امریکايي سناتوران : پاکستاني مشران د ځان په اړه د نړۍ په لیدلوري کې بدلون احساسوي

د جان مکین په مشرۍ امریکايي سناتورانو اسلام اباد ته له سفر وروسته د دوشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل او هغه ته یې په پاکستان کې د خپلو لیدنو کتنو په اړه وویل ، د هغه هېواد ملکي او نظامي رهبران د ځان په اړه د نړۍ په لیدلوري کې بدلون احساسوي او د هغوی پیغام دادی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د مسایلو د څېړلو لپاره یو بل فرصت ورکړل شي او د ستونزو د حل په برخه کې هڅې وکړي.

دا څرګندونې چې د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي ښيي چې د جان مکین په مشری د امریکايي سناتورانو پلاوی هڅه کوي افغان چارواکي وهڅوي چې پاکستان ته بل فرصت ورکړي .

افغان حکومت وروسته له هغې چې طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ او په کابل کې یې بریدونو ته زور ورکړ ویلي، له پاکستان څخه نور د سولې په خبرو کې د همکارۍ تمه نه لري بلکې په پاکستان کې دې میشتو وسلوالو پر ضد ترې عملي اقدامات غواړي .

د افغانستان او پاکستاني د سرحدي ځواکونو تر منځ څو اونۍ مخکې په تورخم کې درې ورځنۍ جګړې د دواړو لورو ترمنځ بې اعتمادي لا هم زیاته کړه .

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي :
” امریکایي سناتورانو ټینګار وکړ، چې د افغانستان ولسمشر د تاوتریخوالي د ختمولو په برخه کې او دا چې پاکستان کولای شي د هغه په پایته رسولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي، تېر کال مثبت او د ستاینې وړ ګامونه واخیستل او په دې مسله کې افغانستان خپل مسوولیت پرځای کړ، په همدې دلیل هغوی د پاکستان دولت څخه وغوښتل، اوس تر پخوا زیات د دې وخت را رسېدلی دی چې پاکستان په عمل کې وښیي چې واقعاً په افغانستان کې تاوتریخوالی پایته ورسېږي او د باور رامنځته کېدل د هغوی په عملي اقداماتو پورې تړلی

دی. “

امریکايي سناتورانو جان مکین او لینزي ګراهم په کابل کې یوې خبري غونډې ته هم ویلي وو چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د نورو وسله والو په ګډون دحقاني شبکې پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.

دوی چې تازه له اسلام اباده کابل ته تللي وویل پاکستان ته یې ویلي چې د امریکا ـ پاکستان ـ افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو لپاره د تروریستي ډلو پرضد اقدامات ضروري دي.

دوی وویل چې د امریکا او پاکستان د ښې ملګرتیا با وجود هم د امریکا متحده ایالات توقع لري چې پاکستان د داعش، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.

خو افغان چارواکي دا ځل داسې نه ښکاري چې پاکستان څخه دې نورو ژمنو تر لاسه کولو ته لیواله وي .

ولسمشر محمد اشرف غني امریکايي هییت ته د پاکستان سره د اړیکو په هکله ویلي :

افغان ولسمشر د صادقانه همکارۍ د ښودلو لپاره داسې عملي اقدمات ضرور وبلل چې له مخې یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي .
افغان ولسمشر د صادقانه همکارۍ د ښودلو لپاره داسې عملي اقدمات ضرور وبلل چې له مخې یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي .

” د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د دوو دولتونو په توګه وي، خو د ښه ګاونډیتوب په موخه د افغانستان د کوښښونو باوجود سږکال په هېواد کې د تاوتریخوالي اندازه چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې یې د حقاني په څېر شبکې سازماندهي کوي، زیاته شوې ده.“

افغان ولسمشر د صادقانه همکارۍ د ښودلو لپاره داسې عملي اقدمات ضرور وبلل چې له مخې یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي .

ولسمشر د بیلګې په توګه ویلي :” کېدای شي له حقاني شبکې سره د هغوی له جدي چلند څخه ( دا همکاري ) پیل شي، ځکه یاده شبکه د افغانستان د خلکو ضد د عمده جرایمو مسووله ده، په داسې حال کې چې د یادې شبکې پر وړاندې چې فعلاً د طالبانو د عمده مټ په توګه عمل کوي، هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.“

ولسمشر غني څرګنده کړه، موږ د تاوتریخوالي د کموالي لپاره له هر فرصت څخه ګټه اخیستې او په اړیکو کې هغه مهال اعتماد رامنځ ته کېږي چې په عملي توګه د هغو خطرونو پر ضد اقدامات وشي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې څخه د افغانستان دولت ته متوجه دي.

هغه زیاته کړه، موږ تل د هغه میکانیزم پلویان یوو چې په اساس یې هغه اقدامات چې دواړه لوري یې ترسره کوي عملي، د څارنې او ارزونې وړ وي او که امریکایي سناتوران په دې برخه کې همکاري کولای شي هرکلی یې کوو، خو زموږ ټینګار د پاکستان پر عملي اقداماتو دی.

په ورته وخت کې امریکايي سناتورانو جان مکین او لینزي ګراهم وايي، چې په افغانستان کې باید امریکايي سرتېري د پاتې کېدو په اړه پرېکړه د مهالوېش له مخې نه بلکې موجوده حالاتو ته په کتو وشي.

دوی په کابل کې خبریالانو ته وویل : ولسمشر اوباما باید د عراق له تجربې په ګټې اخیستو په افغانستان کې د حالاتو د کابو کېدو لپاره د امریکا سرتیرو شمېر کم نه کړي.

په دې اړوند پخواني راپورونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.