مې ۱۷  نسکوره شوې هیلوکوپټره
مې ۱۷ نسکوره شوې هیلوکوپټره

افغان چارواکي : یو پاکستانۍ چورلکې ته یې د افغانستان له فضا د تیریدو اجازه ورکړې وه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پاکستان د حکومت یوې چورلکې ته یې د افغانستان له فضا څخه د تیریدو اجازه ورکړې وه ، خو دا چې د لوګر په لکۍ سیمه کې بیړنۍ ناستې ته اړه شوې پاکستانۍ چورلکه هماغه ده کنه ؟ په اړه یې څیړنې کوي .

د افغانستان د دفاع د وزارت یوه خبرپاڼه کې وايي یوې پاکستانۍ الوتکې ته د افغانستان د هوايي چلن وزارت د بهرنیو چارو د وزارت له لارې د افغانستان له فضا څخه د تیریدو اجازه ورکړې وه .

د دفاع وزارت په وینا ، دا پاکستانۍ هیلوکوپټره چې افغان حکومت اجازه ورکړې وه ، د افغانستان له خاورې څخه روسیې ته د ترمیم لپاره تیریده .

د دفاع وزارت تایید کړې چې په ازرې کې له بیړنۍ ناستې وروسته پر پاکستانۍ هیلوکوپټرې په سیمه کې وسلوالو برید کړی او د هیلو کوپټرې د پیلوټ په ګډون یې ټول سپاره له ځان سره بېولي دي .

د دفاع وزات وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی چې له وسلوالو څخه ددې الوتکې د سپرو د خوشې کولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي .

خو د لوګر چارواکي وايي ، هغه سیمه چې هیلوکوپټره په کې له پېښې سره مخ شوې ، غرنۍ سیمه او د حکومت د مخالفو وسلوالو تر ولکې لاندې ده .

بل خوا د پاکستان پوځ هم منلې چې روسیې ته روانه هیلو کوپټره یې په د لوګر په ازره کې نسکوره شوې ده .

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا وايي، دا هیلوکوپټره د ازبکستان له لارې روسیې ته روانه وه .

نوموړې ویلي : د پاکستان د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکلسن سره اړیکې نیولې او له هغې ددې الوتکې د سپرو د خوشې کولو په برخه کې مرسته غوښتې ده .

عاصم باجوه وايي، د ناټو قومندان د مرستې ډاډ ورکړی .

د باجوه په وینا د افغانستان له حکومت او ملي اردو چارواکو سره هم اړیکې نیول شوي دي .

پاکستاني رسنیو ویلي ، په الوتکه کې پر یو روسي لارښود سربیره د پاکستان د پوځ شپږ تنه افسران سپاره وو .

د لوګر د ولایتي شورا یو غړي عبدالولي وکیل یاران ویب پاڼې ته ویلي چې د الوتکې سپاره په سیمه کې د ملا شرین په نوم د طالبانو یوه ځايي قومندان یرغمل کړي دي او الوتکه یې په راکټ ویشتې ده .