Untitled

افغان طالبانو نبوي مسجد ته څیرمه برید غندلی دی

افغان طالبانو په یوې اعلامیه کې د مدینې منورې په ښار کې د نبوي جومات پر ساتونکي وروستی ځان وژونکی برید غندلی او دا یې د نه منلو عمل بللی دی .

په هغه اعلامیه کې چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولي ویلي شوي چې اسلامي امارت دا ناوړه کړنه په سختو ټکو غندي او دا د اسلامي مناسکو په وړاندې د دښمنۍ او کرکې عمل ګڼي .

طالبانو وايي په نبوي حرم کې به دا ډول ډول اعمال ونه زغمل شي .

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې الحرمین الشرفین د مسلمانانو لپاره ځانګړی ارزښت لري او پر ضد یې هیڅ ډول د دښمنۍ کړنه د زغم او منلو نه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي داسې ښکاري چې ددې عمل تر شا کومه توطیه پرته له همدې کبله له مسلمانانو غواړي چې خپلې ټولې هڅې وکړي څو داسې توطیې ناکامې شي .

د یادونې وړه ده چې په سعودي کې د دوشنبې په ورځ درې چاودنې شوې چې ټولې ځانمرګي بریدونه وه او یوه له دې بریدګرو هڅه کوله نبوي جومات ته ورشي چې د جومات د ساتونکي له مقاومت سره مخ او چاودنه یې کړې ده .

طالبانو د دوو نورو بریدونو په اړه چې هغه هم جوماتونو ته نژدې شوې څه نه دي ویلي .

افغان حکومت ، پاکستان ، ایران او نورو اسلامي او لویدیځو هیوادونو هم په سعودي عربستان کې دا بریدونه غندلي دي ، خو د طالبانو غندنه له دې پلوه د پام وړ ده چې دا ډله خپله هم په افغانستان کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف له ځانمرګو بریدونو کار اخلي .

د سعودي د بریدونو مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی ، خو ددې هیواد چارواکي د اسلامي دولت پر وسلواله ډله شک لري .

9b224f13-ff5c-404b-adea-9d43656545a4_16x9_788x442

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.