افغانه سندرغاړې د نجونو د حقونو د مبارزې په ډګر کې

نولس کلنه سونیتا علي زاده رپ سندرې وايي . نوموړې په خپلو سندرو کې په کم عمر کې د نجونو د ودولو خلاف د مبارزې له کبله په یو شمیر هغو سازمانو او ټولنو کې مشهوره ده چې د ښځو او کوچنیو نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي .

د سونیتا پر ژوند جوړ شوي مستند فلم پر لپسې معتبرې نړیوالې جایزې اخیستې . وروستۍ هغه یې د نړیوالې مستندې سینما یو معتبره جایزه ” 2016 World Cinema Documentary Audience Award“ ده .

ایرانۍ فلم جوړونکي رخساره قایم مقامي او سونیتا علي زاده د جایزې د تر لاسه کولوپر مهال
ایرانۍ فلم جوړونکي رخساره قایم مقامي او سونیتا علي زاده د جایزې د تر لاسه کولوپر مهال

د سونیتا علي زاده پر ژوند دا فلم ایرانۍ فلم جوړونکي رخسارې قایم مقامي جوړ کړی و او ددې لپاره چې د سونیتا د ورځني ژوند ځینې برخې عکاسي کړي له هغې سره یې شپږ میاشتې تیرې کړي چې په بهیر کې یې دا مستند فلم عکاسي شوی دی .

ایراني فلم جوړونکي وايي چې ددې فلم د جوړولو لپاره یې د سونیتا کورنۍ ته درې زره ډالر ورکړي وو .
سونتیا اصلا د هرات ولایت اوسیدونکې ده . اته کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوه . دا چې په ایران کې افغان ماشومانو ته ښونځیو ته د تلو اجازه نه وه ، هغه اړ شوه چې د هنرونو په یو کورس کې عکاسي او ګیتار زده کړي او همدلته یې له رپ موسیقۍ سره مینه پیدا شوه .

د سونیتا کورنۍ هغه مهال چې دا لس کلنه وه ددې د ودولو هڅه وکړه خو دا هڅه کامیابه نه شوه .

شپږ کاله وروسته دوی له ایران څخه افغانستان ته ستانه شول چیرې چې د نوموړې کورنۍ غوښتل ۱۶ کلنه سونیتا د نهه زرو ډالرو په بدل کې یو کس ته واده کړي چې ورسره ددې کم عمره نجلۍ ژوند له ستونزو ډک شو.

هغې ددې واده په خلاف غږ پورته کړ، او ” دختر فروشي “ سندره یې وویله چې وستایل شوه .

دې ځوانې سندرغاړې په ایران کې د خپل ژوند او په کابل کې د پاریدلو خلکو له خوا د وژل شوې فرخندې په اړه هم رپ سندرې لیکلي او ویلي دي .
همدارنګه یې د افغان کارګرو ماشومانو پر ژوند او د ټولنې پر نورو ستونزو رپ سندرې ویلي .
نوموړې وروسته له هغې چې پر عمر یې جوړ شوی فلم او ” دختر فروشي “سندره یې مشهوره شوه ، د یوې نړیوالې خیریه ټولنې پام ور واوښت او هغې ته یې په امریکا د زده کړو یو سکالرشیپ وموند .

سونیتا دا مهال په یو سکالرشیپ په امریکا کې زده کړې کوي ، او په عین حال کې سندرې هم لیکي.

 

 

Zarghuna Kargar, Author and Journalist, BBC interviews Sonita Alizadeh, Rapper and Activist  on Daughters For Sale  at Women In The World London Summit, Cadogan Hall, London. 10/09/2015

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.