taliban-restart-secret-peace-talks-with-afghanistan-in-qatar

افغان حکومت او طالب استازي سعودي عربستان کې د سولې خبرې کوي

راپورونه وايي چې راتلونکې اونۍ به د سعودي عربستان په جدې ښار کې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت استازي خپلو کې خبرې وکړې .

د ازادي راډیو په یو راپور کې ویلي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو استازي او ځینو نورو باوري سرچینو ورته راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې ددې خبرو اترو په اړه ویلي . ددې سرچینو نومونه نه دي یاد شوي .

په راپور کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د بې نومه استازې له قوله ویل شوي چې دوی به دا ځل په سعودي عربستان کې له افغان حکومت سره په ځینو مهمو مسلو خبرې وکړي .

تر اوسه طالبانو او د افغان حکومت استازو د سعودي عربستان د سولې ددې خبرو اترو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

خو د افغان ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه پال په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو یو شمیر کړیو د مشرتابه په کچه د سولې خبرو اترو ته لیوالتیا ښودالې ده.

تر قطر وروسته سعودي

په سعودې عربستان کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ راتلونکې اونۍ د سولې د احتمالي خبرو په اړه راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې تر دې مخکې لویدیځو رسنیو په قطر کې د افغانستان د ملي امنیت د ریس معصوم ستانکزي او د طالبانو د استازو تر منځ د دوو پټو لیدنو او خبرو اترو راپورونه خپاره کړي وو .

خو د هبت الله اخونزاده په مشرۍ د طالبانو د د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپورونه رد کړې او د رسنیو تبلیغات بللي .

پر دې سربیره رویټرز او نورو خبري اژانسونو د طالبانو د کوټې د شورا د ځینو غړیو له خولې دا پټې خبرې تایید کړې وې چې وايي په سیپټمبر او د اکټوبر په پیل کې د دواړو خواوو ترمنځ قطر کې شوي.

په راپورونه کې ویل شوي وو چې دواړو لورو د قطر په خبرو اترو کې یو بل ته خپل شرطونه هم وړاندې کړي .

افغان حکومت له طالبانو د اوربند او په رسمي توګه د سولې خبرو ته د چمتوالي د اعلان غوښتنه کړې .

د رسنیو په حواله طالب استازو چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا منان هم په کې و، د قطر په خبرو کې ددې ډلې په رسمیت پیژندل ، له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کول او د طالب بندیانو خوشې کول د خبرو د پیل د شرطونو په توګه وړاندې کړي .

سعودي عربستان کې راتلونکې اونۍ د سولې د خبرې راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان اجرایه ریس عبدالله په دې اونۍ کې د یو لوړ پوړي افغان هییت په مشرۍ سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د سعودي پر پاچا سلمان سربیره د سعودي له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل .

ښاغلي عبدالله په دې لیدنو کې له سعودي پاچا او نورو چارواکو وغوښتل چې د سولې په بهیر کې دې له افغانستان سره مرسته وکړې .

پاکستان د سولې له خبرو وتلی ؟

که څه هم داسې نه ښکاري چې پاکستان دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له بهیر ځان ایستلی ومني خو راپورونه وايي چې د قطر په پټو خبرو کې سره له دې چې د امریکا استازي برخه لرله ، د پاکستان په استازیتوب څوک نه و.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د سعودي عربستان په دې خبرو اترو کې به د پاکستان او امریکا استازي هم برخه ولري کنه .

د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ م کال کې د پاکستان په منځګړتیا په مري کې د طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې کړې وې . دا خبرې د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له څرګندیدو وروسته په ټپه ودریدې او پاکستان بل ځل ونه توانیده چې افغان طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینوي.

افغان حکومت پاکستان د چین امریکا او افغانستان په څلور اړخیزو غونډو کې د شویو پریکړو په نه عملي کیدو ملامته کړ او له پاکستان یې وغوښتل چې که طالبان د سولې خبرو ته نه شي راوستلی نو په وړاندې دې عملي اقدامات وکړي .
په توده جګړه کې د سولې اوازې

په قطر او سعودي کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې د پټو خبرو راپورونه په داسې حال کې خپریږي چې دننه په افغانستان کې ددې دواړو لورو ترمنځ جګړو تر بل هر وخت زیات زور اخیستی دی .

کندز ، هلمند ، فراه ، ارزګان ، بغلان او د افغانستان نورو ولایتونه په ځانګړې توګه ګڼ میشتې سیمې دا مهال د دواړو خواوو ترمنځ د سختو او درنو جګړو شاهدې دي چې له کبله یې په دې ولایتونو کې د درنو مرګ ژوبلو سربیره لسګونه زره کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه کیدو ته اړ شوي دي .