افغانستان د سکاټلینډ په وړاندې د لوبې میدان کې – ژوندی حال

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د خپلو اروپايي لوبو په ترڅ کې نن د سکاټلینډ سره په یوه ورځنۍ لوبه کې مخ دی .

دا لوبه چې د سکاټلینډ په اېډنبرا کې روانه ده ، پچه سکاتلینډ ګټلې او د توپ اچولو پریکړه یې کړې .

د افغانستان په ټیم کې د سمیع الله شینوراري پر ځای رحمت شا راغلی ، نور ټیم تر ډیره په پخوانۍ بڼه دی .

د ننۍ لوبې پرانیستې ته شهزاد محمدي او نورعلي ځدراڼ وړاندې شول .

دا له هغې راوروسته چې افغانستان د ۲۰۱۵ کال د کرکټ په نړیوالو لوبو کې سکاټلینډ ته تاریخي ماتې ورکړه د دواړو ټیمونو ترمنځ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه ده .

افغانستان شپږ نور یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبه هم په همدې سفر کې په مخ کې لري. افغان ټیم به ددې سفر په ترڅ کې په ایرلینډ او هالینډ کې هم لوبې وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.