2016-09-30-fcc

افغانستان د هند په حیدراباد کې قونسلګري پرانیزي

ټاکل شوې ده چې افغانستان به ډیر زر د هندوستان په یو بل لوی ښار حیدراباد کې خپله قونسلګري پرانیزي .

په دې اړه په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي د جمعې په ورځ هندي رسنیو ته څرګندونې کړي دي .

ابدالي ویلي چې د هندوستان او افغانستان حکومتونو په رسمي توګه په حیدراباد کې د قونلسګرۍ پرانیستل منلي خو دا د ایالتي چارواکو سره په خبرو بوخت دی څو ددې قونسلګرۍ د پرانیستې عملي کارونه مخکې ولاړ شي .

په هند کې افغان سفیر ویلي چې حیدراباد د دوی لپاره د پاملرنې وړ سیمه ده او هڅه کوي چې د هند او افغانستان ترمنځ ایالت په ایالت اړیکو ته وده ورکړي .

په حیدراباد کې دا مهال د هغو ۱۶۰۰۰ افغان محصلانو ۱۰۰۰۰ په زده کړو بوخت دي چې هندوستان ورته د زده کړو تعلیمي بورسونه ورکړي دي .

افغانستان لا دمخه د هندوستان په یو شمیر لویو ښارونو کې قونسلګرۍ لري .