افغانستان ته چینايي پوځي تجهیزات ورسیدل – ویډیو

د یکشنبې په ورځ د چین له لوري، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یو شمېر انتقالاتي او ټرانسپورټي وسایل او د سپکو وسلو مهمات د هغه هېواد د سفیر له لوري د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په حضور کې افغان لوري ته وسپارل شول.

د ددې تجهیزاتو د سپارلو پرمهال په کابل کې د چین سفیر یوجینګ وویل چې هیواد یې په افغانستان کې دایمي ټیکاو ، سولې او ثبات ته ژمن دی او هڅه کوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په لا پیاوړو امکاناتو سره تجهیز کړي.
ښاغلي یوجینګ وویل چې چین به له تروریزم سره د مشترکې مبارزې په لاره کې له افغانستان سره ملګری وي، د چین سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا غوړیدا په لاره کې د خپل هیواد د دایمي او اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپلو خبرو پرمهال له چینايي لوري څخه مننه وکړه چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د انتقالاتي او ترانسپورټي وسایطو ترڅنګ د سپکو وسلو د یوه اندازه مهماتو مرسته وکړه.
ښاغلي اتمر وویل چې دا ډول مرستې د افغان ځواکونو د قابلیتونو او وړتیا په لوړولو کې د پام وړ رول لرلی شي او په روانو محاربو کې به ورڅخه ګټه پورته شي.
د ښاغلي اتمر په وینا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په کیفیت کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی او دا مثبت تغیرات به لا پراخ شي.
د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې له افغان ځواکونو څخه د چین هیواد ملاتړ تروریستانو او د تروریزم ملاتړکوونکو ته واضح پیغام و چې د تروریزم پر خلاف سیمه ایزه اجماع مخ په ټینګیدو ده او هر هغه څوک چې د ترهګرو او افراطیانو ملاتړ کوي ورو ورو به د نړیوالو او سیمه ایزو متحدینو په منځ کې منزوي کیږي.

 

 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې تروریزم د سیمې لپاره په لویه ستونزه بدل شوی چې تر ټولو زیات به هغو هیوادونو ته د دې اور زیان ورسیږي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
څارونکي وايي د چین له خوا چې په سیمه کې د پاکستان مهم متحد هیواد دی ، له افغانستان سره دا ډول مرسته له سنبولیک پلوه هم مهمه ده . له دې سره پاکستان ته نور هم دا پیغام روښانه کیږي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله له خپلو ډیرو نژدو ملاتړو هم د لرې کیدو په حال کې دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.