دا خبرې اترې د قطر په پلازمینه دوحه کې شوي دي چیرې چې طالبان سیاسي دفتر لري .
دا خبرې اترې د قطر په پلازمینه دوحه کې شوي دي چیرې چې طالبان سیاسي دفتر لري .

افغان حکومت او طالبانو قطر کې پټې خبرې کړي

د افغان حکومت او طالبانو استازو په قطر کې خپلو پټې خبرې اترې کړې دي . هم د طالبانو او هم د افغان حکومت لوړپوړو سرچینو د ګارډین ورځپاڼې ته ددې پټو خبرو اترو په اړه ویلي دي .

په هغو کسانو کې چې د طالبانو په استازولۍ یې په دې خبرو کې برخه لرله د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا منان اخوند شامل و .

دا له هغې را وروسته چې د پاکستان په منځګړیتوب د خبرو اترو هڅې د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته په ټپه ودریدې لومړی ځل دی چې افغان حکومتي استازي له طالب استازو سره مخامخ خبرې کوي .

ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سیپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې دوه پړاوه خبرې اترې شوې دي .

د ګارډین ورځپاڼې په دې اړه په خپل ځانګړي راپور کې د طالب سرچینو په حواله ویلي چې د ملا عمر زوی ملا یعقوب به هم ډیر زر په دوحه کې له نورو طالب استازو سره یو ځای شي چې له دې سره به د قطر د طالبانو د سیاسي دفتر واک نور هم زیات شي .

د طالبانو د کوټې د شورا یو غړي چې نوم یې نه دی یاد شوی د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي ، د سیپټمبر او اکټوبر په دواړو غونډو کې د پاکستان استازو برخه نه وه اخیستي . ورځپاڼې ظاهرا ددې طالب چارواکي له خولې ویلي چې پاکستان پر دې ډلې خپل پخوانی اغیز له لاسه ورکړی دی .

خو د طالب چارواکو په وینا د قطر په دواړو تازه غونډو کې د امریکا یو لوړپوړي ډیپلومات حضور درلود. په کابل کې د امریکا سفارت په دې ادعا له تبصرې کولو ډه ډه کړې .

د طالبانو دې چارواکي ویلي ، په سیپټمبر کې لومړۍ خبرې اترې مثبتې او په ښه فضا کې وې . په دې خبرو اترو کې د افغانستان د ملي امنیت ریس محمد معصوم ستانکزي له ملا منان سره مخامخ کیناست .

خو د اکټوبر خبرې اترې بیا په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې د طالب وسلوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ درنې جګړې روانې وې .

په وروستیو اونیو کې وسلوالو طالبانو د کندز ښار ځینې برخې د کمې مودې لپاره ونیولې او همدارنګه یې په هلمند ، فراه ، بغلان او ارزګان کې پر ولایتي مرکزونو بریدونه زیات کړي دي .

افغان چارواکو دوحې ته د ملي امنیت د ریس معصوم ستانکزي سفر تایید کړی دی . خو د سولې د شورا ویاند اسمعیل قاسمیار او همدارنګه د ولسمشر اشرف غني ویندویانو د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د داسې خبرو اترو ترسره کیدل نه تاییدوي .

طالبانو ویلي ، په خبرو اترو کې د امریکايي ډیپلوماټ موجودیت د دوی هغه غوښتنه ممکنه کړه چې وايي دوی یوازې د افغان حکومت نه بلکې له امریکا او افغان حکومت سره د افغانستان پر کشاله خبرې کول غواړي .

د کوټې د شورا یو غړي چې د نوم یادونه یې نه ده شوې د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي ، ملا منان اخوند ددې شورا له خوا ټاکل شوی ځکه د دوی لپاره دا خبرې اترې مهمې دي .

خو لویدیځې رسنۍ وايي، په داسې حال کې چې طالبانو په دې وروستیو کې لږ تر لږ د افغانستان پر پنځو ولایتي مرکزونو کړۍ راتنګه کړې ، او جګړه یې تر بل هر وخت زیاته پراخه کړې ، داسې نه ښکاري چې دا د افغان حکومت لپاره له دې ډلې سره د سولې په خبرو اترو کې د کوم پرمختګ ښه فرصت وي .