Atmar

افغانستان له روسیې سره پر امنیتي همکاریو خبرې کوي

ټاکل شوې ده چې افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مسکو کې د روسیې چارواکو سره د کابل او مسکو تر منځ پر امنیتي همکاریو خبرې وکړي .

که څه مسکو ته د ښاغلي اتمر د سفر دقیقه نیټه نه ده څرګنده خو د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي ، په دې سفر کې به له روسي چارواکو سره د افغانستان پر مشخصو امنیتي اړتیاوو خبرې وشي.

د ازادي راډیو د ښاغلي غورځنګ له خولې مسکو ته د حنیف اتمر د سفر د اجنډا په اړه ویلي :

“د سفر اجنډا به یې پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د نشه یې توکو د قاچاق پر مخنیوي خبري وي، ضمناً به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روسیې د همکاریو په اړه په جزیاتو خبري وشي.”
روسیې تر دې مخکې افغان امنیتي ځواکونو ته لس زره کلاشینکوفونه هم ورکړې وه .

دا هیواد په عین حال کې په افغانستان کې له روانو پرمختګونو ډیر خوشاله نه ښکاري . اونې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخاروا ویلي و د افغانستان امنیتي وضیعت ترینګلی دی او دوی ګومان نه کوي چې په دې شرایطو کې دې وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې سر ونیسي .

 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر یو میاشت مخکې هم مسکو ته تللی و او هلته یې له روسي چارواکو څخه د افغانستان د هوایي ځواکونو د تجهیز او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د (MI24) او (MI35) جنګي الوتکو غوښتنه کړې وه .
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له قوله هغه مهال ویل شوي و چې ، چې د افغانستان- روسیې د نظامي او تخنیکي همکاریو د هوکړه لیک مسوده د افغانستان د کابینې له لوري منل شوې او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي.روسي چارواکو ویلي چې افغانستان غواړي له روسیې څخه پوځي الوتکې وپیري .

بل خو داسې راپورونه هم خپاره شوې چې روسیه په افغانستان کې د داعش د ډلې د پراختیا په اړه اندېښنه لري او د داعش ډلې پر ضد یې له طالبانو سره ځینې تماسونه ټینګ کړي .

ځینې ګومان کوي چې که روسیه له افغانستان سره د پوځي تجهیزاتو له اړخه مرستې ته زړه ښه کړي ، د افغانستان د امنیتي ځواکونو ډیرې تشې په ځانګړې توګه د هوايي ځواک په برخه کې پوره کیدای شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.