د مخنیوي لپاره جوړوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.