Pakistani-helicopter-crash-Afghanistan

افغان حکومت ريښتیا نه پوهیږي چې ازره کې پاکستانۍ څرخکې څه کول؟

زموږ په کلي کې خلک د ظاهر شا په واکمنۍ پیسې یوه کیسه کوي ، وايي، د پخواني پاچا په وخت کې د پاکستان یوه الوتکه د کونړ په کومه سرحدي سیمه کې د ډیورنډ له کرښې اوښتي وه . په سیمه کې د سرحدي پولیسو قومندان ، هغه مهال د ننګرهار د هوايي ډګر له قومندان سره په هنډلکي ټیلفون اړیکه ونیوه او هغه ته یې وویل چې د پاکستان یوې الوتکې د افغانستان پر فضايي حریم تیری کړی دی او له کرښې را اوښتې ده .

وايي چې د جلال اباد د هوايي ډګر قومندان ورته وویل چې دا مسله باید په کابل کې له چارواکو سره یاده کړي بیا به ورته ووايي چې له الوتکې سره څه وکړي ؟

خبره د دفاع تر وزارت او هغه وخت د باچا تر حرم سرای ورسیده ، چې د پاکستان یوې الوتکې د افغانستان پر فضايي حریم تیری کړی او د په کونړ کې سرحدي ساتونکي د امر په تمه دي .

لنډه دا چې دې پروسې درې ورځې ونیولې ، درې ورځې وروسته ، په کونړ کې میشتو د سرحدي ځواکونو قومندان ته د وخت د دولت حکم ورسید چې” تیري کونکې الوتکې دې وویشتل شي . “

هغه مهال نو الوتکې په راولپینډۍ کې درې شپې هم تیرې کړې وې او پیلوټ یې سیالکوټ ته خپل کور ته په رخصتۍ تللی و.

ښایي د پخواني باچا په حکومت کې پر کاغذ پرانۍ پسې به خلکو دا ټوکه جوړه کړې وي . هغه وخت ریښتیا هم ارتباطي او د اړیکو وسایل دومره نه وو .

خو کله چې سړی د ډیورنډ کرښې څخه د افغانستان پر هوايي حریم د یوې تیري کونکې پاکستانۍ الوتکې په وړاندې د اوسني افغان حکومت چلن ګوري نو تر دې کیسې هم ډیر خندونکی دی .

د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان هوايي حریم ته پاکستانۍ هیلوکوپټر له اوو سپرو سره داخله شوه ، اور ورواچول شو ، سپاره یرغمل شول . دولت خو اول خبر نه وو بیا چې ځايي خلکو نارې سورې پیل کړي نو دفاع وزارت او ارګ په ګډو وډو پیل وکړ . د بدرنګۍ د پټولو لپاره یې وویل چې یوې هیلوکوپټرې ته دوی د ترمیم په موخه اجازه ورکړې خو نه پوهیږي چې دا هماغه ده که بله .

اوس په دولت کې دننه سرچینې وايي، چې دا هیلوکوپټره نه ازبکستان ته روانه وه او نه روسیې ته . بلکې ازرې ته تله او هلته یې د طالبانو یوې ډلې ته موبایل ټیلفونونه، پیسې او نور وسایل رسول. ښايي په کې شپږو سپرو به نور څه پټې سپارښتنې او کارونه هم لرل .

د سوزولو د علت په اړه یې هم ویل کیږي چې د طالب وسلوالو د څو ډلو تر منځ په هیلوکوپټر کې د وروړو موادو د ویش پر سر شخړه ددې سبب شوی چې یوه ډله پر هیلوکوپټر برید وکړي او بله ډله ایله دومره وتوانیده چې د الوتکې سپاره پاکستاني پوځیان خوندي کړي .

افغان حکومت خو تر ډيره په دې اړه غلی و، کله چې رسنیو د لوګر د ځايي چارواکو له خولې مسله راپورته کړه ، نو د دفاع وزارت د خپلې رنګ بدۍ د پټولو لپاره اړ شو چې ووايي یوې پاکستانۍ څرخي الوتکې ته دوی د افغانستان له فضا د تیریدو اجازه ورکړې وه .

افغان ژورنالیست اباسین بریال په دې اړه وايي :

” دولت تر بل هرچا په اوایلو کې د معلوماتو په خلا کې و، ځکه خو یې تریو وخته خوله پټه ونیوه او بیا دفاع وزارت د موضوع په تړاو غلط معلومات شریک کړل، چې ګویا دا الوتکه ددوی په اجازه د افغانستان له فضا روسیې ته تلله.

که دولت ویلي وای، چې هو دې الوتکې طالبان تجهیزول، نو ددولت حیثیت له سوال سره مخ کیده، دا ځکه چې که دا پیښه د طالبانو د شخړې په ترڅ کې نه وای رسوا شوې، نو دولت به څه خبر و، او نورې څومره داسې طالباني او پاکستاني پوځي معاملې ترسره کیږي، چې افغان دولت نه خبریږي.
دویم داچې له مخکې د افغان دولت په اړه شکونه زیات شوي، چې له پاکستان سره یې پټې معاملې شته، نو هره ګونګه پیښه پردولت دعوامو اعتبار له سوال سره مخ کوي.“

د پنجشنبې په ورځ پېښه شوې وه او افغان ولسمشر د شنبې په ورځ په امنیتي غونډه کې کمیسون وټاکه څو معلومه کړې چې پاکستانۍ څرخې الوتکې د ازرې په غرونو کې له اوو سپروو سره څه کول .

دا چې کمیسون به کله دا نتیجه را وباسي چې دا هیلوکوپټره هماغه ده او که بله ښايي اونۍ وخت ونیسي .

افغان ورځپاڼه لیکونکې اباسین بریال د پېښې په اړه په خپله یوه لیکنه کې وايي :

” که دولت زر تر زره د قضیې په عمق ځان خبر کړی وای، نو دا ښه ثبوت و، چې پاکستان عملاً په افغانستان کې په جنګ اخته دی او ددې سپیناوي هیڅ سوال نه پیدا کيږي چې پاکستان نااعلان کړی جنګ پیل کړی دی.“