620x434

البرتو له وطن سره مينه تر ټولو ستره پانګونه ګڼي

د ننى ګڼې ميلياردر مو داسې څوک دى چې هم قوي استعداد لري، هم پياوړى مدير دى، هم يې ښه رهبري کړې او تر ټولو مهمه يې دا چې له وطن سره سخته مينه لري.

دى وايي تر ټولو ستره پانګونه داده چې له خپل وطن سره مينه ولرئ.

البرتو بېلرز ګونزالېس د رائول بيلرز زوى په ١٩٣٣کې په مکسيکو زيږيدلى. واده يې کړى، څلور اولادونه لري او د فوربس د (٢٠۱۶) کال د شمېرو له مخې هغه د ١٨.٢ميليارد ډالرو په لرلو سره په نړۍ کې ۱۷۰ یم او په مکسيکو کې دريم لوى شتمن دى. د هغه د ميلياردرۍ سرچينه د کانونو د را ايستلو په برخه کې کار کول دي.

البرتو بېلرز په ١٩٥١کال کې خپله لومړنۍ دنده د مکسيکو د سوداګرۍ په بانک کې پيل کړه. پ دغه بانک يې د خپلې ودې مسير پيدا کړ او د بانک د يوې څانګې تر مديره پورته شو. البرز په ١٩٥٧زېږديز کال کې په وياړ سره له ITAMپوهنتون نه په اقتصاد څانګه کې لسانس واخيست.

وروسته د موکتزوما کمپنۍ د خرڅلاو څانګې ته داخل شو، هلته د پلور استازى و ټاکل شو، خو په چټکتيا سره د ښاري څانګې د پلور د مدير مقام ته لوړ شو، نور يې هم پرمختګ و کړ او د دې کمپنۍ په بيلابيلو پوستونوکې يې دندې ترسره کړې.

د هغه پرمختګ دومره چټک و چې په ٣١ کلنۍ يې د ټولو د مدير پوست ته او په ٣٤ د مديره هيات رئيس شو. بيلرز په ١٩٦٧زېږديز کال کې د پنيولز کمپنۍ د مديره پلاوي غړى وټاکل شو او په ١٩٦٧زېږديز کې د پلار پر ځاى د دې کمپنۍ رئيس شو.

موکتزوما په لاتيني امريکا کې د سرو زرو، سپينو زرو، سربو او داسې نورو د فلزاتو د توليدولو مخکښه کمپنۍ ده چې د بيلرز د ميلياردرۍ مهمه سرچينه هم ده.

البرتو بيلرز په تېرو ٣٥ کلونو کې د مکسيکو د فرهنګي ټولنې مشر او د ITAM د پوهنتون د پلاوي رئيس په توګه کار وکړ چې په خپل بريالى مديريت او رهبريت يې دغه پوهنتون د لاتينې امريکا تر ټولو معتمدترين پوهنتون کړ. په ١٩٩٩زېږديز کال کې نوموړي پوهنتون بيلرز ته د هغه د هغو خدمتونو له امله چې د مکسيکو د ټولنيز، تحصيلي او کاري برخو په پراختيا کې يې ترسره کړي افتخاري دوکتورا ور کړه.

اصلا بيلرز د (BAL) د کمپنيو د يوې ټولګې رييس او خاوند دى چې په دې ټولګه کې دا لاندې کمپنۍ ځاى لري: د « اینداستریاز پنیولز» د کانونو د را ايستلو کمپنۍ، د «ال پالاسیو دو اییرو» د مکسيکو تر ټولو ستر حلقوي پلورنځى او د« ناسیونال پرو وینسیکال» د بيمې کمپنۍ.

په ١٩٨٢کې د مکسيکو ولسمشر خوزه لوپزپورتېلو د هېواد اقتصاد ملي اعلان کړ چې په دې سره بيلرز (کرمي) په نامه بانک له لاسه ور کړ، خو بيلرز هېڅکله هېواد پرېنښود، په هماغه ډول يې پانګونې ته ادامه ور کړه او دا مشهوره خبره يې و کړه چې ترټولو ستره پانګونه له خپل هېواد سره مينه ده. هغه وايي دا چې تاريخ ورته د بشر د پرمختيا پروسه، اقتصاد او اوسنى پوهه ور ښودلې، نو ځکه ورسره ډېره مينه لري. د بيلرز ژوند تل په پرمختګونو کې پاتى شوى، که څه هم زيانونو، ستړې ستومانۍ يې ډيرې ګاللي، خو هېڅکله يې خپله اراده نه ده پرېښې، په سختۍ يې کار کړى او خپلو موخو ته د رسېدو پر لور يې چټک ګامونه اخيستي. هغه د تاريخ له لوستلو سره ډېره علاقه لري، ځکه هغه وايي چې تاريخ د سقوط او عروج ډيرې لارې ګودرې در ښيي چې په ترڅ کې به په پرمختګونو کې ښه ګټه ترې اخيستل کېداى شي. د بيلرز له ژوند نه دا هم ښکاري چې تل بايد په خپلو ذاتي استعدادنونو و وياړو او ورته پراختيا ور کړو.