793786_452074024846724_2026570347_o

امريکايي ميليارډر په شپږ کلنۍ سوداګري پيل کړې

د نړۍ دريم شتمن کس پر دې پښېمانه دى چې د سوداګرۍ اصلي کار يې په ١١ کلنۍ پيل کړى، ځکه د ده په باور لا يې هم د کار لپاره يوه اندازه وخت له لاسه ورکړى دى.

وارن اداوارد بوفټ چې ٥٧ ميليارډ ډالره پانګه لري او د نړۍ دريم شتمن کس بلل کېږي، خپل کار په کوڅو کې د پيپسي او ورځپاڼو له خرڅولو پیل کړى.

دى چې په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و لا هم په خپله موټر چلوي، ساتونکی نه لري او تر ټولو په زړه پورې يې لا دا ده چې په خپل ټول ژوند کې يې شخصي موبایل نه دی لرلی.

د دغه امريکايي ميلياډر ورځيني خواړه د عادي امريکايانو په څېر چپس، برګر او شربت دي.

وارن د الوتکوجوړولو د یوې لويې کمپنی خاوند دى؛ خو هېڅکله هم په شخصي الوتکه کې سفر نه کوي.

دده په اړه ويل کېږي چې له کوچنیوالي حیرانونکی سوداګریز استعداد درلود.

شپږ کلن و چې د خپل نیکه له شرکت څخه یې په ۲۵سنټه د کوکاکولا بوتلونه واخیستل او په پنځه سنټه ګټې يعنې ۳۰سنته یې و پلورل، خو ده د سوداګرۍ خپل اصلي کار له ١١ کلنۍ پيل کړى او اوس سخت پښیمانه دی چې ولې یې مخکې نه پیلاوه.

بافټ وړانديز کوي خپل ماشومان له کوچنیوالی کسب و کار ته و هڅوئ داسې فکر مه کوی چې هغوی کوچنیان دي.

وارن په ۱۹۴۷ زېږديز کال کې د واشنګټن ډي سي د وودرو ویلسون له ښوونځي فارغ شوو، پلار یې ډیره تمه درلوده چې وارن دې د پنسلوانیا پوهنتون د اداري او سوداګرۍ پوهنځۍ ولولي، خو ده ويل چې خپله له استادانو ډېر پوهیږي، نو ځکه یې دوه کاله پوهنتون و نه لوست، وروسته بیا د خپلو زده کړو د ادامې لپاره نبراسکا پوهنتون ته ولاړ، سره له دې چې ټوله ورځ به یې کارکاوه په درېيو کلونو کې د لسانس له دورې فارغ شو.

وروسته یې د فوق لسانس دوره په کلمبیا پوهنتون کې ترسره کړه.

نوموړى پر سپما د ټينګار په ترڅ کې وايي هر څوک د سپما له لارې کولى شي ستر ستر امکانات لاسته را وړي، نو سپارښتنه یې نورو ته داده چې یوه روپی هم بې ځایه مه خرڅوئ تل د سپما فکر له ځان سره لرى.

ويل کېږي بوفټ تل خپلو مديرانو ته دوه اصله یادوي.

دى وايي لومړى د خپل مالک یوه روپی هم بې ځایه مه لګوئ او دويم دا چې لومړى قانون هېڅکله هم مه هېروى.