l_108860_043130_updates

امریکايي ډیپلوماټ پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال عزیز احمد چوهدري، د پوځ له مشر راحیل شریف او د مالیې له وزیر اسحاق ډار سره امریکا او پاکستان پر اړیکو ، د افغانستان د سولې او کډوالو پر مسلو خبرې کړي .

ریچارډ اولسن په داسې حال کې اسلام اباد ته ځي چې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د افغان طالبانو د مشر د وژل کیدو له کبله د پاکستان او امریکا اړیکې خړې شوې دي .

له بله پلوه پاکستان ته د امریکا ددې لوړ پوړي ډیپلوماټ سفر په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې هم د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له خوا د تاسیساتو د جوړولو له کبله ترینګلي دي .

په عین حال کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ځورولو او په زوره له پاکستان څخه د ایستلو راپورونو هم زور اخیستی .

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې ددې وزارت مرستیال عزیز احمد چوهدري له اولسن سره په خبرو کې نوموړې ته ډاډ ورکړی دی چې دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو تسهیل ته ژمن دي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړي چې چوهدري دې امریکايي استازي ته د ډیورنډ کرښې د امنتي سنبالښت په اړه د پاکستان د پلانونو یادونه هم کړې ده . او وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دې لیدنه کې د ډیورنډ د کرښې د سنبالښت په برخه کې د پاکستان دریځ ملاتړ کړی دی .

اولسن د پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان نوی زپونکی دریځ هم څیړلی دی . پاکستاني رسنۍ وايي چې اولسن پاکستاني لورې ته ویلي، دوی څو لسیزې افغان کډوالو ته پر خپله خاوره ځای ورکړی او نړیواله ټولنه ددې درناوی کوي خو اولسن پاکستاني لوري ته ویلي چې بیرته هیواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره باید شرایط برابر کړی شي او په زور ونه ایستل شي .

dddپاکستاني رسنۍ وايي چې ریچارډ اولسن د پاکستان د مالیې له وزیر اسحق ډار سره هم د شنبې په ورځ خبرې کړي او له هغه سره هم د افغان کډوالو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې پر سر پر راپورته شویو ناندریو او اقتصادي اغیزو یې غږیدلی دی .

د پاکستان د پوځ یو خبرپاڼه وايي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جنرال راحیل شریف سره د سمیې او افغانستان د امنتیي مسلو په اړه غږیدلی دی .

له بلې خوا د امریکايي سناتور جان مکین په مشرۍ یو بل امریکايي هییت هم نن ناوخته اسلام اباد ته رسیدلي او ټاکل شوې ده چې ددې هیواد له پوځي او ملکي چارواکو او د مدنې ټولنې له استازو سره به لیده کاته ولري .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی به د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي او هلته به له افغان چارواکو سره خبرې وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.