13433075_1017067088369533_8597376501234799033_o

افغان ولسمشر د منځنۍ اسیا د درې هیوادونو مشرانو سره پر اقتصادي مسلو خبرې کړي

ټاکل شوې ده چې نن به افغان ولسمشر اشرف غني په تاشکند کې د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان د مشرانو په غونډه کې وینا وکړي .

ویل کیږي چې ولسمشر غني به په خپله دې وینا کې د شانګهاۍ د همکارۍ د سازمان غړيو هیوادونو ته د اورپکو اسلامکارو ډلو له خوا سیمې ته پر پېښو ګواښونو خبرې وکړي او په دې برخه کې به د سیمه ایزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړي .

افغانستان دا مهال د شانګهاۍ د سازمان څارونکی دی او تیر کال یې په دې سیمه ایز سازمان کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې .

بل خوا د پنجشنبې په ورځ ولسمشر غني په تاشکند کې د تاجکستان ، ترکمنستان او قزاقستان له ولسمشرانو سره جلا جلا کتنې کړي .

د ارګ څخه ددې کتنو په اړه له خپرو شویو خبر پاڼو څرګنديږي چې په ټولو کې د افغانستان او ددې درې هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی .

افغان ولسمشر د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې د امنیتي مسلو سربیره د دواړو هیوادنو تر منځ پر سوداګرۍ غږیدلی .

له ترکمن ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره یې د تاپي د پروژې په شمول په یو شمیر شریکو اقتصادي پروژو خبرې کړي .

د تاجکستان او افغانستان ولسمشرانو خپلو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږیدلي دي .
د تاجکستان او افغانستان ولسمشرانو خپلو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږیدلي دي .

د ارګ د خبر پاڼې په وینا بیردي محمدوف افغان ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې را روانه میاشت کې دې دې هیواد ته د سفر په ترڅ کې د اقینې د اورګاډي پټلۍ پرانیزي .

همدارنګه نوموړي هیله ښودلې چې د افغانستان هغه ولایتونه وګوري چې د تاپي د ګازو نل لیکه به ترې تیریږي .

ترکمن لورې هرات ولایت ته د برېښنا د لیږد د زیاتولو خبره هم کړي .

د قراقستان له ولسمشر نور سلطان نظربایف سره هم افغان ولسمشر په اقتصادي همکاریو غږیدلی . دواړو لورو له قزاقستان څخه افغانستان د غلو د صادراتو په اړه د یو دوه اړخیز شریک کمیسون پر جوړولو سلا کړې او نظربایف د افغانستان د پوځي هیلوکوپټرو په ترمیم کې د همکارۍ چمتوالی ښودلی .

نور سلطان نظر بایف افغان ولسمشر ته ویلي چې هیواد یې د افغانستان د پوځي هیلوکوپټرو په ترمیم کې همکارۍ ته چمتو دی .
نور سلطان نظر بایف افغان ولسمشر ته ویلي چې هیواد یې د افغانستان د پوځي هیلوکوپټرو په ترمیم کې همکارۍ ته چمتو دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.