Malang Jdddn

امانسيو له جواليتوبه تر ميلياردرۍ

۷۶ کلن امانسیواورتیګا د هسپانیې اوسیدونکی دی. د فوربس د(۲۰۱۲) شمېرو له مخې په نړۍ کې پنځم او په اروپا کې دويم لوی شتمن دی. په ۲۰۰۸ کې یې د ۲۰.۲میلیارد ډالرو په درلودلو سره د نړۍ د میلیاردرانو په لېست کې ۱۷ ځای درلود، خو د څلورو کلونو په موده کې یعنې سږ کال یې شتمني ۳۷.۵میلیارده ډالرو ته لوړه شوې او څلورم مقام ته راغلی دى چې په دې حساب نومړي په څلورو کلونو کې څه باندې ۱۷ میلیارد ډالره ګټلي دي.

په هسپانیې کې تر ټولو لوړه ودانۍ د امانیسیو ده چې ۵۱۵ فوټه لوړوالی لري، همدارنګه امانسیو په (میامي) کې د نړۍ یو له لوکس ترینو هټلونو څخه هم لري.

د امانسیو ژوند ته افسانوي ژوند وایي ځکه په لږ وخت کې یې ډېر پرمختګ کړى دی.
امانسیو په ۱۴ کلنی کې خپل کاروبار له جوالیتوبه پیل کړی هغه لومړی په یوه دوکان کې جوالي وو. امانسیو ښوونځی هم نه دی بشپړ کړی.

لومړی ځل یې په ۱۹۶۳ کې د CONFECCIONS COA په نامه د کورنيو کالیو شرکت جوړ کړ چې له دې تجربې نه په ګټه اخیستو یې په ۱۹۷۵ کې د INDITEX GROUP شرکت تاسیس کړ چې نړیوال شهرت لري او ۱۰۰ نورې سترې فرعي کمپنۍ يې تر چتر لاندې دي د ا کمپنۍ د کالیو ډیزاین، او د پوښاک نور ډولونه تولیدوي.

دوه ودونه یې کړي او درى اولادونه لري.

د امانسیو د کمپنۍ بریالیتوب له دې کبله هم دی چې هره اوونې نوي نوي شیان بازار ته وړاندې کوي.

د امانسیو شرکت د نړۍ په کچه څه باندې 53700 تنه کارکونکي لري.

امانسیو په مطبوعاتو کې له ځان مطرح کولو سره څه علاقه نه لري او خپل خصوصي ژوند ته ډېره پاملرنه کوي له همدې امله یې تر اوسه له درېو خبریالانو سره مرکې کړې دي.
د امانسیو په اړه ویل کیږي چې ډیر خواریکښ دی شخصي الوتکه لري خو ډیر ترې استفاده نکوي ځکه هغه دومره له کار کولو خوند اخلي چې سیاحت ته ډیر وخت نه ور کوي.

د امانسیو شرکت په نړیواله کچه د ښه کیفیت تولیداتو د وړاندې کولو ډیرې جایزې ګټلي دي.